یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د ماشوم ارواپوهنه؛ د لوبو احساساتي ارزښت

د ماشوم ارواپوهنه؛ د لوبو احساساتي ارزښت

لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف

ژباړه: رحمت شاه فراز

(اتمه برخه)

———————————–

د لوبو احساساتي ارزښت

دا چې د لوبو خوځښتونه او لېوالتیاوې ماشوم هوسا کوي، نو کله چې دی لوبه پیلوي نو تر پایه پورې په ټوله توجه او پام پکې بوخت وي. له لوبو نه دی بې اندازې ارامتیا ترلاسه کوي. د راتلونکي بالغ ژوند ځانګړنې لکه پر ځان کنټرول، پر ځان باور، زغم، نوښتګر فکر، خبره منل، همکاري کول او رهبري، د لوبې د ډګر له خوشالۍ او هوساینې څخه سر را پورته کوي. د ژوند له ربړو څخه د لریوالي او د بدني او ذهني خوشحالۍ او خوښۍ له امله د نوموړي په روغتیا او شخصیت کې توازن رامنځته کېږي. د روغ شخصیت د ودې او غوړېدا لپاره د لوبو له ډول ډول لېوالتیاوو خوند اخیستل د ماشومانو لپاره ډېره زیاته اړینه ده. تفصیل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب