یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسرچینې: د حامد کرزي د اړوند ټلویزیون (کابل نیوز) مشر جيلاني ځواک...

سرچینې: د حامد کرزي د اړوند ټلویزیون (کابل نیوز) مشر جيلاني ځواک پاکستان ته پناه وړې ده

تاند( شنبه ، د سرطان ۲۵ ) ‏‏‏په پاکستان کې باخبره سرچينو تاند وېبپاڼې ته تاييد کړې، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د اړوند ټلویزیون (کابل نیوز) رییس او تر ټولو مهم کس غلام جیلاني ځواک د طالبانو له پرله پسې فشارونو وروسته له افغانستان څخه وتلی او پاکستان ته ېې پناه وړې ده.

یوې باخبرې سرچېنې تاند ته دا هم وويل، چې ښاغلی ځواک د ډیرو نورو افغان ژورنالیستانو او مشهورو څېرو په شان له پاکستان څخه کوم لویدیز هېواد ته د تلو په هڅه کې دی.

ویل کیږي، چې ښاغلي ځواک د کابل نیوز ټلویزیون له لارې د حامد کرزي د سياسي اجنډاوو لپاره تبليغات کول، خو طالبانو ورته ستونزې جوړې کړې وې او د فشارونو په پايله کې له هېواده وتو ته مجبور شوی دی.

غلام جیلاني ځواک د حامد کرزي د حکومت په وروستيو کلونو کې د نوموړي د دفتر د رییس عبدالکریم خرم په همکارۍ یو څېړنیز مرکز هم تاسیس کړی و، چې د حامد کرزي غیر رسمي سياستونه یې تبلیغول.

جیلاني ځواک او کابل نیوز ټلویزیون د عبدالکریم خرم د نورو رسنیو لکه: سپوږمۍ راډيو، ويسا، مسیر او دنيا ورځپاڼو تر څنګ د بې واکه شوي ولسمشر او جمهوري نظام خلاف په سختو تبلیغاتو تورن وو.

عبدالکریم خرم، کابل نیوز ټلویزیون او دغه راز طالبانو پاکستان ته د غلام جیلاني ځواک د پناه وړلو په اړه څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنيدو سره په سلګونه افغان رسنۍ تړل شوي او زرګونه کارکوونکي یې هېواد او فعالیت پريښودو ته اړ شوي او د جمهوري نظام سقوط په افغانستان کې د بیان ازادۍ سقوط هم ګڼل شوی.

طالبانو بیا ټینګار کړی، چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې رسنيو ته د بیان ازادي ورکوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب