لیکوال: عبدالاول «بشارت»
۱- د سګرېټ څکولو څخه ځان ساته.
۲- د مېرمنې په انتخاب کې د ډېر احتیاط څخه کار واخله، ځکه چې ښځه ۹۰٪ ستا د خوښۍ او خپګان مسوولیت لري.
۳- ارزانه (بې کيفيته) سامان مه اخله.
۴- خپل بچيان څنګه چې دوی دي ويې منه، نه هغسې چې ته یې غواړې.
۵- د نيوکو په ځواب کې خپل وخت مه ضایع کوه.
۶- په هیڅ سياسي کس باور مه کوه.
۷- خپل کار تر هغې پورې مه پرېږده تر څو چې دې بل پیدا کړی نه وي.
۸- کله چې د ملګري موټر امانت راواخلې، د تسليميدو وخت کې یې بېرته ورته له تېلو ډک کړه.
۹- موبایل ته اجازه مه ورکوه چې ستا د ژوند ښکلې شسبې وخوري، ځکه هغه ستا د اسانتیا لپاره دی؛ نه د ځان لپاره.
۱۰- هیڅ چا ته مخکې له دې نه چې خپل کار ترسره کړي، پيسې مه ورکوه.
۱۱- د هغو کسانو سره چې ستا څخه زيات شتمن وي يا ستا څخه ډېر زیات بې وزله وي د مادياتو په اړه بحث مه کوه.
۱۲- خپل ملګرو ته د پیسو د پور ورکولو څخه مخکې د هغوی په اړه مالومات وکړه، داسې نه چې دواړه له لاسه ورکړې.
۱۳- د میاشتيني معاش د ارزښت په اړه پوښتنه مه کوه.
۱۴- کله چې غواړې یو کور واخلې د ځای، ګاونډيانو او اوبو پوښتنه يې وکړه.
۱۵- کله چې دې خپل ځان لپاره مناسبه دنده پیدا کړه او خوبونه دې رښتيا شوه، نو د معاش په غم کې يې مه اوسه؛ ځکه که تا خپل مسووليت ادا کړ، پيسې خپله راځي.
۱۶- په حافظې باور مه کوه، هر څه د کاغذ پر مخ ولیکه.
۱۷- ستا سزا بايد د هغه کار لپاره مناسبه وي چې ستا بچيانو سرته رسولي دي.
۱۸- یوازې هغه کسانو ته پور ورکړه چې ته پرې باور لرې.
۱۹- هررڅوک ستاینه غواړي، د هېڅ چا څخه يې مه سپموه.۲۰- په یاد ولره چې ریښتینې بیه هغه نه ده کومه چې په توکو لیکل کیږي، مګر هغه ده چې ستا د جبب لپاره مناسبه ده.
۲۱- د خپلو ماشومانو د هیڅ غلط چلند څخه سترګې مه پټوه، ځکه د هغوی روزنه ستا مسووليت دی.
۲۲- په شخړو کې په یاد ولره چې، د خپلو حقوقو لپاره خپل اخلاق له لاسه ورنکړې.
۲۳- خپل مالومات شریک کړه، شاوخوا خلکو ته درس ورکړه؛ ځکه دا د امر کولو لپاره یوازینۍ ښه لاره ده.
۲۴- خپل شخصي او مالي مالومات مه ښکاره کوه، مګر د ضرورت مطابق.
۲۵- کله چې دې د خپل ملګري په هکله ښه خبره واورېده، هغه خبر کړه.
۲۶- که د سبا ورځ لیوالتیا لرې، نو د نن شپې په خوب کې ځنډ مه کوه.
۲۷- که هغه څوک چې تاسره یې ناوړه چلند کړی دی، خجالته کوې؛ نو د هغه د بچيانو سره ښه رويه وکړه.
۲۸- هغه چا سره واده وکړه چې تاسره په اقتصادي او ټولنیز ډول برابره وي.
۲۹- که دوه ځله يو شی له چا نه امانت واخلې، نو بیا دې ضرورت دی؛ د ځان لپاره يې پيدا کړه.
۳۰- کله چې ستا خونې ته مشر څوک درغی، نو د احترام لپاره ورته ودرېږه.
۳۱- کله چې هر څوک خاموش يا غلی وي، پاڅه او خپل نظر څرګند کړه.
۳۲- هره ورځ نیم ساعت په پلي يا پياده وګرځه.
۳۳- ستا لاسي ساعت يا د موبايل ساعت باید د اصلي وخت په پرتله پنځه دقیقې مخکې وي.
۳۴- طبیعي اوسه او د ځان ښودنې څخه ځان وساته.


