یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان د سوداګرۍ وزیر د سکرو د بیې د ټیټولو په...

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر د سکرو د بیې د ټیټولو په هدف کابل ته راځي

تاند(شنبه، د سرطان ۲۵ مه) ټاکل شوې ده چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر سبا کابل ته سفر وکړي او له طالب چارواکو سره د سکرو د بیې په اړه خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هیواد د سوداګرۍ وزیر به د یوه پلاوي په مشرۍ له طالبانو سره د سکرو د بیې د ټیټېدو او ترانزیتي مسلو په اړه خبرې وکړي.

طالبانو په وروستیو کې د سکرو پر صادراتو ګمرکي تعرفه لوړه کړه خو لا هم د دوی په وینا پاکستان ته هر ټن سکاره تر نړیوالې بیې ۷۰ ډالره په ټیټه بیه صادروي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د کراچۍ په بندر او د تورخم او غلام خان لارو او دروازو کې ٢٤ ساعته خدمتونه، د خدمتونو د آسانتياوو لپاره د زياتو بشري منابعو ګومارل، ډيورنډ کرښې ته څېرمه په افغانستان کې د بنسټیزو خدمتونو ښه والی او د ډبرو سکرو د بيې کمښت؛ هغه موارد دي چې ټاکل شوې ده دغه پلاوی به پرې له افغاني مقاماتو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د صادراتي سکرو د یو ټن بیه د ترانسپورت له مصرف سره ۲۸۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم وزارت د ویندوی عصمت الله برهان اوس په نړۍ کې د یو ټن سکرو بیه ۳۵۰ دالره ده. خو سره له دې چې پاکستان له افغانستان څخه د نړیوالو بازارونو تر بیې هر ټن سکاره ۷۰ ډالره په ټیټه بیه اخلي، لا هم غواړي چې افغانستان یې تر دې هم بیه ټیټه کړي.

دا پهداسې حال کې ده چې پاکستان له افغانستانه سکاره په ډالرو نه بلکې په خپلو روپیو اخلي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د سکرو ۸۰ کانونه موندل شوي خو یوازې له ۱۷ کانونو څخه سکاره استخراجیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب