یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه پلخمري کې په ترافیکي پېښه کې ۸ تنه مړه شوي

په پلخمري کې په ترافیکي پېښه کې ۸ تنه مړه شوي

تاند (شنبه، د سرطان ۲۵ مه) په پلخمري کې د یوه بس او ټرېلر د ټکر په نتیجه کې ۸ تنه مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت رسمي خبري اژانس باختر وايي، په دې ترافیکي پېښه کې یوولس تنه نور ژوبل شوي دي.

په پلخمري کې د روغتون ډاکتران وايي چې د ټپیانو حال نازک دی او احتمال شته چې د قربانیانو شمېر زیات شي.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې ډېرې کېږي ځکه چې له یوې خوا ډېری موټر چلوونکي ترافیکي مقررات نه رعایتوي او له بلې خوا لارې خرابې دي.

یو شمېر خلک بیا شکایت کوي چې ځینې موټر چلوونکي د چرس په شان مخدر مواد استعمالوي.

د اختر په ورځو کې په اروزګان ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې ټپیان شول.

د روان سرطان په لومړیو کې د کندهار د برېښنا شرکت دوه انجینران د هلمند – کندهار په لویه لار کې په ترافیکي پېښه کې مړه شول. له دې پېښې دوې ورځې وروسته په اروزګان کې ۴ تنه مړه او ۵ نور په ترافیکي پېښه کې ژوبل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب