شنبه, مې 18, 2024
Home+حریم شاه د ترکیې په هوايي ډګر کې ونیول شوه

حریم شاه د ترکیې په هوايي ډګر کې ونیول شوه

داودجبارخیل
د ګڼو رسنیو د راپورونو له مخې، د ټیک ټوکر او د ټولنیزو رسنیو پېژندل شوې ستورې حریم شاه خلیجي هېواد ته تر روانېدو مخکې د ترکیې په هوايي ډګر کې نیول شوې ده.
د جرمني دویچ ویلې” (DW Urdu) ویلي، حریم شاه له خپل مېړه سره د ترکیې په هوايي ډګر کې نیول شوې ده.
په راپور کې ادعا شوې چې له ټیک توکر څخه په زیاته اندازه سره زر او بهرنۍ کرنسي هم ترلاسه شوي دي.
همدا راز سما ټلویزیون په خپل راپور کې ویلي چې د ټیک ټوکر دا ستورې له خپل خاوند بلال شاه سره په داسې حال کې نیول شوې چې د ترکیې له هوايي ډګر څخه خلیجي هېواد عمان ته روانه وه.
په راپور کې ادعا شوې چې ټیک توکر له خپل مېړه سره د عمان پلازمېنې مسقط ته روانه وه، خو وروسته له هغې په هوايي ډګر کې ونیول شوه چې له هغې څخه ډېر سره زر او بهرني اسعار وموندل شول.
د راپور له مخې، له حریم شاه څخه د سره زرو او اسعارو تر موندلو وروسته د ترکیې د هوايي ډګر چارواکو هغه ونیوله او پلټنې یې پیل کړې، خو په راپور کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب