
اتم لیک: د ماشومانو کیسې
کله کله د زده کوونکو پلارونه راته وايي: هر ماخوستن مې پر زوی کتاب رااخلم او ورته وایم چې درس دې زده کړه. زه وایم: کاش! د کتاب رااخیستلو پر ځای مو ورته هر ماخوستن کېسې لوستلی.
ماشومان له کیسو اورېدو سره لېونۍ مینه لري. موږ په ماشومتوب کې داسې وختونه کم موندل چې یو څوک دې کیسه راته وکړي. د دې لپاره مو ډېری وخت د کور ښځینه وو ته زارۍ کړې چې خیر نقل راته وکړه. کله به چې په کور کې نقل کېده، نو موږ به بل هر د خوند کار پرېښوده او له نقل کوونکي به ګردچاپیره ناست وو. دومره خاموش به ناست ؤ چې د یو بل ساه اخیستل مو په اسانۍ حس کولی شوی.
کیسې ماشومانو ته مستقیم او غیر مستقیم پیغامونه لري. هره کیسه اتل لري. ماشوم ته ځان د کېسې اتل ښکاري او فکر کوي چې زه باید د ده په څېر تکړه او زړه ور واوسم. ټولې هغه چارې چې په کیسه کې لوستل کېږي، د ماشوم په تخیل کې تېرېږي. دا کړنه د ماشوم تخیل پراخه وي او په فکر کولو کې ورسره مرسته کوي.
د ماشومانو لپاره لیکل شوې یا په ټولنه کې د موجودو کیسو کرکټرونه تر ډېر حیوانات دي. موږ د «وزې او لېوه» په کیسه کې لولو چې لېوه د وزې بچیان دوکه کړي او دوه بچیان ترې وخوري. څرنګه چې د وزې پر بچیانو ظلم شوی وي، نو ماشوم د وزې له بچیانو سره په زړه کې ترحم کوي او فکر کوي، چې داسې باید نه وای شوي. په وروستیو کې وزه پر لېوه برلاسي کېږي، په دې سره ماشوم خوشالېږي چې ظالم لېوه مړ شو او د وزې بچیان خوشاله کور ته ستانه شول.
کله چې ماشوم کیسه اوري، له نویو لغاتونو سره مخ کېږي. د جمله بندي نوي ترکیبونه زده کوي. تر ډېره ماشومان همدا زده کړې کیسه بل ته اوروي. دا ټولې کړنې له ماشوم سره د ژبنيو مهارتونو په زده کولو کې مرسته کوي. زموږ په ټولنه کې داسې لویان کم نه دي چې کاپي اندازه ژبني مهارتونه نلري. کله چې خبرې کوي، ډېری لغاتونه سم نشي ادا کولی. د هغو لغاتونو په ادا کولو کې خو بېخي ستونزه لري، چې ژبې ته نوي داخل شوي وي. که څه هم دوۍ په مورنۍ ژبه خبرې کوي، خو که ورته ځېر شو، خبرې یې تسلسل نلري. د دې لوی عامل په ماشومتوب کې د ژبنيو مهارتونه کم وده ده.
ماشومانو ته کېسې لوستل د هغوۍ له ذهني ودې سره ډېره مرسته کوي. ترحم په کې روزي. ټولنیز سلوک ورزده کوي. مثلن: (په ځنګله کې اور) په کیسه کې لولو چې په ځنګل کې اور ولږېږي. ټول حیوانات په منډه وي. خو څو میږي د ځنګله په طرف اوبه ځغلوي. کله چې فیل دا حالت وګوري، نو په خپله تېښته پښیمان شي. د ټولو حیواناتو د تښتېدو مخه ونیسي او ټول له میږیو سره د اور په وژلو کې برخه واخلي. د اور د مړه کېدو څخه وروسته ټول حیوانات خوښ او خوشاله وي. دوۍ فیل ته د مننې په خاطر ورشي. خو فیل ورته وايي: د مننې اصلي حقدار میږی دی. ما چې هغه ولید، نو ستاسو د تښتېدو مخه مې ونیوله. ځئ چې ټول له هغه مننه وکړو.
موږ چې کله ماشوم ته دا کیسه لولو، نو هغوۍ په لومړي سر کې ځنګل په ذهن کې انځوروي، بیا حیوانات ویني چې منډې وهي، دلته یو میږی په ذهن کې تېروي چې اوبه یې په سطل کې اخیستې او د اور په لورې روان دی… دا ټول تخیلي انځورونه د ماشوم تخیل پراخوي. کله چې د میږي عزم او حوصله ګوري، په دې کې زغم وده کوي. ځنګل چې د ټولو ګډ کور دی، د ټولو په ګډو هڅو ژغورل کېږي. دلته ماشوم زده کوي چې عامه او له نورو سره شریک ځایونه باید په ګډه وساتو. د کیسې په اخیر کې فیل د نورو په سترګو کې اتل ښکاري، خو فیل رېښتینی دی، دی د ټولو پام اصلي اتل ته ور اړوي، که څه هم هغه ډېر کوچنی دی. دلته ماشومان په رېښتینولی باوري کېږي.
د کیسې لوستلو په وخت کې د ماشوم ذهن ته سوالونه ورځي. دی کوشش کوي چې دې سوالونو ته ځوابونه پیدا کړي. دا کړنه د هغه له فکر پراخېدو سره ډېره مرسته کولی شي.
څومره چې په ټولګي کې د ښوونکي تدریس اړین دی، هغومره د ماشومانو لپاره کېسې لوستل اړین دي. خو د کیسو انتخاب کې غور په کار دی. د ماشوم عمر ته په کتو باید کېسې انتخاب کړو. کیسه په داسې ژبه ورته ووایو چې ساده او کلیوالي وي. هغه کېسې چې وېرونکي وي، باید ونه لوستل شي.
عزیز انیس
۱۴۰۴/۲/۲۰