له انساني ټولنې سره د اړیکو، او شناخت قالب ټول انسانان له پيدایښت سره سم په ماشوموالي کې جوړوي. د دې قالب په ښه او منظم جوړولو کې تر ټولو ستر لاس د هغه ماشوم د خپلې مور او خپل پلار او د خپلې کورنۍ د نورو غړو لکه ورور، خور، نیکه او انا/ نیااو……دی.
که چېرته تاسو غواړئ چې اولاد مو باشخصیته، دروند مهذب،مؤدب کاميابه ،نېک خویه، او صالح وي ؛ او تاسو ته ستاسو په تېر عمر او بوډاتوب کې احترام ولري ؛ نو هغوئ سره همدا اوس ددوی په ماشوموالې کې
لوبي وکړئ
، ارزښت ورکړئ
وخت ورکړئ
نظر او فکر ته یې بشپړ درناوی ولرئ
او زیاته مينه ورکړئ
اولاد مو هېڅکله هم مه وهئ
تل يې په کورنیو موضوعاتو کې په ډيره مينه او حوصله مندۍ سر ورخلاص کړئ ،
مؤدبانه یې په هرڅه وپوهؤئ
په توهین، تحقیر او رټلو یې هیڅکله هم هغه د غرور دنګ څلی مه نړؤئ
تر څو یې د اړیکو جوړولو ، شناخت او پېژندنې قالب ، خراب نهٔ شي او خپل اولاد ته اوس په همدې کوچنیوالي کې د خبرو کولو، موضوع بیانولو جرآت ورکړئ، ورسره بحث وکړي، استدلال او منطق ور زده کړئ ، د خبرو اداب، د مجلس اداب ، له مشرانو سره د خبرو کولو طریقه وروښیئ ، ناسته پاسته ، له همزولو، ملګرو د ښوونځي له ټولوګیوالو سره ښې او دوامداره اړیکي جوړول ،
په چارو کې صداقت ،تقوا ، دیانت درلودل
او…. ور زده کړئ او ښه ډېر تمرین پرې وکړي !
بیا یې وازمایئ ، چې پایله یې څنګه ده ؟!
پدې اړه ستاسو والدینو ستړیا ، غفلت او د بې حوصله ګۍ احساس د تاسو د ماشوکانو د راتلونکې ژوند د خېمې مزې پرې کوي او مراندې یې سستوي نو هېڅکله د ستړیا او بې حوصله ګۍ احساس مه کړئ، د خپلو ماشومانو د شخصیت نوې نهالان همدا اوس د خپل شفقت ، متقابل درناوي ، ارزښت ورکولو په اوبو اوبه کړئ، تر څو دغه نوې نهالان سمه وده وکړي ، او ستاسو د کورنۍ د بڼ سمسور او اباد شي ….
زه خپله خپلو ماشومانو ته زیات ارزښت ورکوم او په دې هکله د هېچا منفي نظر ته نه ګورم، پرون مې د کوچني اختر د مبارکۍ لپاره د افغانستان د پخواني ولسمشر کرزي کورته د هغه مبارکي ته ورتلم دوی مې هم راسره بوولې وړ، هلته مې له ریس صاحب څخه خواهش وکاوه تر څو له هغوی سره یو عکس واخلي، هغه هم کوچک نوازي وکړه سره له ډېر مصروفیته یې له دوی سره عکس واخیست خبرې یې ورسره وکړې دوی یې تعلیم او درس ته تشویق کړل، کله چې بېرته کورته راغلو نو ماشومانو مې یو قسم د غرور احساس کاوه چې ګواکي دوی نن له یوه ولسمشر سره ولیدل او عکس یې ورسره واخیست، بیا یې همدغه عکس خپلو همزولو او انډیوالانو ته ښوود …. نو تاسو هم ….


