انسان د خپل پیدایښت ټول پړاوونه بې له چون او چرا تجربه کوي. په دې مانا چې موږ ټول دا حالت وینو؛ انسانان له مور او پلار څخه زېږي او د همدې پر بنسټ کورنۍ جوړېږي. څومره چې دا کورنۍ لویېږي، ورسره ټولنه هم لویېږي. په اصل کې کورنۍ هم یوه ټولنه ده، البته دا یوه ابتدایي ټولنه ده.
موږ او تاسې ټول له لومړي سره همداسې نه یو زېږېدلي؛ په دې مانا چې پنځوس کلن او دېرش کلن نه یو پیدا شوي. موږ د یوې ځانګړې ټولنې د رسمونو، عنعناتو او عادتونو تر اغېز لاندې را لوی شوي یو، نو حتمي ده چې د هغې اغېز زموږ په ژوند کې شته.
فکر کوم له یوې راډیو مې اورېدلي وو چې په یوه افریقایي هېواد کې یوه نجلۍ له کوره تښتېدلې وه او وروسته ځنګل ته تللې وه. له دې وروسته به هغه په لاسونو او پښو دواړو ګرځېده، یعنې د څارویو په څېر به یې په څلورو تګ کاوه. دلته متوجه کېږو چې پر موږ، یا په ټوله کې پر انسانانو، د چاپېریال اغېز څومره ډېر دی. زموږ د چاپېریال اغېز هر وخت زموږ په ورځنیو چارو کې ځان څرګندوي؛ نو که اوس د چاپېریال اغېز نه منو، نو کله یې منو؟
په کار ده چې ووایو، موږ او په ټوله کې انسانان د یوې ټولنې تر اغېز لاندې یو. دا اغېز حتمي زموږ د وراثت برخه هم ده. هغه پوهه چې په دې اړه څېړنې کوي، ارواپوهنه یا روانپوهنه بلل کېږي. دا یو ځانګړی علم دی چې په کې د انسانانو سلوک تر مطالعې لاندې نیول کېږي او په دې سلوک کې د وراثت اغېز هم شته، ځکه خو یې له بیولوژۍ سره هم اړیکې دي.
فرویډ په ارواپوهنه کې ځانګړی نوم دی. هغه د انسان پر لاشعور ډېرې څېړنې کړې دي او همدا وجه وه چې ارواپوهنه دومره مخکې ولاړه. که څه هم د فرویډ پر وړاندې د هغه ضد ډېرې نظریې رامنځته شوې، خو بیا هم د فرویډ نظریاتو خپل ځای پرې نه ښود او لا یې پرمختګ وکړ.
فرویډ خپله مشهوره نظریه د انفرادي لاشعور تر عنوان لاندې وړاندې کړه او ویې ویل چې دا د انسان خپلې غوښتنې دي، چې له بل هېڅ کس سره تړاو نه لري او نه هم د دویم تن اغېز پرې شته. په دې مانا چې هر څوک، هر عمر چې لري، خپلې غوښتنې لري. که چېرې دا غوښتنې پوره نه شي، نو په لاشعور کې ښخېږي او وروسته په بل ډول ځان څرګندوي.
مثلاً، یو څوک ارمان لري یا غواړي چې له یوې ښکلې نجلۍ سره ژوند وکړي، خو دا کار امکان نه لري. که هغه هنرمند وي، نو خپلې دا غوښتنې په خپل هنر کې څرګندوي. همدا وجه ده چې فرویډ هنر د انسان د ناپوره غوښتنو انعکاس ګڼي، چې له دې وروسته هنرمند د سکون احساس کوي.
نو باور دا دی چې شاعران، یا په ټوله کې هنرمندان، د خپلې ټولنې مخالف او یاغي وي. کوم شیان چې یادوي، هغه د دوی هغه ناخړوبې غوښتنې دي چې د قیوداتو او نورمونو له امله یې نه شي بیانولای، نو په هنري بڼه یې څرګندوي.
شراب زموږ د دیني ارزښتونو خلاف څیز دی او زموږ د پیغمبر ﷺ په احادیثو مبارکو کې غندل شوی دی، او مسلمانان ترې د کرکې کولو ته هڅول شوي دي. همدارنګه، په پښتني ټولنه کې د شرابو څښل، په ښکاره ډول، د دې ټولنې د بدۍ او کرکې سبب ګرځي.
