یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو د حقاني سلاکار له خپلې خاورې وایست

متحده عربي اماراتو د حقاني سلاکار له خپلې خاورې وایست

تاند(شنبه، د سرطان ۲۵ مه) د حقاني شبکي د کابل د عملیاتو غړی ګل اکبر خان اخوندخیل، چې اوس د کډوالو د چارو وزیر خلیل حقانی سلاکار دی، د متحده عربي اماراتو د پولیسو له خوا له توقیف کېدو وروسته کابل ته استول شوی دی.
له موضوع خبرو سرچینو تاند ته وویل چي ګل اکبر خان اخوندخیل درې ورځې وړاندې د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ته له رسیدو سره سم، پولیسو ونیوه او له ۴۸ ساعته تحقیقاتو  وروسته یې اقامه ورلغوه کړه او کابل ته یې واستاوه.
ګل اکبر خان اخوندخیل، چې د پکتیا ولایت د احمد ابا د مچلغو اوسیدونکې دی، څو کاله وړاندي د شاه شهید په یو ستره چاودنه کې، چي له کبله یې سلګونه کورونه ویجاړ او یا زیانمن شول او تر ۱۵۰ زیات کسان پکي ووژل شول، د لاس لرلو په خاطر د جمهوریت د ملي امنیت له لوري تر تعقیب لاندې و خو نوموړی دوبی ته و تښتید او ملی امنیت یې ورور نوات خان ونیوه چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره را خلاص شو او ګل اکبر خان هم وطن ته راستون شو.
 د ګل اکبر خان خپلوان وایي، د دوبۍ پولیسو نوموړي ته ویلي چې د حقاني شبکې په پیسو تجارت کوي.
د ملی امنیت یو پخوانی چارواکی وايي، ګل اکبر خان په کابل کې مارکیت درلود او د شاه شهید مېنې چاودنه په هغه کوماز لارۍ کې سهواً وشوه چی د ده په مارکیټ کې ولاړ و. اصلا ټاکل شوې وه چې لارۍ د چاودنې لپاره بل ځای ته یووړل شي.
د پخواني ملی امنیت چارواکو تاند ته وویل، ګل اکبر خان او د ولسي جرګې پخوانی غړی حیدر جان نعیم زوی مارکیت خاوندان ول.
د ملې امنیت پخواني چارواکي، چې د ګل اکبر خان قضیه یې څیړله ادعا کوي، ګل اکبر خان  د خپل کور د ښځو په ګډون د پکتیا په مچلغو کي نور بیګناه افغانان هم وژلي دي.
د شاه شهید چادونه چې د کابل تر ټولو ستره چادونه ګڼل کېږي، د سر و مال ډیر زیات زیانونه واړول.

په شاه شهید کې د ۱۳۹۴ د اسد په ۱۶ (د ۲۰۱۵ اګست) د شپې پر یوه بجه وشوه چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۵۱ کسان ووژل شول او لږترلږه ۴۰۰ نور ژوبل شول.

د افغانستان د هماغه مهال حکومت طالبان او په ځانګړي ډول حقاني شبکه په دې برید کې په لاس لرلو تورنه کړه خو طالبانو یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ چې دوی په دې برید کې لاس نه لري.

طالبانو په دې اړه چې ولې ځنډ په چاودنه کې لاس لرل ردوي، په یوه خبرپاڼه کې ولیکل، دغه برید د دوی بریدونو ته ورته نه و نو دوی نه غوښتل پرته له څېړڼې خپل نظر څرګند کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب