دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهد طالبانو پلاوي د روسیې د سینټ پیترزبورګ له والي سره ولیدل

د طالبانو پلاوي د روسیې د سینټ پیترزبورګ له والي سره ولیدل

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) د روسیې رسنیو نن (جمعه) راپور ورکړ چې د سینټ پیټرزبورګ والي الکساندر بیګلوف د طالبانو له یوه پلاوي سره چې له افغانستان څخه د سینټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره دې ښار ته تللی، کتلي دي.

د سینټ پیټرزبورګ رسنۍ فونتانکا د والي بیګلوف له قوله ویلي چې د طالبانو پلاوي ته یې وویل: “د خدای شکر کوم چې تاسو دلته یاست.”

سینت پیترزبورګ ته د طالبانو د تللي پلاوي مشري د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري کوي.

عمري او ورسره ملګري پلاوي یې د جون په ۵ مه د سینټ پیترزبورګ په اقتصادي فورم کې ګډون وکړ.

د سینت پیټرزبورګ کلنۍ اقتصادي غونډې له ۱۹۹۷م کال راهیسې هر کال جوړېږي او د ۱۲۰ هېوادونو شاوخوا لس زره استازي برخه په کې اخلي.

طالبان رسماً د روسیې د حکومت د منع شویو سازمانونو په لیست کې دي. د اپریل په میاشت کې داسې خبرونه خپاره شول چې روسیه د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو پر ایستلو غور کوي. له دې سره هممهاله روسیې طالبانو ته د تاتارستان د کازان په فورم کې د ګډون بلنه ورکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارت د مې په ۲۷مه وړاندیز وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې د منع شویو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو نوم لیرې کړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس TASS پر اساس، دا ګام به روسیې ته لاره هواره کړي چې د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

طالبانو په 2021 کې واک ترلاسه کړ خو تر اوسه د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

روسیې په اصل کې په ۲۰۰۳ کال کې د القاعده او اخوان المسلمین ترڅنګ طالبان د تروریستي ډلې په توګه اعلان کړل.

په همدې حال کې د روسیې تاس خبري اژانس پرون راپور ورکړ چې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې په افغانستان کې د وسله والو سخت دریځو د روزنې لپاره نوي کمپونه جوړ شوي دي.

د راپورونو له مخې شویګو په قزاقستان کې د ډله ییز امنیتی تړون سازمان د امنیت شورا د سرمنشیانو په غونډه کې وویل، ترهګر له سوریې او عراق څخه افغانستان ته انتقالیږی.

طالب چارواکو تر دې مخکې له افغانستان څخه د ترورېزم د ګواښ په اړه اندېښنې رد کړې وې او ویلي یې وو چې اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب