
د ښوونځي د مدیر لیکونه: لسم لیک
نن سبا د ماشومانو قرارول ډېر اسانه شوي، بس جیب ته لاس کړه او موبایل ورته راواخله، نور نو ماشوم قرار دی. اوس چې په هر کور کې ځیرک موبایل موجود دی، نو د ماشومانو لاسرسی ورته ډېر شوی. دوۍ ډېری وخت د پلار، تره، نیکه او ورور موبایل کاروي. ځینې کورنۍ خو داسې هم شته چې خپلو اولادونو ته یې ځانګړي ای پاټ اخیستي.
موږ خپلو اولادونو ته په څلورو دلایلو د موبایل واک ورکوو: لومړی: غواړو خوښ یې وساتو. دویم: له شوخۍ او ورانۍ څخه یې راګرځوو. درېیم: د ده همضولي ځیرک موبایلونه لري، که یې دی ونلري، نو د کمترۍ احساس به وکړي. څلورم: زموږ ماشوم باید له ټیکنالوژي سره بلد شي. دې موخو ته د رسېدو یوازینۍ لار موبایل نه دی، که موبایل موږ دې موخو ته وهم رسوي، خو ګڼ نور تاوانونه لري.
ماشومتوب چې د ژبنیو مهارتونو د ودې اساسي وخت دی، که په دې وخت کې ماشومان ډېر سکرین/ موبایل وګوري، نو ژبه یې بې حرکته پاتې کېږي. په دې سره د دوۍ ژبني مهارتونه وده نه کوي. د ماغزو هغه برخه چې ژبینو مهارتونو ته ځانګړې شوې، همهغسې ماشومه پاتې کېږي.
په موبایل کې وېډیو کتل یا ګېم کول تر ډېره فردي فعالیت دی. که نور خلک درسره وي او یا نه، ته یې ترسره کولی شې. دا کار د ماشومانو ټولنیزتوب زیانمنوي. دوۍ ملګري نشي پیدا کولی. کوم ماشومان چې ډېر ځیرک موبایل کاروي، د دوۍ مجلسونه او خبرې اترې نه خوښېږي. تر ډېره له خلکو جدا وي. څرنګه چې په دې ماشومانو کې ټولنیزتوب کم وي، نو ژر احساساتي کېږي. دوۍ ډېر جدي وي، کله خو لا تر ځان کوچني ماشومان وهي.
بله عمده تاوان چې ماشومانو ته د ځیرک موبایل له استعمال څخه رسېږي، هغه د وجود زیانمنېدل. د موبایل شعاعوې د ماشوم خوب ګډوډوي او سترګې یې خرابوي. کله چې ماشومان په موبایل روږدي شي، نو وزن یې زیاتېږي، روغتیا ته یې خطر پېښېږي. ځینې طبي ادارې شک لري چې د موبایل ډېر استعمال په ماشومانو کې د سرطان خطر زیاتوي.
د ځیرک موبایلونو ډېر استعمال ماشومان له خپلې دنیا څخه پردي کوي. دوۍ ته چې په وېډیوګانو کې کومه نړۍ ښکاري، همدا نړۍ خپل ذهن ته سپاري، د همدې وېډیوګانو پر اساس په تخیل کې یوه نړۍ جوړوي. هغه نړۍ چې دی په کې اوسېږي او هغه نړۍ چې د ده په تخیل کې دی، توپیر سره لري. دا ستونزه تر ډېره په تنکیو ځوانانو کې وي. څومره چې د ځوان د تخیلي دنیا او حقیقي دنیا ترمنځ واټن زیاتېږي، په همهغه اندازه د ده اضطراب او رواني ستونزې هم ډېرېږي.
که ووایو؛ اوسنی ماشوم بدبخته دی چې د ځیرک موبایل په وخت کې پیدا شوی، نو بده به نه وي. خو موږ کولی شو، چې ماشوم له هغو خطراتو خوندي کړو چې ځیرک موبایل یې پېښوي. تر ټولو مهمه دا ده چې د ماشوم عمر ته په کتو، هغه ته د ځیرک موبایل د استعمال موقع ورکړو. هغه ماشومان چې له دوو کالونو کم عمر لري، باید بېخي ځیرک موبایل ورنکړو. کوم ماشومان چې له دوو تر شپږو کالونو عمر لري، کولی شي په شپه او ورځ کې یو ساعت موبایل وکاروي. هغه ماشومان چې عمر یې له ۶-۱۲ کالونو وي، نو له ۲ ساعتونو زیات موبایل باید ونه ګوري او هغه ماشومان چې له ۱۲- ۱۸ کالونو عمر لري، هغوۍ دې تر دریو ساعتونو زیات موبایل نه کاروي.
اوس چې موبایل زموږ د ژوند مهمه برخه ده، نو نشو کولی چې له یوې مخې ماشوم ترې محروم کړو. که په روږدي ماشوم باندې د موبایل استعمال په مکمله توګه بند کړو، نو ښايي د ګټې پر ځای تاوان وکړو. ښه به دا وي چې د دوۍ د موبایل استعمال وڅارو او له ټاکلي حد څخه زیاته اجازه ورنکړو. د دې ترڅنګ هڅه باید وکړو چې ماشومان په فزیکي لوبو بوخت کړو. د لوبو توکي ورته برابر کړو او له لوبو سره شوق په کې پیدا کړو. که موږ خپل ماشوم ته وخت ورکړو، کېسې ورته وکړو، لوبې ورسره وکړو، له ځان سره یې وګرځو… نو بیا به د موبایل استعمال ته وخت پیدا نکړي. مهمه دا چې موږ باید د خپل ماشوم په مخ کې د ځیرک موبایل استعمال محدود کړو. کله چې موږ موبایل ډېر کارؤ، نو ماشوم هم زموږ تقلید کوي.
عزیز انیس
۱۴۰۴/۳/۶