
ؤ نه ؤ یوه شپه ټول کوچنیان په خواږه خوب ویده وو، خو انګار ته خوب نه ورتلى، په ځای کي لټ پر لټ اوښتی را اوښتی.
کړکۍ، دروازې او د خونې چت ته يې وکتل.
انګار، لږ و وېرېدئ، ځکه ده يو عجيبه ږغ واورېدئ.
حېران سو، چي دا د څه شي ږغ دى؟
زه بايد له کړکۍ دباندې وګورم، دا څه شى دى؟
اوف خدايه ! دا خو (بم ) دى، چې نارې وهي.
زه ناحقه وېرېدلى وم.
انګار ، يوګړى وروسته يو بل عجيبه ږغ واورېدئ.
وارخطا سو، بيا کړکۍ ته راغئ.
ويه ليده، چې ګېدړه نارې وهي.
اوهو ! دا خو ګېدړه ده خپلو نورو ملګرو ته نارې وهي.
ما، چي ويل څه بلا ده ، که پېرى دى؟
دا خو بې ازاره حيوان دى .
يو ګړى وروسته يې کړپى تر غوږ سو.
ښه غوږ يې ونيوى.
له کړپي سره یې کښهارى يې هم واورېدئ.
دا ځل يې سم زړه ته ولوېده، چې بلا راغله.
پټ يې په کړکۍ کي ورته وکتل.
دا خو ځږګى دى او بلا نسته .
زه څنګه هلک يم، ټوله شپه مې ناحقه په وهم تېره کړه.
بلاګاني، خو نسته داهسي اوازه ده.
زه بالا نه وېرېږم ، ځم کرار ويدېږم .
بلاوي، پيرانان او شيطانان نسته
ژباړه، محمدابراهیم سپېڅلی