
د ښوونځي د مدیر لیکونه: نهم لیک
ځینې کورنۍ فکر کوي چې د ماشومانو لپاره لوبې کولو د وخت ضایع ده. ماشومان باید ښوونځی ولولي، مدرسې ته لاړ شي، جومات کې ملا امام ته کېني، په هوجره کې د مشرانو ترڅنګ واوسي او له لویانو څخه د لویانو سلوک زده کړي. خو په اصل کې لوبې د ماشومانو لپاره دومره ضروري دي، لکه ښوونځی او ښوونکی. موږ باید نه یوازې دا چې خپل ماشومان له لوبو راونه ګرځو، بلکې د لوبو فرصتونه ورته برابر کړو. د لوبو توکي ورته واخلو او ځانګړی وخت ورته ورکړو.
تاسو به ماشومان لیدلي وي، چې له لانځکو او موټرکو سره د لوبو کولو په وخت کې د لویانو رول ادا کوي. په یو بل باندې د مشرانو نومونه ږدي. دې لوبو ته تخیلي لوبې ویلې شو. په دې سره د دوۍ تخیل پراخیېږي او مسؤلیت منل زده کوي. کله چې دوۍ د لوبو پر مهال له یو بل سره خبرې کوي، نو ژبه یې روانېږي.
ماشوم چې کله په خاورو او شګو کې سرکونه/ غارونه جوړوي او یا هم په کوټه کې له بالښتونو څخه کورکي جوړوي، نو دا یوازې بوختیا نه ده، په دې سره د دوۍ خلاقیت او نوښت وده کوي. د ابادۍ او جوړولو روحیه یې پیاوړې کېږي. که څه هم په خاورو او شګو کې د دوۍ کالي او لاسونه خیرنېږي، خو ګټه یې تر تاوان ډېره زیاته ده.
د ځینو کورنیو هڅه دا وي، چې خپل ماشومان د نورو له ماشومان څخه لرې وساتي. له دوۍ سره ډار وي چې ماشومان یې له نورو ماشومانو سره شخړه ونکړي او دا شخړه پسې پراخه نشي، خو دوۍ د شخړو د مخنیوي په نوم د ماشوم د ټولنیزتوب مخه نیسي. کوم ماشومان چې له نورو سره ټولنیزې لوبې کوي، په دوۍ کې د ټولنیزتوب وده کوي او مینناک لویېږي.
ځینې وخت ماشومان دې ته زورېږي چې د لوبو وسایل نلري. کله چې د ګاونډیو ماشومانو د لوبو توکي وویني، نو دوۍ د کمترۍ احساس کوي. په خپله کورنۍ یې باور کمېږي او له نورو سره عقده اخلي.
د ماشومانو لوبې او د لوبو توکي د ماشوم له عمر سره اړیکه لري. مثلن: موږ نشو کولی چې اوه کلن ماشوم ته شرګنی واخلو، خو اته میاشتنی ماشوم له شرګني سره ډېر خوشاله وي. همداسې؛ دوه کلن ماشوم د خوسي لوبه نشي کولی، خو لس کلن ماشوم یې په شوق کوي. د هر عمر مطابق باید د لوبو توکي واخیستل شي. څومره چې ماشومان د لوبو لپاره ډېر توکي ولري، هغومره به یې ذهني وده چټکه وي.
کله کله باید خپله هم له ماشومانو سره لوبې وکړو. له دې سره د ماشومانو مینه له موږ سره ډېرېږي او زموږ سلوک او رفتار په غیرمستقیمه توګه له موږ څخه کاپي کوي.
له شک پرته؛ د انسان د جسمي ودې دوره ماشومتوب دی. څومره چې ماشومان فزیکي لوبې کوي، په هغه اندازه به یې جسمي وده ښه وي.
که له ماشوم څخه د لوبو کولو حق واخلو، نو ټولنیزتوب یې زیانمېږي، د خلاقیت وده یې قرارېږي، بې زړه کېږي، د ابادۍ او جوړولو روحیه یې درېږي. زده کړې ورته جبر ښکاري او عقده يي لویېږي. څرنګه چې ماشوم پر موږ د خوراک او پوښاک حق لري، همداسې د لوبو کولو حق هم لري.
۱۴۰۴/۲/۲۲