تاند – په تېره لیکنه کې مو د ماشوم د روزنې او پالنې مهم اصول څرګند کړل، په دې برخه کې د والدینو پر روزنیزو سبکونو رڼا اچوو.
۱- بې پروا یا ډېر نرم سبک
په دې سبک کې مینه زیاته او کنټرول کم وي.
ځانګړنې
- قوانین کم یا نه وي.
- ماشوم پرېښودل کېږي چې هر څه چې یې زړه غواړي ویې کړي.
- والدین ډېر نرم او بخښونکي وي.
- د ماشوم تېروتنې جدي نه ګڼي.
- د والدینو رول تر ډېره د ملګري په څېر وي.
پر ماشوم اغېزې
- د ځان باور او عزت نفس کمېدل.
- د چلند ستونزې.
- د احساساتو په کنټرول کې ستونزې.
- د زدهکړو کمزوری پرمختګ.
۲- مقتدر یا متوازن سبک
دا د روزنې تر ټولو اغېزمن او سپارښتل شوی سبک ګڼل کېږي. پکې مینه او کنټرول دواړه په متوازن ډول موجود وي.
ځانګړنې
- څرګند قوانین او اصول لري.
- د قوانینو دلیل ماشوم ته تشریح کېږي.
- د ماشوم احساساتو ته ارزښت ورکول کېږي.
- له تشویق او مثبتې روزنې څخه کار اخیستل کېږي.
- د والدینو او ماشوم ترمنځ سالمه اړیکه موجوده وي.
پر ماشوم اغېزې
- مسوول او خپلواک شخصیت.
- پر ځان لوړ باور.
- ښه ټولنیز مهارتونه.
- د ستونزو د حل او تصمیم نیولو وړتیا.
۳- مستبد یا سختدریځی سبک
په دې سبک کې کنټرول ډېر او مینه کمه وي.
ځانګړنې
- سخت قوانین.
- د اطاعت غوښتنه پرته له پوښتنې.
- د سزا کارول.
- د ماشوم احساساتو ته لږه پاملرنه.
- د نظر څرګندولو محدود فرصت.
پر ماشوم اغېزې
- د ځان کم ارزښته ګڼل.
- بدخويي او غوسه.
- دروغ ویل او پټول (د کوم کار یا کومې خبرې).
- د منطقي ستونزو په حل کې کمزوري.
۴- رټل یا بېپامه سبک
په دې سبک کې نه مینه وي او نه هم مناسب کنټرول.
ځانګړنې
- د ماشوم پر ژوند کم نظارت.
- د والدینو او ماشوم ترمنځ کمې اړیکې.
- د ماشوم اړتیاوو ته کمه پاملرنه.
- د روزنې روښانه اصول نه لري.
پر ماشوم اغېزې
- د ځانباورۍ کمزورتیا.
- خپګان او یوازیتوب.
- د زدهکړو ستونزې.
- د ټولنیزو اړیکو کمزوري.
د روزنیزو سبکونو اغېزې
څېړنې ښيي چې مقتدر یا متوازن سبک د ماشوم د رواني، عاطفي او ټولنیز پرمختګ لپاره تر ټولو ګټور دی. په دې سبک کې ماشوم هم د مینې احساس کوي او هم د اصولو او مسوولیتونو اهمیت زده کوي.
د مناسب روزنیز سبک د انتخاب لپاره مهمې سپارښتنې
- د ماشوم خبرو ته په غور غوږ ونیسئ.
- د هغه احساسات درک او ومنئ.
- د ماشوم اساسي اړتیاوې پوره کړئ.
- له ماشوم سره ډېرې سترګې په سترګو خبرې، موسکا، غېږ او مینه وکړئ.
- ماشوم د کورنیو خبرو اترو برخه وګرځوئ.
- د هغه نظرونه واورئ او درناوی یې وکړئ.
- له سختو سزاوو او ترټلو څخه ډډه وکړئ.
- له ستاینې او تشویق څخه ډېر کار واخلئ.
- د کور قوانین روښانه کړئ او دلیلونه یې بیان کړئ.
- د اصولو د ماتولو پایلې عملي کړئ.
- د ماشوم لپاره د لوبو او ګډو فعالیتونو وخت ځانګړی کړئ.
- د هغه د تفریح او فراغت وخت په سالمو فعالیتونو ډک کړئ.
پایله
هر ماشوم ځانګړی شخصیت لري او هره کورنۍ خپل ځانګړي شرایط لري. له همدې امله د روزنې کوم ثابت او بشپړ فورمول نشته. خو ډېری متخصصان د مقتدر یا متوازن روزنیز سبک سپارښتنه کوي، ځکه چې دا د مینې، درناوي، مسوولیت او نظم ترمنځ مناسب توازن رامنځته کوي. که د ماشوم په روزنه کې له ستونزو سره مخ یاست، د ماشوم د روزنې له یوه مسلکي مشاور سره مشوره کول ګټه لرلی شي.


