تاند – د امریکا د ارواپوهنې ټولنې (APA) د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ۱۶مه) یوه څېړنه خپره کړه چې ښيي د ماشومانو د روزنې په څرنګوالي او چلند باندې د زېږېدنې ترتیب، مزاج او جنسیت اغېز لرلی شي.
په دې متا-انالایز (یو ډول احصایوي تحلیل چې د څو علمي څېړنو پایلې سره یوځای کوي) کې، د ۳۰ څېړنو او ۱۴ ډیټابیسونو پایلې او د شاوخوا ۱۹ زره کسانو معلومات تحلیل شوي دي.
څېړونکو پر عمر سربېره، د شخصي ځانګړتیاوو، جنسیت، درملنې، روغتیايي کنټرولونو او له ماشومانو سره د والدینو د مثبتو او منفي تعاملاتو په اړه راپورونه هم په پام کې نیولي دي.
دوی وموندله چې هغه نجونې او ماشومان چې خپله دنده یې پېژندله او سمه ترسره کول او همداراز له والدینو سره یې موافقه ښه وه، د خپلو میندو او پلرونو ډېر خوښ وو.
د راپور اصلي لیکوال او د امریکا د یوتا ایالت د بریګم یانګ پوهنتون استاد، ډاکټر الکساندر جنسن وايي: «بل ځل کې مو دې ته پام شو چې ستاسو خور یا ورور د والدینو خوښ ماشوم دی، په یاد ولرئ چې دا یوازې له دې کبله نه دی چې هغه د کورنۍ مشر یا کشر غړی دی. مسوولیت اخیستل، مزاج یا له هغوی سره په اسانه جوړېدل هم په دې کې رول لري.»
په همدې حال کې، متقاعد کلینیکي ارواپوه ډاکټر الن ویبر لیبي باور لري چې دا ډول ترجیحات ممکن موقتي وي او د شرایطو له مخې بدل شي.
هغه زیاتوي: «شاید یو ماشوم والدینو ته د خپلې خوښې انا ور په یاد کړي، یا د هغه احساسات له مور و پلار سره ښه همغږي ولري او په یوه سخته ورځ کې مرسته وکړي.»
څېړنه دا هم ښيي چې هغه ماشومان چې د والدینو خوښ وي، غوره ذهني روغتیا، ښه نومرې، د احساساتو د ښه کنټرول وړتیا او سالمې اړیکې لري.
د “خوښ ماشوم” خطرونه
ډاکټر ویبر لیبي وايي چې د “خوښ ماشوم” رول تل ګټور نه وي. ځکه چې دا کله ناکله د والدینو له خوا د اضافي ملاتړ سبب کېږي او ماشومان د ژوند د مهمو مهارتونو له زده کولو څخه پاتې کېږي.
له بلې خوا، هغه ماشومان چې د والدینو خوښ نه وي، کله ناکله د لویوالي پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي، لکه د نشهيي توکو کارول، کمزورې ذهني روغتیا، او د کورنۍ اړیکو خرابېدا.
څنګه له خپلو ماشومانو سره عادلانه چلند وکړو؟
ډاکټر الکساندر جنسن وايي: «چیلنج دا دی چې خویندې او وروڼه له یو بل سره توپیر لري او اړتیا ده چې په بیلابیلو خو سالمو لارو وروزل شي.»
هغه زیاتوي: «که ماشومان پوه شي چې ولې له هغوی سره د خپلو خویندو وروڼو په نسبت توپیري چلند کېږي، دوی به لږ اغېزمن شي.»
د جنسن په وینا، والدین باید خپله طریقه وڅېړي او ډاډ ترلاسه کړي چې توپیرونه منصفانه او د ماشومانو له خوا درک شوي دي.
ډاکټر لیبي وايي: «مهمه ده چې د نورو خبرو ته غوږ شئ او د خپلو ماشومانو په اړه د نظرونو د اورېدو لپاره خپل ذهن پرانستی وساتئ.»
ډاکټر جنسن زیاتوي: «له خپلو ماشومانو وپوښتئ که دوی فکر کوي د دوی او د هغوی د خویندو – وروڼو ترمنځ توپیر شته. که هغوی څه ووایي، ارام واوسئ او په دې اړه ورسره خبرې وکړئ.»