کلونه وړاندې هغه وخت چې مرغان له انسانانو څخه نه ډاریدل، انسانانو هم مرغانو سره یو ځای په غرونو او ځنګلونو کې ژوند کاوه، خو کله چې ډینګې بخیل موچي ړوند کړ بیا تر اوسه ډینګان له انسانانو سره یو ځای نه اوسیږي. د موچي او د ډینګې کورونه څنګ په څنګ وو. د سوماګۍ ډینګې د میړه او موچي ښه ملګرتیا وه دواړه په خپلو کې ډیر خواږه وو. هرمازیګر به یې د اوبو په غاړه، په چمن او هرځای کې له یو او بل سره خوږې کېسې، ټوکې او ټکالي کولې او ساعت به یې تیر و.
یوه ورځ موچي ډینګ ته وویل: غنم مې د کور په کندوانو کې شته، ته خو هرې خواته الوتلای شي او د هرې خوا احوال درته معلوم دی که په کوم بازار کې درته جوته شوه چې غنم په کې ګران بیا ماته احوال راکړه چې خپل غنم همالته ورړوم.
ډینګ یې په ځواب کې وویل: دا خو اسان کار دی. په دې نو زما څه بیه ځي دا کار خو زه درته کوم او آن ډینګې سوماګۍ ته به هم ووایم چې معلومات درته وکړې. موچې ورته وویل: نه نه هغې ته مه وایه بیا نور خلک را باندې خبریږي چې زه غنم لرم.
ډینګ ورته وویل: ته مه وارخطا کیږه، زه له خپلې سوماګۍ نه یوه خبره هم نه شم پټولای، ورته وایم یی ځکه هغه په ګرانه ده. خو دا به ورته ووایم چې چاته به نه وايي.
موچي ورته وویل: – هو همدا خبره ضرور ورته وکړه چې چاته ونه وايي. د ډینګ ښځه سوماګۍ له دې خاطره هم په ډینګ ګرانه وه چې تل به د خپلو بچوڼو له پاره له لیرې لیرې ځایونو څخه وړې وړې دانې راوړي او ډینګ به یا خوبونه کول یا به یې هم له موچي سره وخت په خندا تیراوه.
یوه ورځ چې سوماګۍ له غره ستړې او ستومانه را ستنه شوې وه، نو مخامخ د سین د اوبو په خوا ورغلې وه، په هغې ورځ د سین اوبه داسې زورورې شوې او یاغې څپې به یې په یوه او بله اوښتې را اوښتې. د سین د یاغي څپو له ویرې کبان، چونګښې، کونیکبران او ټول د سیند تل ته کښته شوي وو او هالته په غارونو کې پټ و. سوماګۍ چې هر څومره د اوبو د پاسه والوته را والوته د خپلو بچوڼو له پاره یې څه پیدا نکړل، نوهمداسې ستړې او ستومانه خپلې ځالې ته ولاړه. بچوڼو یې ورته خولې خلاصې ونیوې، د دې ورته خوابده شوه، په ټیټ غږ یې ورته وویل: تاسې لږ صبر وکړئ چې زه یو وار د خپل ګاونډي کره ورشم او لږ غنم ترې نه پور کړم. لینګو یې سخت درد هم کاوه. کراره کراره د موچي ګوډلې ته ورغله او موچي ته یې وویل: زموږ نژدې ګاونډیه!
سلام علیکم
موچي ورته وویل وعلیکم السلام.
نن دي څنګه زما ګوډلې ته لاره را کږه کړه؟
سوماګۍ ورته وویل: موچي لالا زه راغلمه که لږ غنم پور راکړي چوچوڼې مې وږي دي. زه به ورته لږ اوګره پخه کړم.
موچي له ځانه سره وویل: ټوله ورځ دي په لوږه تیره کړه او دادی سوماګۍ راغلې راځه و به یې نیسم او له غوښې به یې خوندوره شوروا جوړه کړم. نو یې سوماګۍ ډینګې ته وویل سخت وږی یم، هیڅ شی مې نه دي پاخه کړي. ته لږ نژدې شه کله چې دي اوګره پخه کړه بیا به ماته هم لږ را ولیږي.! له دې خبرو سره سوماګۍ ډینګه دوه ګامه ور وړاندې شوه چې ور نژدې شوه، بخیل موچي یې غاړې ته لاس ور واچوه او ټینګه یې ونیوه. سوماګۍ ډینګې وارخطا شوه او د خپلې پیښې په نوک یې په سترګه کې وواهه، چې له دې سره بخیل موچي په چیغو شو او سوماګۍ ډینګه یې پریښوده، کله چې سوماګۍ دا کیسه خپل میړه ته تیره کړه هغه ورته وویل: تا ولي ورباندې باور کاوه او ته ولي دومره نژدې ورغلي چې هغه ستا غاړې ته لاس در واچوه؟
ډینګې سوماګۍ ورته وویل: – خو ما د موچي په وعلیکم سلام باور وکړ. ډینګ سر وښوراوه او غلی شو.
په سبا ورځ ډینګ او سوماګۍ له خپلو بچوڼو له هغه ځایه کډه وکړه او تر اوسه پورې له انسانانو څخه لیري ګرځي.