سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهلغمان کې سخته نښته کې افغان لوري او طالبانو ته درانه تلفات...

لغمان کې سخته نښته کې افغان لوري او طالبانو ته درانه تلفات اوښتي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د جګړې له امله لږ تر لږه ۱۱ ملي سرتېرو او ۲۳ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

تاند ته د ځايي سرچینو لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې جګړه له تېرې شپې راهیسې د علیشنګ ولسوالۍ د کوچیانو پر پوسته د طالبانو له برید وروسته پیل شوې ده، چې دواړو لوریو ته درانه تلفات په کې اوښتي دي.

 

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، دا برید شاته تمبول شوی دی خو د ملي اردو ۶ سرتېريو پکې ژوند بایللی او ۵ نور ژوبل دي: (( طالبانو ته هم په جګړه کې درانه تلفات اوښتي دي.))

 

بلخوا د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی هم تاند ته دا خبر تاییدوي و وايي، په نښته کې ۶ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

بلخوا طالبانو په نښته کې افغان دولت ته د درنو تلفاتو خبره کړې ده چې دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.

 

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو راپورونو له مخې د سولې له هوکړې وروسته طالبانو پر افغان ځواکونو نږدې ۴ زره بریدونه کړي دي چې دا په تاوتریخوالي کې د بېساري زیاتوالي ښودنه کوي .

طالبانو په دې وروستیو کې د بریدونو له زیاتولو سره هم مهاله د اوربند هر ډول غوښتنه غیر معقوله او غیر منطقي بللې ده.

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب