Homeخبرونهایران ته د درې افغان ماشومانو د تښتونې مخنیوی

ایران ته د درې افغان ماشومانو د تښتونې مخنیوی

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) د نیمروز لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې ایران ته د ۳ ماشومانو د تښتونې د مخنیوي خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د دلارام ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيه قومندان ملا محمدابراهيم حاجي هېواد ویلي، چې د دغې ولسوالۍ طالبانو هغه ښځه او سړی نيولي، چې څو ورځې وړاندې يي د کابل څخه ۳ ماشومان تښتولي وو او غوښتل يې ګاونډي هېواد ايران ته واړوي، چې د دوی د ځواکونو له خوا د يو لړ کشفي عملياتو په ترڅ کې پيدا او نیول شوي دي.

حاجي هېواد زياتوي د نیول شویو کسانو دوسیې به له بشړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي او ډېر ځله د ځوانو نجونو د تښتونې خبرونه هم ورکړل شوي، خو طالبانو یې بیرته د خوشې کېدو او د عاملانو د نیولو اعلان کړی.
اقتصادي او بشري ناورین، د بې کارۍ شدت او د مسلکي امنیتي ځواکونو نشتوالی د دغو پېښو اصلي لاملونه ګڼل شوي.

1 COMMENT

  1. تاند مسؤل ته
    د پخوانې رژیم په تناسب جرایم په زرهاؤ ځله کم شوي۔ پخواني رژيم کې جرمونه د يوه سازمان په ډول سر ته رسيدل , چې قاضي, څارندوال او پولیس ټول پکې شامل وو۔
    فقر او بيکاره نبايد د جرايمو بهانه شي۔ هر سړی بايد کار وکړي۔ هيله لرم چې جرايمو ته پلمه مه جوړوی۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...