شنبه, جون 22, 2024
Home+د سږو د سرطان یوه نوي درمل ښه نتیجه ورکړې

د سږو د سرطان یوه نوي درمل ښه نتیجه ورکړې

تاند (شنبه، د جوزا ۱۹ مه) تازه ازموینو وښوده چې د سږو د سرطان یوه نوي درمل مرسته کړې چې د دې ناروغۍ په عام ډول اخته په سلو کې ۶۰ ناروغان له ۵ کلونو وروسته لا هم ژوندي وي او ناروغي یې پرمختګ ونه کړي.

دا درمل د ګولیو په بڼه جوړ شوي دي.

اناپلاستیک لیمفوما پروټین کنیز (ALK) د حجرو له ودې سره مرسته کوي. دا ماده له ALK جین څخه جوړه شوې، چې د (NSCKC) د سږو د حجرو د سرطان په شمول ممکن د ځینو سرطانونو تنظیمات بدل کړي، او په پایله کې یې ناروغي وده کوي او خپریږي. NSCLC د سږو د سرطان له دوو اصلي ډولونو څخه دی، چې د سږو د سرطان له 80 تر 85٪ پېښې د دې ډول سرطان دي.

Lorlatinib، چې د ALK مخنیوونکو درملو درېیم نسل دی، نوي درمل دي چې پر NSCLC د اخته ناروغانو لپاره د معیاري درملنې په توګه پیژندل کیږي.

یوه نوې نړیواله کلینیکي څېړنه چې د اسټرالیا په میلبورن کې د پیټر مککلم د سرطاني څیړنې په مرکز کې شوې، د ALK یا NSCLC په ناروغانو کې د اوږدې مودې ناروغۍ پر پرمختګ باندې د درملو اغیزې مثبتې، او د هغې پایلې یې خورا ښې بللي دي.

د دې څیړنې مخکښ څیړونکی بین سالومن وايي: دا پایلې غیر معمولي دي.

له درملنې څخه 5 کاله وروسته، 60٪ هغه ناروغان چې لورلاټینیب درمل یې خوړلي بې له دې چې ناروغي (سرطان) پکې پرمختګ وکړي، ژوندي دي، په داسې حال کې چې یوازې 8٪ هغه ناروغان چې کریزوټینیب یې اخیستي ژوندي وو. همدارنګه، په هغو ناروغانو کې چې نوي درمل ترلاسه کوي، د سرطان د پرمختګ یا مړینې خطر د 81٪ کم شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب