تاند (یکشنبه، د چنګاښ ۱۴مه) – د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه تازه ارزونه کې ویلي، لږ تر لږه ۲۰ میلیون ماشومان په ۱۰ هېوادونو کې له مصنوعي ځیرکتیا (AI) څخه کار اخلي او ماشومان د دې ټکنالوژۍ په منلو کې د لویانو پرتله تر درې برابره چټک دي.
د یونیسف د راپور له مخې، میلیونونه ماشومان له مصنوعي ځیرکتیا څخه د خپلو درسي کارونو، زدهکړو او ان د شخصي ستونزو په اړه د مشورو د ترلاسه کولو لپاره استفاده کوي، خو د دوی د خونديتوب لپاره لازم تدابیر لا هم له دې چټک پرمختګ سره همغږي نه دي.
د راپور پر بنسټ، له ۲ میلیونونو څخه ډېرو ماشومانو، یعنې له هر لسو ماشومانو یو، ویلي چې د هغو موضوعاتو په اړه چې اندېښمن کوي یې، له مصنوعي ځیرکتیا څخه مشوره غواړي. همداراز اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۳ میلیونه ماشومان د زدهکړو او کورنیو دندو د ترسره کولو لپاره د AI وسایل کاروي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا چټکه پراختیا د هغې د تنظیم او څار له هڅو مخکې روانه ده او ماشومان یې له ځانګړو خطرونو سره مخامخ کړي دي.
دغه بنسټ ویلي، ماشومان د مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو د جوړښت، سوداګریزو موډلونو او د دوی د معلوماتو د کارونې تر ټولو ډېر اغېزمنېدونکي دي، خو په ورته وخت کې د دې سیستمونو د ردولو یا ننګولو لږ توان لري. د یونیسف په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا په ډېری نړیوالو مقرراتو کې د ماشومانو حقونه او ګټې لومړیتوب نه لري.
راپور زیاتوي چې پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د مصنوعي ځیرکتیا اوږدمهاله اغېزې لا هم په بشپړه توګه نه دي معلومې.
یونیسف ویلي، د دې ټکنالوژۍ د اغېزو په اړه شواهد، لکه پر ذهني ودې، عاطفي تړاو او زیانمننې، اوس ورو ورو څرګندېږي او په عمل کې یو نوی نسل د یوه نړیوال ازمایښت په منځ کې لویېږي.
راپور ښيي چې خپله ماشومان هم د مصنوعي ځیرکتیا په اړه اندېښنې لري. د سروې له مخې، د ګډونوالو په درو کې شاوخوا یوه برخه ماشومان وېره لري چې له AI څخه به د درغلۍ، د خلکو د غولولو او د ناسمو معلوماتو د خپرولو لپاره کار واخیستل شي. همدا ډول یوه پر څلورمه برخه اندېښنه لري چې د دوی عکسونه او ویډیوګانې به په جعلي او نامناسبو (ډیپفېک) موادو بدل شي.
یونیسف ټینګار کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا ډېری سیستمونه د ماشومانو لپاره له کافي خونديتوب پرته وړاندې کېږي او د خوندیتوب موضوع پکې تر ډېره له اصلي ډیزاین وروسته په پام کې نیول شوې ده.
دا راپور د ملګرو ملتونو د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې حکومتولۍ له لومړۍ نړیوالې غونډې مخکې خپور شوی دی.
یونیسف له حکومتونو، خصوصي سکتور او نړیوالو شریکانو غوښتي چې د نړیوالو چوکاټونو په جوړولو کې د ماشومانو حقونه، په ځانګړي ډول د هغوی خوندیتوب او ساتنه، د مصنوعي ځیرکتیا په لومړیتوب کې ځای کړي.
دغه بنسټ همداراز سپارښتنه کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو، په ځانګړي ډول د ماشومانو پر ودې، هوساینې او احتمالي خطرونو دې، لا ډېرې علمي څېړنې وشي.
یونیسف دا پړاو «یوه برخلیک ټاکونکې شیبه» بللې او ویلي یې دي، هغه پرېکړې چې نن د مصنوعي ځیرکتیا په اړه کېږي، د راتلونکو لسیزو لپاره به د ماشومانو پر امنیت، محرمیت، هوساینې او د فرصتونو پر برابر لاسرسي ژور اغېز ولري.


