د کوچنیانو لپاره یوه لنډه کیسه
د لوړو غرونو او شنو کروندو په منځ کی یو کوچني کلي وو. ددې کلي نوم د سدو خان کلی وو. پدې کلی کی یو دولس کلن هلک اوسېده چې عمران نومېده. دعمران ډېر شیان خوښیدل، کورنۍ، ښوونځی، غرونه، او په ځانګړې توګه پتنگ الوزول.
هر سهار عمران له خپلې کوچنۍ خور، عایشې، سره یوځای ښوونځي ته ته. د دوی ښوونځی یوه ساده ودانۍ وه چې پنځه ټولګي یې لرل. د هر ټولګي پر دېوال د افغانستان نقشه ځړېدلې وه.
یوه ورځ د دوی ښوونکي نقشې ته اشاره وکړه او له زده کوونکو یې وپوښتل:
”ماشومانو! ستاسو په افغانستان کې تر ټولو څه شی خوښیږي؟“
عمران خپل لاس پورته کړ.
هغه وویل: ”زماغرونه خوښیږي او غواړم چی پتنګ می په غرونو کی والوځی او هوا ته جګ شي. “
روڼا وویل: ”زما سیندونه او باغونه خوښوي “.
بل زده کوونکي وویل: ” زما افغاني خواړه خوښیږي “.
ټولو وخندل.
معلم موسکی شو او ویې ویل:
”ستاسو ټولو ځوابونه ډېر ښکلي دي. خو افغانستان یوازې غرونه، سیندونه او خواړه نه دي. افغانستان زموږ هیواد دی او زموږ ټولو افغانستان خوښیږي ځکه چی دا مو د ژوند او هیلو کور دي“.
***
څو ساعته وروسته ښوونځې ختمه شوه او ټول په خوشحالۍ سره کورونو ته ولاړل. په لاره کی عمران د خپل کور تر شا سور رنګه زوړ کاغذ پیدا کړ، چی کوم کس د کوره د باندی غورځولی وو. هغه پرېکړه وکړه چې یوه پتنگ به ترې جوړ کړي. پلار یې ورسره مرسته وکړه. هغوی د لرګيو دوه نري ټوټې پیدا کړې او په ګډه یې یو ښکلې پتنگ جوړ کړ.
عمران پر پتنگ افغانستان ولیکه. یوه ورځ یی پریښود چی پتنګ وچ او کلک شي.
بله ورځ عمران پتنگ د یوې وړې غونډۍ سر ته یووړ. او د ښوونځي ملګري یی لکه روڼا، ملنګ، ښآپیری، ځدران، هم ورسره لاړل. کله چی عمران پتنګ والوزوه نو روڼا چیغه کړه:
”والوزه! ، والوزه! ، والوزه! ،…“
عمران د پتنگ تار په لاس کې ونیو او د غونډۍ له پاسه یې منډه کړه. پتنگ ورو ورو آبي اسمان ته پورته شو.
پتنگ لاړه، لاړه او لاړه، او په هوا کی یی څپې وهلې.
ماشومانو ورته په ډېر خوښۍ کتل.
عمران غرونو ته وکتل او ویې ویل:
”زه غواړم چې زما پتنگ د ټول افغانستان پر سر والوځي. “
باد لا هم پیاوړی شو او د عمران پتنگ نورهم لوړشو.
ماشومانو چک چکې کړې او نارې یې وهلې.
کله چې لمر د غرونو تر شا په لوېدو شو، سور پتنگ په شین آسمان کې لکه یوه کوچنۍ نقطه ښکارېده.
عمران د پتنگ تار کلک نیولی و.
هغه خپل پتنگ ته وکتل او موسکی شو.
پتنگ کوچنۍ وه، خو هیله یې ډېره لویه وه. پتنګ غوښتل چی نور هم والوزي او د آسمان سینه څیرې کړي. هغوی یو ساعت لوبې وکړی و بیرته کورونو ته ستانه شول.
هغه ماښام، د افغانستان د غرونو پر سر یو کوچنۍ سور پتنگ یو ساده پیغام له ځانه سره لېږداوه:
”ماشومان ډیرې هیلې لري او لکه پتنګ غواړي چی والوزي. “
پای
لیکوال:داکتر سمیع الله خالد سهاک
جولای – اګست ، ۲۰۲۶
کلیفورنیا، د امریکا متحد ایا لات


