د امریکا د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
یو امریکایي قسمت نووي لندن ( نوي لندن) ته را وست. هغه د پسرلي په باراني ماښام کې دلته راغی او ویې غوښتل چې په رستورانت کې ځان تود کړي خو په رستورانت کې د تودو بخاریو څنګ ته د یوه تن د کېناستو ځای هم نه و. د پسرلي په ساړه ماښام کې باید هم همداسې وي. د هېچا په خیال کې هم دا نه را ګرزېدل چې راغلي سړي ته خپل ځای پرېږدي او یا هم ټول لږ سره نږدې شي چې هغه ته د کېناستو ځای پیدا شي.
راغلي ستړي امریکایي د رستورانت خاوند ته په لوړغږ وویل چې د ده آس ته خواړه وروړي او زیاته یې کړه چې آس ته تازه کبان وروړي خو لږ ډېر! هغه خپله خبره بیا تکرار کړه او تر هغو یې د رستورانت خاوند ته خپله غوښتنه تکراروله چې هغه د نوي راغلي مېلمه په غوښتنه پوه شوی نه و. د رستورانت خاوند چې د مېلمه پهِ غوښتنه پوه شو سمدلاسه یې د خوړو په تیارولو پیل وکړ او پخپله یې تازه کبان د خپل مېلمه آس ته وروړل.
د رستورانت په خاوند پسې ټول مېلمانه چې نه یې غوښتل د تودو بخاریو له څنګ څخه پورته شې او نوي راغلي ته ځای ورکړي، روان شول ترڅو وګوري چې آس به کبان څرنګه خوري.
د رستورانت خاوند لږ شېبه وروسته نوي راغلي مېلمه ته چې اوس په یو آرمه چوکۍ د تودې بخارۍ څنګ ته ناست و راغی او ورته ویې ویل چې آس خو کبان نه خوري. امریکایي سوړ اسوېلی وایست او ویې ویل:
– بېوزله کم عقل څاروی! د ژوند په خوښیو نه پوهېږي.
ښه، نو کبان ما ته راوړه! ته به ووینې چې زه له هغوی سره څه کوم. هو رښتیا، امریکایي هر وخت له ستونزې څخه د وتلو لار پیدا کوي.