جمعه, جون 28, 2024
Homeخبرونهغني: جنګسالارانو د یاقوت او زمرودو قاچاق نه د کال سلګونه میلیونه...

غني: جنګسالارانو د یاقوت او زمرودو قاچاق نه د کال سلګونه میلیونه ډالره عاید درلود

تاند (شنبه، د جوزا ۱۹ مه) د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د داخلي جګړو پر مهال جنګسالارانو او اورپکو ډلو له یو شمېر سرحدي ولسوالیو څخه د یاقوت او زمردو د قاچاق له لارې هر کال تر دوه سوه  میلیونه ډالرو عاید درلود.

نوموړي پرته له دې، چې د کوم مشخص جنګسالار یا ډلې نوم واخلي، د بدخشان په نارامیو کې هم یو همېشنی دلیل د افغانستان کاني زېرمې ګڼلي او ویلي، چې جنګسالاران تل د دې ولایت له زېرمو د قانوني استفادې پر وړاندې خنډ وو.

ښاغلي غني په دې اړه نور او مشخص معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس طالب چارواکي نږدې هره میاشت د پنجشېر د یوه اندازه زمرد او یاقوتو د لیلام خبر ورکوي.

یو شمېر څارونکي د افغانستان په ناورین کې د کاني زېرمو نقش مهم ګڼي او وایي هم جنګسالاران، مافیا او هم سیمه ییز او نړیوال قدرتونه تل دغو زېرمو ته غله وو او د قانوني او سمې استفادې مخنیوی یې کړی.

پر اوسنیو طالب چارواکو هم وخت پر وخت له دغو زېرمو د ناوړه استفادې ادعاوې کیږي، خو دوی یې له ردولو سره ادعا کوي، چې کاني زېرمې یې خوندي کړي او له عوایدو یې مسوولانه استفاده کیږي.

2 COMMENTS

  1. THIS PEOPLES OF COUNTRY WHO SUPPORT WARLOARDS.
    WAR LOARD ALONE IS NOTHING.
    BUT PEOPLES ARE SHARE IN THE CORRUPTION,
    WHO WAS BEHIND QADEER/ BEHIND AZRATALI/WHO WAS BEHIND
    ATTANOOR/DUSTEM/ AND MORE
    PEOPLES GIVE VOTE TO WAKIL AND WAKIL START CORRUPTION LIKE MIR RAHMAN RAHMANY
    LOCAL PEOPLES ARE PART OF CORRUPTION,
    ONLY ONE STRONG GOVERNMENT CAN CONTROL THE COUNTRY LIKE T A L I B S
    THANK YOU

  2. اوس څه حال دی خبر یې غنی ګله چور او تالان شروع دی هر څه دې وحشیانو پخپله هم لوټ کړل او په پاکستان یې هم لوټوي. ستا دولت په فساد تورن و مګر دا مولیان رشوت خپل حق ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب