چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهطالبانو سره له پخوا کلونو په اړیکو د روسیې رسمي اعتراف

طالبانو سره له پخوا کلونو په اړیکو د روسیې رسمي اعتراف

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا  رسماً اعتراف وکړ، چې هېواد یې له ډېرو کلونو راهیسې طالبانو سره اړیکې لري.

نوموړې دا خبره طالبانو سره د روسیې د اړیکو او تعامل زیاتیدو په تړاو د خپلو چارواکو د وروستیو څرګندونو پر وړاندې د اعتراضونو په غبرګون کې کړې.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د هغې له قوله لیکلي، چې طالبانو سره اړیکې دوی ته نوې خبره نه ده.

د روسۍ ویاندې په وینا، دا اړیکې د هغو ستونزو د حل لپاره چې امریکا او ناټو یې رامنځته کوونکي ګڼل شوي، مهې وې.

سرچینې په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.

روسیه د طالبانو له بیا واک ته رسېدو مخکې د یو شمېر امریکایي او ناټو چارواکو لخوا طالبانو ته د وسلو او نورو تجهیزاتو په ورکولو تورنه شوې وه، خو هغه مهال یې چارواکو داسې ادعاوې رد کړې وې.

په وروستیو کې د دغه هېواد ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو ټینګار کړی چې طالبان د روسیې له هغه لیسته باسي، چې د ترهګرو ډلو نومونه پکې شامل دي.

دا ګام به د روسیې لخوا د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو ته لاره هواره کړي.

 هم مهاله، روسي چارواکو په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کړی، خو طالبانو داسې غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې او خپل رژیم یې ټول شموله ګڼلی.

1 COMMENT

  1. آغلې ماريا زخاروفګلې،
    موږ خو له مخکې نه پوهېدو چې پاکستان لا وختي طالبان څو ځايه پلورلي وو.
    تاسې ته پته ده چې جهاديان، طالبان او داعشيان چا پيدا کړي؟ چا روزل؟ او چا پيسې ورکولې؟
    پاکستان چې کله اړيکي له ايران سره جوړ کړل، نو يوه ډله طالبان يې د خپل اعتبار پخولو لپاره پر ايران وپلورل او ايران ورته دا کار وکړ چې د پاکستان او روسيه ترمينځ اړيکې سره نژدې کړي او همدغسې هم وشول. روسان دوستان لا څه ان چې وروڼه شول او ګلان يې ورته په پاکستان کې غاړې ته واچول، نو دا اړيکې مو له هغه وخت راهيسې د طالبانو په پلورلو سره د ايران په مينځګړيتوب ټينګې شوې او ګوره چې همدې پاکستان همدا طالبان په چين هم پلورلي دي او د امريکا + ناټو ته خو يې راپيدا کړل چې ستاسې پر ضد يې وجنګوي. ايا تاسې په رښتيا هم غواړئ چې له طالب سره دوستي وکړئ؟ او ايا دا طالب چې پاکستان روزلی او شل کاله يې پخپلو نظامي قشلو کې ساتلی دی، ايا ستاسې به رښتيا په ښه راشي؟ د هغوی خو له کورونه هلته دي. کېنولي يې په کابل کې دي، خو د واک کيلي يې هلته له پنجاب سره ده. پنجاب خو پيدا کړی بل چا دی، نو څنګه پنجاب ستاسې دوست کېدای شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب