Homeخبرونهشل اوره جام: کاناډا په ۱۲ منډو ایرلنډ مات کړ

شل اوره جام: کاناډا په ۱۲ منډو ایرلنډ مات کړ

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) په نړیوال شل اوره حام سیالیو کې نن په اې ګروپ کې کاناډا آیرلنډ ته ماته ورکړه.

د دې سیالۍ پچه آیرلنډ وګټله خو غوره یې وبلله چې لومړی کاناډا توپ وهنه (بیټنګ) وکړي.

کاناډايي لوبډلې د شل اورونو په پای کې په داسي حال کې چې ۷ لوبغاړي یې بایللي وو، ۱۳۷ منډې وکړې.

آیرلنډ د کاناډا د ۱۳۸ منډو د هدف په وړاندې په شلو اورونو کې په داسي حال کې چې ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل، ۱۲۵ منډې وکړې. او دا سیالي یې په ۱۲ منډو وبایلله.

څو ساعته وروسته د افغانستان او نیوزیلنډ ټیمونه مخامخ کېږي.

د افغانستان او نیوزیلنډ سیالي د افغانستان د سهار په ۴ بجې پیلېږي.

سبا بله سیالي په ‌ډي ګروپ کې د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ د افغانستان د سهار په ۵ بجې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...