یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهپه ۱۱ مياشتو کې د ۲۲۰ سلفي عالمانو وژل کیدل؛ ط-انو يې...

په ۱۱ مياشتو کې د ۲۲۰ سلفي عالمانو وژل کیدل؛ ط-انو يې ۵ تنه فاریاب کې نیولي

تاند( شنبه ، د سرطان ۲۵ ) ‏‏‏د سلفي يا اهل حدیث عالمانو ځینو سرچینو ویلي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په ۱۱ میاشتينۍ تازه موده کې تر ۲۲۰ پورې اهل حدیث یا سلفي عالمان وژلي دي.

يوه سلفي عالم په رسنیزه شوې ویډیو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې د دیني عالمانو د وژل کیدو له دوام او ظلم سره به یې نظام سقوط او له منځه لاړ شي.

په ورته وخت کې له فاریاب ولایت څخه راپورونه وايي، چې طالبانو په دې ولايت کې ۵ تنه سلفي يا اهل حدیث عالمان نیولي دي.

سرچېنې زياتوي، د طالبانو له لوري په فاریاب کې نیول شوي دیني عالمان بیرته خوشې شوي، خو تضمین ترې اخيستل شوی، چې دغې مذهبي نظريې لپاره به کار او فعاليت نه کوي.

طالبانو د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې په کابل کې د افغانستان د اهل حدیث عالمانو د شورا مشر شیخ سردار ولي ثاقب د نا څرګندو کسانو له لوري ووژل شو.

شیخ سردار ولي د حنفي مذهب له سرسختو منتقدینو ګڼل کیده او مذهبي تفرقو ته په لمن وهلو هم تورن و.

د‌ دوی سلفي نظريه چې په وهابيت هم مشهوره ده، په نظرياتي لحاظ داعش سره يو شان ګڼل کیږي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د سلفي ملايانو او مقتديانو خلاف ډېر اقدامات وشول او په خاص ډول ننګرهار او کونړ ولايتونو کې ادعا کیږي، چې طالبانو دغې نظريې سره د تړاو په تور لسګونه تنه له دې کبله ووژل، چې ګواکې داعشیان دي او يا دغې ډلې ته خلک روزي.

د سلفي نظريې يو شمېر کسانو په مختلفو ځایونو کې طالب مشرانو سره وهم لیدل او د انديښنو د رفع کولو ډاډ یې ورکړ.

سلفي مشران سره له دې ، چې په ښکاره څه نه وايي خو يوې سرچينې ېې تاند ته وويل، چې د شېخ سردار ولي په ګډون ګڼ نور مشران او لارویان یې طالبانو وژلي.

د دوی په وينا، له دې کبله د دوی سلګونه هم فکرانو افغانستان هم پريښی دی.

1 COMMENT

  1. دا دومره وژل بیا دعالم او متخصص د افغان مومن کار ندی۰
    د اسلامی نظام خادمان باید امت احیا کړی ؛ډلګۍ او حزبونه د امت کار نشی کولی ، بی له واحد امت څخه ،مسلمان د عزت ژوند نشی کولی ،او دا تحسبهم جمیعاَََ و قلوبهم شتی ۰۰۰۰۰ حالت د امت جوړیدو مخنیوی کوی او د اسلامی خلافت یا امارت مسئولیتونه دومره کم ندی چې یواځی
    د یوی بدویی مدرسی طلبه ورته اوږه ورکړی،دا فهم کافی نه بلکی شرموونکی او د اسلام د روح او اهدافو سره بیګانه دی ،که تاسی نه پوهیږی نوو د امت له متخصصینو پوښتنه وکړی، عالم مو تباه
    کړ ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب