جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبانو د افغان حکومت ۱۷ نور بندیان هم له خپلو شکنجه خونو...

طالبانو د افغان حکومت ۱۷ نور بندیان هم له خپلو شکنجه خونو خوشې کړل

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: طالبان وايي، تازه یې د افغان حکومت ۱۷ نور زندانیان له خپلو شکنجه خونو څخه خشوې کړي دي.

 

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه نن دوشنبه لیکلي چې دا ۱۷ زندانیان یې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې خوشې کړي دي او هر یو بندي ته یې د لارې کرایه هم ورکړې ده.

 

په دې سره د طالبانو لخوا د خوشې شویو افغان بندیانو شمېر له ۱۵۰ تنو څخه واوښت

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم وايي، تر اوسه یې ۱۰۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي دي او دا لړۍ به تر ۱۵۰۰ پورې ورسوي.

 

افغان حکومت پر طالبانو هم د بندیانو په خوشې کولو کې د چټکتیا راوستلو باندې ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې طالبانو سره د خبرو د ځنډولو هیڅ توجیه نه ده پاتې.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب