سره له دې چې له والدينو ځينې ځانګړنې په ارثي ډول اولادونو ته لېږدي، خو بيا هم مور و پلار بايد هڅه وکړي چې د ماشومام شخصيت داسې وروزي چې له محيط او ټولنې سره توافق وکړای شي او دا توان ورکې وي چې ځان له ورځنيو ستونزو وژغوري، همدارنګه په دې وتوانېږي چې څنګه په خپل روان کنټرول ولري او د يوه فعال انساني شخصيت څښتن شي ، موږ به پدې ليکنه کې داسې ټکو ته اشاره وکړو چې د ماشوم په شخصيت مثبت تاثيرات لري .
اروا پوهنه وايي شخصيت د انسان ټولو ځانګړونو ته وايي هغه که د عمر په هره دوره او هر وخت کې وي . نو د دې تعريف په آساس ويلی شو چې انسان په هر سن او هر وخت کې د شخصيت لرونکی دی ، د ارواپوهانو په اند د انسان شخصيب له پيدايښته آن د عمر تر ورستۍ سلګۍ د بدلون او تکامل په حال کې دی، پدې آساس نه شو ويلی چې يو انسان دې ثابت او تغير نه منکونکی شخصيت ولري دغه شان شخصيت په يوه شاو روز کې بدلون مومي .
زيات عوامل شته چې د ماشوم د شخصيت په وده او تکامل کې کارنده ونډه لري او دغه عوامل د ماشوم په درک، ذوق … او توان پورې تړلي دي .
په ماشوم کې د شخصيت وده له دوه کلنۍ وروسته پيليږي. په ړومبيو وختونو کې شخصيت بايد په ډېر آساسي ډول ورزول شي او زياته پاملرنه ورته پکار ده . راځئ همدې موخې ته د ورنږدې کېدو په پار يو څو طريقې، او اصول ولولو.
ماشوم د شخصیت څښتن دی
هر انسان مشر وي که کشر خپل شخصيب پرې ګران دی، دی غواړي چې د نورو د احترام قابل وګرځي او همدارنګه يې شخصيت په کور، ښونځي او ټولنه کې خوندي وي . د شخصيت ساتنې دغه علاقه د يوې ټولنې په هر وګړي کې ليدل کيږي . شخصيت لرل د انسان يوه زاتي غوښتنه ده او ټول انسانان ورته پابند دي .
کله هم بايد داسې ونه وايو چې ماشومان نه پوهيږي او دا بايد ومنو چې ماشومان هم د احترام او شخصيت يو ځانګړی مقام لري، نو والدين بايد د ماشومانو شخصيت محترم وبولي او په ځانګړې توګه د ټولګيوال، همزولي او ملګري په وړاندې يې توهين نکړي .
دغه راز د اسلام په مقدس دين کې هم د انسان د احترام او شخصيت قوانين خوندي دي .
په زياتو اسلامي رواياتو کې په لويانو ټينګار شوی چې د ماشومانو شخصيت ته په درته سترګه وګوري ، او د امکان په صورت کې د ماشوم شخصيت ته رشد ورکړي. لويان بايد له ماشومانو سره په ډېر دقيق ډول چلند وکړي او د ماشومانو په شخصيت روزنه کې موثر ګامونه واخلي .
ماشومان يې له والدينو زده کوي
که ماشوم د يو باشخصيته، مومن، اجمتاعي او مفکر پلار زوی وي، چې نور خلک يې په ښه نوم يادوي او احترام ورته کوي يا له نېکو خلکو سر ه اړېکې لرې … نو ماشوم هم پدې فکر کې کيږي چې ځان د پلار غوندې جوړ کړي يا د خپل پلار غوندې رول ولوبوي. لور هم دغسې در واخله مګر لور بيا د مور تقليد زيات کوي. کله چې مور يوه مومنه، باشخصيته، هوښياره او بيداره ښځه وي نو لور ګانې هم ور ورته کيږي .
خو داهم بايد هر نکړو چې په شخصيت وراثت او محيط هم تاثیرات لري، تجروبو ښودلې هغه ماشومان چې مور او پلار يې پرهېزګار، مينه ناک… او ښه خلک دي که دوی له مور و پلار لرې په يوه نا آشنا محيط کې هم را لوی شوي، خو بيا يې هم د مور پلار ځانګړنې لرلې دي . دا چې ماشوم معمولا تر بلوغ پورې د مور او پلار سره په يوه کور کې ژوندي تيروي نو مور او پلار بايد په خپلو خواصو او عادتو کې مثبت بدلون راولي او اولادونو ته ځانونه ښه ثابت کړي يا د خپلو ماشومانو په وړاندې سم رول ولوبوي .
څنګه يو باشخصيته ماشوم ټولنې ته وړاندې کړو؟
ډېری پلورونه پوښتنه کوي چې له ماشوم سره بايد څنګه چلند وشي تر څو باشخصيته ستر شي، پدې برخه کې به موږ هڅه وکړو چې ديني روايتونه او همدارنګه د روانشناسانو ويناوې تاسې ته وړاندې کړو.
۱ ــ احترام کول :
د ماشوم د فکري او شخصيتي ودې، د ده آزادی د حس او په ځان د باور د روحيي د پياوړتيا او نمو يوازينۍ لاره متقابل احترام دی . ماشوم چې کله نړۍ ته سترګې وغړوي په لومړي ځل له دنيايي محيط، چال چلند ، د کورنۍ له غړو يا مور او پلار سره آشنا کيږي .
که ماشوم له هماغه اوله احساس کړي چې پدې کورنۍ کې د هر احترام خوندي دی، توهينول او تحقيرول نشته، مشر کشر ته کشر مشر ته احترام کوي نو دی ددې تر څنګ چې احترام کول زده کوي باشخصيته را لويږي .
که غواړئ ماشومان تاسې ته توهين ونکړي، نو تاسې هم دوی مه توهينوئ ، چې له بده مرغه ډېری ميندې او پلرونه لدې اړخه کمزوري دي. نو دا په ياد وساتئ څه چې ماشوم ته څه ورکوئ هماغه به بېرته اخلئ .
د ماشوم تحقيرول او تحيد ول او دغه راز بې احترامي يې پکار نده ، رسول الله (ص) فرمايي : خپلو ماشومانو ته نېک آداب او اخلاق ور زدکړئ او د شخصيت څښتن يې کړئ .
۲ ـ ماشوم ته ځينې صلاحيتونه ورکول :
ماشوم هم د لويانو په څېر غواړي چې په کور او يا چاپيريال کې ځان د يوه فعال کس په توګه احساس کړي. د ماشونو دا نه خوښيږي چې د نورو په اوږو بار وي او تيار خواره و اوسي. نو پدې آساس بايد ماشومانو ته هم يو حساب کتاب موجود وي يو مسئوليت ور په غاړه شي تر څو دوی ځان محدود او اضافي يا بې اثره احساس نکړي.
پدې برخه کې مور او پلار ته لازمه ده چې ځينې واړه کورني مسئوليتونه خپلو ماشومانو ته ور په غاړه کړي، د غه ډول کړنې د ماشوم په شخصيت روزنه مثبت اغيز کوي او همدارنګه ماشومان بامسئوليته، د ژوند په چارو کې دقيق، له محيط سره سازګار … را لويوي او له خپلو تجربو د ګټې اخستو چل زدکوي .
۳ ــ د آدابو مرعاتول
له ماشومانو سره مودبانه چلند، که څه هم چې د ډېر کم عمر وي خو بيام د ماشوم په شخصيتي وده کې مهم رول لري، خو له بده مرغه چې زياتره والدين له دغه ټکي ناخبره دي او په تېره بيا له ماشومانو سره په خبرو اترو کې آداب نه مرعاتوي .
هغه ميندو او پلرونو ته چې د خپلو اولادونو د سرلوړئ او عزت آرزومن دي سپارښتنه کيږي چې له خپل ماشوم سره د يوه محترم شخص او يوه واقعي ملګري په توګه چلند وکړي او ورسره په پوره ادب خبرې وکړي.
کله چې غواړئ ماشوم ته خپله غلطي او تېروتنه وښيۍ، نو په پوره نرمۍ او حوصله مندۍ ورته مخاطب شئ ، ځکه چې پدې ډول ستاسې خبرې تر جديت زياته اغېزه کوي او ورسره د ماشوم شخصيت ته صدمه هم نه رسيږي، د نورو په مخ کله هم خپل ماشوم مه توهينوئ او په دې ډول هغه په روحي بېمارۍ مه اخته کوئ. ماشوم ته هېڅ کله شرمونکې او بدې خبرې مه کوئ ، داسې خبرې نه يوازې دا چې ستاسې شخصيت او احترام ته صدمه رسوي، بلکې ماشوم هم پست، ګونګ، کم جرئته او زبون وهلی کوي او له همدې عادتونو سره رالويږي .
۴ ــ ښکلې او مناسب جامې
د ماشوم په شخصيت روزنه کې يو بل هم عامل جامې هم دي، رنګارنګ ښکلې او په زړه پورې جامې او هغه جامې چې لويان يې اغوندي ماشوم يې هم د اغوستو هيله لري، کله چې ماشوم نوې جامې يا بوټان په پښو کړي هماغا لحظه خپلو همزولو ته وايي : وګورئ چې جامې او بوټان مې ښکلي دي … که د ماشوم لباس ښايسته وي د خپلو ملګرو او همزولو لخوا ستايل کيږي… چې په پايله کې دی د لوی والي له احساس برخمن کيږي او دغه لوی والی او تصور د ماشوم په شخصيب فوق لعاده مثبت اثر پرېباسي . نو والدينو ته توصيه کيږي چې ماشوم ته داسې لباس واخلي چې د خپلو همزولو لخوا وستايل شي نه داچې پخپله يې خوښ وي او د ماشوم خوښ نه وي.
۵ ـ په ماشوم نېک نوم اېښودل
ارواپوهنه وايي : کله چې په ماشوم نوم اېښودل کيږي له زېږدو مخکې ياوروسته ممکنه ده دماشوم لپاره يو رواني خطر ولري . دغه خطر يوازې په نوم کې نه بلکې په تخلص يا لقب کې هم ليدل شوی، ځينې کورنۍ بيا د ماشوم خپل اصلي نوم هم بدلوي مثلا نورمحمد ــ نوری بولی چې دا هم يوه لويه تېر وتنه ده .
نو ښه داده چې په يو ټولنه کې رايج او عام نومونه چې هم ښکلي وي او هم ښې معناوې ولري په ماشومانو کيږدو، تخلص بهتره دی چې ماشوم يې خپله چې کله لوی شي ځان ته وټاکي . که نوم او تخلص د ماشوم په خوښه نه وي برابر نو دی ور باندې ظهيرېږ او د شرم احساس کوي او دغه احساس د ماشوم په شخصيت منفي اثر کولی شي.
۶ ــ له ماشوم سره مشوره کول
ماشومان هم د لويانو په شان غواړي چې په خپلو مربوطه کارونو کې مشوره ورسره وشي او نظرونه يې واورېدل شي، دغه چاره هم ددې لامل کيږي چې دوی ځانونه مهم او د ښه شخصيب څښتن وبولي. ميندې او پلرونه بايد لدې ټکي غافل نه وي، آن که ماشوم ونه غواړي بيا هم بايد مشوره ورسره وشي.
دغه راز له مشورې ورسته د ماشوم نظر پوښتنه هم د ماشوم په شخصيب روزنه کې زيات اهميت لري، که د ماشوم نظر غلط هم وي بايد په جدي ډول رد نشي، د ماشوم نظرياتو ته احترام کول پکار دي. دغه ډول چلند هم په خپل وار ښې پايلې لرلی شي .
۷ ــ ماشوم له عدالت سره آشنا کول
ماشومان بايد د عدالت مزه وګوري ، د عدالت ښېګڼه لمس کړي او دا بايد احساس کړي چې عدالت د ټولنې يو مهم اصل دی چې په وړو چارو کې هم بايد توجه ورته وشي .
۸ ــ له ماشوم سره په ژمنه وفا کول
ماشومان چې خپلې ټولې ستونزې او غوښتنې د والدينو لخوا پوره کېدونکې ګڼي او په مور و پلار پوره باور لري نو مور و پلار ته لازمه ده چې د ماشومانو دغه اعتماد مات نکړي او شخصيب ته يې پدې طريقه صدمه پېښه نکړي . يو مهم اصل چې د ماشومانو او والدينو ترمنځ دغه ډول اړيکه محفوظه ساتي هغه په خپلو ژمنو وفا کول دي، چې بايد په هېڅ ډول له ماشوم سره وعده خلافي ونشي.
۹ ــ ماشوم له ستونزو سره آشنا کول
امام موسی بن جعفر وايي : بهتره ده ماشوم په کوچنيوالي کې د ژوند له ځينو ستونزو سره مخامخ شي، تر څو ځواکمن، حوصله ناک او صابر لوی شي او د استقامت څښتن وي .
لوی اسلامي عالم خواجه نصرالدين طوسي وايي : اړينه ده چې ماشوم په مشکلاتو روږدی شي، له بې تکليفه ټولنې او د ژوند له اکثره سهولتونو لرې وساتل شي، زيات خوب ته پرېنښودل شي … ځکه چې د ژوند ستونزې او مشکلات يې ذهن پياوړی کوي .
۱۰ ــ د ماشوم مچو کول
له ماشوم نه مچو اخستل ماشوم ته د مينې تر ګردو غښتلی سند دی، د اولاد مچو کول په ډاګه کوي چې مور و پلار پرې مهربانه دي، پدې ډول ماشوم مينه پال لويږي او د مينې ونه يې په وجود کې ريښې کوي او ورسره د ماشوم شخصيت مثبت بدلون مومي .
۱۱ ــ له ماشوم سره ماشوم کېدل
له ماشومانو سره د اړيکو نيولو په وخت مهمه ده چې د دوی په سويه برابر چلند وشي او له وړې او ماشومې ژبې کار واخستل شي، ځکه ماشوم له ماشومانو ښه زدکړه کولی شي .
۱۲ ــ ماشوم ته سلام اچول
ماشوم که څه هم ماشوم دی خو دی ځان وړکی نه بولي او د نورو لخوا سلام اورېدل د احترام نمونه بولي. رسول الله (ص) فرمايي : پنځه شيان به تر مرګه هېر نکړم … چې يو له هغو ماشومانو ته سلام اچول دي ، د دې کار په کولو هيلمن يم له ماوروسته به هم دغه سنت دود ومومي او د مسلمانانو په منځ کې به پاتې شي .
پای ۹۳-۳-۷
څرنګه کولای شو د ماشومانو تر منځ د ناسالیم رقابتونو مخه ونیسو؟