جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونههېواد کې له کورونا روغ شوي ۵۷۴ او ناروغان یې ۴۶۸۷ تنو...

هېواد کې له کورونا روغ شوي ۵۷۴ او ناروغان یې ۴۶۸۷ تنو ته ورسېدل

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې يې په ټول هېواد کې د ۷۰۹ مشکوکو سمپلونو له معاینې وروسته د کورونا ویروس ۲۸۵ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د یاد وزارت لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې سره ټول هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۴۶۸۷ ته لوړ شوی دی.

 

د وزارت په وینا، له ۲۴ ساعتونو راهیسې بیا هم تر ټولو زیاتې ۱۶۱ پېښې په کابل، ۳۰ په کندهار، ۱۸ په بادغیس، ۱۸ په لوګر، ۱۶ په ننګرهار، ۱۱ په کونړ، ۷ په هرات، ۵ په کندوز، ۵ په غور، ۵ په بامیان، ۲ په پروان، ۳ په هلمند، ۲ په نورستان او ۱ په میدان وردګو کې ثبت شوې ده.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا ویروس څخه د دوه تنه افغانانو په مړینه د ټولو مړینو شمېر ۱۲۲ ته رسېدلی دی.

همداراز ۱۶ ناروغان روغ کورونو ته ستانه شوي چې د روغو شویو کسانو شمېر ورسره ۵۷۴ ته رسېدلی.

 

تر دې دمه په کابل کې د کورونا ۱۲۵۷، په هرات کې ۹۰۱، په کندهار کې ۵۳۷، په بلخ کې ۳۵۵، په پکتیا کې ۱۹۹، په ننګرهار کې ۱۷۴ او په لغمان کې ۱۰۰ مثبتو پېښو ثبت ښيي چې دا ولایتونه له کورونا څخه زیات زیانمن شوي دي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب