سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهقرغیزستان د افغانستان له پامیره ۴۰۰ قرغیز کورنۍ خپل هیواد ته بیايي

قرغیزستان د افغانستان له پامیره ۴۰۰ قرغیز کورنۍ خپل هیواد ته بیايي

تاند(یکشنبه، د سرطان۲۶ مه) قرغیزستان غواړي چې د افغانستان له پامیر څخه ۴۰۰ قرغیز کورنۍ خپل پلرني ټاټوبي ته ولېږدوي.

د قرغیزستان د کار، ټولنیزو چارو او مهاجرت وزیر کودایبرګن بازاریف ویلي چې دا ۴۰۰ کورنۍ، چې د افغانستان د بدخشان ولایت په پامیر کې په خورا بدو شرایطو کې ژوند کوي، خپل هیواد قرغیزستان ته انتقالوي.

تر دې پخوا په افغانستان کې مېشتو قرغیزانو څو ځلې د قرغیزستان له چارواکو غوښتي وو چې دوی ته اجازه ورکړي چې قرغیزستان ته لاړ شي ځکه چې پر منځنۍ اسیا د روسانو د یرغل په مهال له خپل اصلي هیواده یې افغانستان ته مهاجرت کړی و.

د روسي او تاجک څېړونکو د څېړنو پر اساس، پر منځنۍ اسیا د روسانو د یرغلونو په مهال له اوسني تاجکستان، قرغیزستان، ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان څخه له ۸ لکو تر یو میلیون خلک افغانستان ته مهاجر شول.

د قرغیزستان د حکومت د معلوماتو له مخې، څلور سوه کورنۍ، چې دوی غواړي خپل هیواد ته یې ولېږدوي، ټولټال ۱۵۰۰ تنه کېږي او په پام کې ده چې تر ۲۰۲۴ پورې له افغانستانه وایستل شي.

دا کسان به له افغانستانه تر ایستل کېدو وروسته د قرغیزستان په اوش ښار کې دېره کړای شي.

د قرغیزستان حکومت د دغو کسانو د لېږدلو او مېشتولو لپاره ۳ میلیون ډالره بودجه په پام کې نیولې چې په دوو کلونو کې به ولګول شي.

2 COMMENTS

  1. که دا خبر رښتیا وي ، زمونږ دغه ښکلې سیمه به له وګړو تخلیه شي ، هیله ده چې دا کار ونشي ، اوکه احیانا هغوی په رښتیا خپل وطن ته ځي ، نو دولت او د هېواد واکمنان باید هلته نور افغانان مثلا زمونږ کوچیانو ته مځکې ورکړي ، د ژوند شرایط او سهولتونه ورته برابر کړي.

  2. کچیری دا نور د منځنی اسیا هیوادونه هم همداسی یو غیرتی اقدام وکړی او خپل مهاجر بیرته وغواړی ، نو دا به هم د افغانستان د خلکو په ګټه وی اوهم به د یو څو نورو افغانانو کورونیو ژوند ورسره ښه شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب