لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
(اتمه برخه)
———————————–
د لوبو احساساتي ارزښت
دا چې د لوبو خوځښتونه او لېوالتیاوې ماشوم هوسا کوي، نو کله چې دی لوبه پیلوي نو تر پایه پورې په ټوله توجه او پام پکې بوخت وي. له لوبو نه دی بې اندازې ارامتیا ترلاسه کوي. د راتلونکي بالغ ژوند ځانګړنې لکه پر ځان کنټرول، پر ځان باور، زغم، نوښتګر فکر، خبره منل، همکاري کول او رهبري، د لوبې د ډګر له خوشالۍ او هوساینې څخه سر را پورته کوي. د ژوند له ربړو څخه د لریوالي او د بدني او ذهني خوشحالۍ او خوښۍ له امله د نوموړي په روغتیا او شخصیت کې توازن رامنځته کېږي. د روغ شخصیت د ودې او غوړېدا لپاره د لوبو له ډول ډول لېوالتیاوو خوند اخیستل د ماشومانو لپاره ډېره زیاته اړینه ده.
په کور او ښوونځي کې د لوبو زمینه برابرول
«لوبې د زده کړې په لاره کې خنډ پېښوي.» په تېر مهال کې دغه دقیانوسي تعلیمې نظریې ډېر زیات په ناسمه لاره روان کړي وو، خو د خوښۍ ځای دی چې اوس ښوونکي او والدین په دې حقیقت پوه شوي دي چې د ماشومانو ښوونیز ژوند باید له خوشحالیو نه ډک وي. د ناپوهه ښوونکو د ظلم او تشدد له کبله ماشومان له ښوونځي نه په وېره کې وي اوکرکه ترې کوي، له درس ویلو ترهېږي او د جرایمو او ټولنې ضد اعمالو تمایل پکې زیاتېږي. اوسمهال د ښوونځي په دوره کې لوبو او تفریح ته ډېر زیات ارزښت ورکول کېږي، تر څو ماشوم خپله تازه ټوکېدلې انرژي په خوندورو بوختیاوو کې ولګوي.
لوبغاړي ماشومان په ټولګي کې له خپلو ټولګیوالو سره ډېره کمه شخړه او لانجې کوي. د لوبو په ډګر کې ترلاسه کړې خوشحالي او کاري خپلواکي په ماشوم کې ذهني او احساساتي انډول رامنځته کوي. په دې سربېره، له نورو سره د لیدو کتو او تر ځان پوه کس نه د یو څه د زده کړې شعور يې هم پخېږي. دا سمه ده چې په ټولګي کې ماشومان د کلچر او تمدن له معیارونو سره بلدېږي، خو له یو بل سره د همکاري، خواخوږي او زړورتیا په څېر ځانګړنو عملي روزنه یوازې د لوبو په ډګر کې ترلاسه کېدی شي. د لوبو ډګر د ماشومانو لپاره تر ټولو غوره ډیموکراتیک ښوونځی دی. د نړۍ یو ښوونځی هم د لوبغالي له مرستې پرته د ماشومانو د مناسبې ښوونې او روزنې فریضه په بریالیتوب نه شي سرته رسولی.
د لوبو تعلیمي ارزښت
دا تواهم هم بې بنسټه دی چې که د ښوونځي چاپېریال خوښي بښوونکی وي، نو د ماشومانو د ښوونې و روزنې موخه له منځه ځي. تفریح کومه بې ګټې بوختیا نه ده. لوبې خپل منل شوی تعلیمي ارزښت لري. د مبارزې په لوبو کې ماشوم د سرښندنې، خپلواکي او زړورتیا عملي روزنه ترلاسه کوي. د پاملرنې او زیارکښۍ همدا روزنه له نوموړي سره د کتابونو په پوهېدو کې لویه مرسته کوي؛ له همدې امله د هغو ښوونځیو د ازموینو پایلې هم عموماً ډېرې ښې راوځي، چې پر لوبو، ډرامو، انځورګرۍ، موسیقۍ او نورو ښکلو هنرونو هم ډېر ټنیګار کوي. د لوبغاړوالي احساس له ماشوم سره د یوه بریالي زده کوونکي په جوړېدو کې ډېره زیاته مرسته کوي او د ښوونې په غوټو باندې د ښه ترا پوهېدو او د ښوونځي دنده په خوشحالۍ سره د پای ته رسولو عادت ور لوېږي. که د لوبو دې تعلیمي اړخ ته مناسب اهمیت ورکول شي، نو زموږ د ښوونیز او روزنیز نظام ګڼې نیمګړتیاوې هوارېدلی شي.
د لوبتوکو مسایل
د ماشومانو لپاره د لوبو مناسب توکي چمتو کول د والدینو لپاره یو پېچلی مسؤلیت دی، د لوبتوکو د پېر پر مهال دې ټکي ته باید پام وشي چې ماشومانو ته به يې څه ګټه رسېږي؟ پکار نه ده چې والدین یوازې د خپلې خوښې لوبتونکي ماشوم ته وټاکي، بلکې د ماشومانو لیدلوری دې هم په پام کې ونیسي. هڅه دې وشي چې په ښایست او زړه راښکونتیا سربېره لوبتوکي تر ډېره وخته پورې له ماشومانو سره پاتې شي. د ماشومانو لپاره د لوبتوکو د اخیستلو پر مهال لاندې ټکي له والدینو سره ډېره مرسته کولی شي:
۱) د ماشوم له کچې سره سم: لوبتونکي باید د ماشوم له ذهني او بدني کچې سره برابر وي او د هغوی اړتیاوې پوره کړي. مثلاً شپږ میاشتني ماشوم ته په کیلي ځغاستونکی موټر یو نامناسب او ستونزمن لوبتوکی دی، نو ځکه یوه کوچنۍ لښته یا د لرګي یو ووړ غوندې لوبتوکی يې هم بس دی.
۲) غوره، ښایسته برېښېدونکي او زړه راښکونکي: د لوبتوکو شمېر دې کم وي، خو ښه، ښایسته ځلېدونکي او زړه راښکونکي لوبتوکي پېرل له ډېرو خو بېکاره لوبتوکو ډېره بهتره ده. لوبتوکي چې ډېر شي، نو ماشوم بې پروا غوندې شي. بل خوا، د لوبتوکو د ډېرښت له کبله د یوه لوبتوکي په بېلا بېلو اجزاوو غور او فکر کول او د هغه د پرزه پرزه کولو او ترمیم مینه يې په کمېدو شي.
۳) کلک او پایداره: لوبتونکي باید کلک او پایداره وي. له نه پاتېدونکو او ژر خرابېدونکو لوبتوکو سره د لوبو له امله په ماشوم کې د بد مزاجۍ او تنګ خلقۍ پیدا کېدو احتمال رامنځته کېږي.
۴) د پاکوالي ارزښت: داسې لوبتوکي اخیستل ښه وي چې په اسانه پاک شي تر څو ماشوم له چټلیو لرې وي.
۵) د ساتېري بېلا بېل امکانات: پکار ده چې داسې لوبتوکي هم واخیستل شي چې ماشوم ورسره په څو طریقو ولوبېدی شي. مثلاً د لرګي بلاکونه – چې ماشوم ترې کتارونه جوړولی شي؛ چوترې، کور، هټۍ، دفتر، بګۍ او کروندې او داسې نور شیان هم ترې جوړولی شي. ځینې ماشومان ور باندې د نښې ویشتنې لوبه هم ترسره کوي.
۵) د رنګارنګۍ ګټه: که له ماشوم سره د یوازې لوبېدو، په ډله کې د لوبېدو، د کور دننه او بهر لوبېدو او لنډه دا چې د ډول، ډول لوبو لپاره څه نا څه لوبتوکي وي، نو دغه تنوع ماشوم ستړیا ته نه پرېږدي. خو د یو ډول لوبې پرېښمانه توکي اخیستل ښه خبره نه ده.
۷) د ماشوم د ضد لوبتوکی: کله نا کله دې یو نیم داسې لوبتوکی هم ماشوم ته واخیستل شي، چې په ښکاره یې کومه ګټه نه وي، خو ماشوم پسې ډېر زیات ضد کوي؛ نو په دې ډول به ماشوم داسې نه احساسوي چې ګنې د ده هیلې رژول کېږي.