جمعه, جون 28, 2024
Homeخبرونهروسیې سره د امنیتي همکاریو پراختیا ته د کابل د رژیم چمتووالی

روسیې سره د امنیتي همکاریو پراختیا ته د کابل د رژیم چمتووالی

تاند (شنبه، د جوزا ۱۹ مه) د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري، چې په یوه سفر د روسیې سنپیترزبوګ ته تللی، ویلي د دوی رژیم له روسیې سره د امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه خبرو ته چمتو دی.

نوموړي د سن پیترزبورګ اقتصادي غونډې په څنډه کې د یوې مرکې پر مهال دا هم ویلي، چې دوی د روسیې لخوا د ترهګرو ډلو په اړه موجود لېست نه د طالبانو د نوم ایسته کېدو په تمه هم دي.

روسي چارواکو مخکې ویلي، چې له دغه لېست څخه د طالبانو په نوم لیرې کولو غور کوي.

دوی په دې اړه د عملي اقدام مشخصه موده نه وه په ډاګه کړې، خو د طالبانو رژیم یې له دې اعلان څخه تود هرکلی کړی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې طالبانو سره به یې د هېواد اړیکې پراخې شي.

هغه په عین حال کې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول اړین ګڼلي، خو طالب چارواکو په دې اړه غوښتنو ته د عمومي غبرګونونو پر مهال ویلي، چې داسې غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

1 COMMENT

  1. اوس اوس خلک کرا کرا له خوبه بېدارېږي او که لا هم ویښ نه دي، ویښ شئ! وروسته له دویم غربی نړیواله جنګ نه د یو یا بل ملک خبره نه ده! دا ټوله نړیواله خبره ده چه غربیان غوښتل چه ټوله نړۍ لکه مظلوم افریقا د دوی غلامان شي او باداري وکړي! خو قربان شم له پوهو خلکو له چین او روسیې نه چه کرا کرا یې ځانونه جای ته ورسولو چه نن صبا به د غربیانو ۳۲۰۰ کلنی رذالتونه او قتل و قتال جنګونو اچول او تخریبي سغاستې خپلو غلاؤ له خاطره د اتم بمبونو په زور نابوده کړي او جار شم له طالبانو نه چه په زیرکي اوس چین او روسیې سره نژدې همکاري کوي، ګوندې چه پوه دي چه د افغنستان امنیت د آسیا امنیت دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب