ؤ، نه ؤ، پخوا په یو لېري کلي کي يو موچي ؤ، ده به د کلیوالو زړې څپلۍ ګنډلې او بيا به يې له نورو شيانو سره بدلولې.
نان وايي ته به يې څپلۍ ورکړې ، له هغه څخه يې په بدل کې ډوډۍ اخيسته، له ښکاري څخه يې غوښې وړلې او هغه ته يې په بدل کې څپلۍ ورګنډلې، د موچي دغه راکړه ورکړه څه اسان کار نه ؤ.
يوه ورځ موچي نان واى ته ورغلی، چې د څپليو په بدل کې ډوډۍ ځني واخلي، خو نان واى ورته وويل، زه څپليو ته اړتيا نه لرم، زما منګى مات سوى دى، ولاړ سه! له کلال څخه ماته منګى راوړه، چې زه ډوډۍ درکړم.
موچي کلال ته ورغلی، له هغه څخه يې منګى وغوښت.
کلال هم ورته وويل، زه څپليو ته اړتيا نه لرم، خو که يو څه غوښه راته پېدا سي نو ښه به وي.
که چيري ماته غوښه راوړې، نو زه به يو منګى درکړم.
موچي، ښکاري ته ورغلی، خو هغه هم له څپلۍ غوښتلو څخه انکار وکړ او د یو تېره چاکو غوښتنه يې ځیني وکړه.
زما چاکو مات سوى دى ماته يو چاکو راوړه، بیا به غوښي درکړم.
موچي، پښ ته ورغلی، چي د څپليو په بدل کي چاکو ورکړي، خو پښ هم له څپليو غوښتلو څخه ډډه وکړه.
سپين ږيرى موچي له خپل دغه حالته ستړى سو او
ورځ تربلي يې ورته ستونزي ډېرېدل.
د یادي ستونزي د حل لپاره کلیوالي جرګې ته يوکليوال وويل : داسمه ده، چي ډوډۍ له ډېرو ورځو ساتلو وروسته خوسا کيږي، منګی ماتېږي، چاکو زنګ کوي او څپلۍ هم زړېږي، خو سره او سپين زر تلپاته دي.
بل کليوال وویل:راسئ! سره او سپين زر د يوې ګوتمې په کچه جوړ کړو او نوم به يې سکه وي
ټول کلیوال خوشحاله سول، ټولو دې کار ته ملا وتړل، له دې وروسته رانيول او خرڅول اسانه سول.
ډېر کلونه تېر سول، ټولو خلګو د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره له سکې څخه کار اخيستی،خو وروسته بيا یوه بله ستونزه ورپېښه سوه.
د ډېرو سکو وزن دروند، له ځان سره وړل او راوړ ل يې تکلیف ؤ.
کلیوال یوار بیا د دې ستونزي د حل لپاره سره جرګه او پرېکړه يې وکړ، چي د کاغذي پيسو څخه به ګټه اخلي.
په دې خبره خلګ ډېر خوشحاله سول، په ګډه يې پر کاغذي پيسو د ( نوټ ) نوم کښېښود او په دې ډول یې خپله ستونزه حل کړه.
ګرانو ماشومانو! موږ ته هم په کارده، چي خپلي ستونزې له يو او بل سره په سلا او مشورو حل کړو او په ټولنه کي هوسا ژوند و کړو.