جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کابل د زلزلې مرکز په سروبي ولسوالۍ کې و

د کابل د زلزلې مرکز په سروبي ولسوالۍ کې و

تاند (شنبه، د سرطان ۲۵ مه) یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۸ درجې و، نن ماسپښین کابل او د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه ولړزول.

د جرمني د زلزله پېژندنې څېړنیز مرکز د دې زلزلې، چې د ماسپښین په ۳ بجې او ۲۷ دقیقې وشوه، سرچینه په سروبي ولسوالۍ کې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې وبلله.

تراوسه پورې د دې زلزلې له کبله د سر و مال د تاوانونو په اړه حه نه دي ویل شوي.

د راپورونو له مخې، د زلزلې ټکانونه په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم احساس شوي دي.

تر دې مخکې د جون په ۲۱ مه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یوې شدیدې زلزلې تر ۱۰۰۰ تنو ډېر کسان مړه او شاوخوا ۲ زره نور ژوبل کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...