نو فرویډ په همدې موضوع بحث کوي چې دا غوښتنې د انسان خپلې دي، چې نه پوره کېږي. همدې ته په ارواپوهنه کې انفرادي لاشعور ویل کېږي.
د دې نظریې پر وړاندې د کارل یونګ نظریه هم شته. باور دا دی چې کارل یونګ له فرویډ سره ډېر وخت همنظره او ملګری و، خو وروسته د ځینو مسایلو له امله ورسره اختلاف پیدا شو، لاره یې ترې بېله کړه او خپله نظریه یې وړاندې کړه.
یونګ د فرویډ په مقابل کې د اجتماعي لاشعور نظریه وړاندې کړه. هغه دعوه درلوده چې د انسان په لاشعور کې داسې غوښتنې هم شته چې له خپل مور او پلار څخه ورته پاتې دي، او دا هغه وخت ممکنه ده چې د انسان د مور او پلار غوښتنې هم نه وي پوره شوې. په دې صورت کې، انسان له خپل مور او پلار سره د ګډو غوښتنو لرونکی لاشعور لري. د همدې اشتراک له مخې، کارل یونګ دې نظریې ته د اجتماعي لاشعور نوم ورکړ او د فرویډ د نظریې په مقابل کې یې مطرح کړه.
ماته له همدې مسایلو څخه دا فکر پیدا شو چې د پښتنو د کوچنیانو په سندرو کې هم داسې شیان شته چې دوی یې په ارزښت نه پوهېږي، خو بیا هم د دوی سندرې پرې ښایسته دي. ما دې ته، د کارل یونګ د نظریې په مقابل کې، د اجتماعي شعور نوم ورکړ.
په دې برخه کې مې ډېره هڅه وکړه چې لږ تر لږه یوه لیکنه پیدا او ولولم، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدم.
زموږ، یا د پښتنو د کوچنیانو، په سندرو کې ډېر داسې څه شته چې په هغو کې د اسلامي او پښتني ارزښتونو ترڅنګ سیاسي موضوعات هم پالل شوي دي. دا سندرې مې یوازې د خپل کلي له ماشومانو څخه راټولې کړې دي او کټ مټ یې هماغسې لیکم لکه دوی چې یې وایي.
په دې سندرو کې ډېر نوي مسایل هم شته چې کوچنیانو ورته تازه انعکاس ورکړی دی. له اجتماعي شعور څخه زما موخه دا ده چې زموږ د لویانو ځینې ارزښتونه، چې دین او خپلې پښتو ته ژمنتیا په کې نغښتې ده، په دې سندرو کې هم منعکس شوي دي. دا انتقال، زما په اند، حتمي یوه ارثي او جنیټیکي اړیکه لري. له همدې امله، زه دې ګډوالي ته د اجتماعي شعور نوم ورکوم.
زه غواړم دا مسایل له دوو اړخونو وڅېړم:
لومړی: له دین سره په ارتباط کې. دویم: له پښتونولۍ سره په ارتباط کې.
دا خبره واضح ده چې موږ له نسلونو له نسلونو څخه مسلمانان یو او بله دا چې موږ له اسلام وړاندې پښتانه یو او دا دواړه ارزښتونه موږ ته یو منلی هویت راکوي ، چې دا بیا نسل په نسل موږ ته رارسیدلي دي. راځئ چې لومړی ددې دواړو په پیژندلو لږ څه تم شو:
اسلام د اسماني ادیانو وروستی دین دی ،چې قران دهغې دحکمونو مجموعه ده او په کې هرڅه واضح دي. داسلام په تعریف کې ویلی شو چې دالله ج احکامو ته غاړه ایښودل دي او دا غاړه ایښودل به له تسلیمۍ سره ګډ وي؛دمسلمانانو پلرونو او نیکونو دا دین تر دغه وخته رارسولی دی چې زمونږ دفرهنګ ډیره برخه اسلامي ده او دې شي په کوچنیانو هم تاثیر کړی دی.
دویم پښتونولي زموږ دپښتنو یوه بل ارزښت دی، دپښتون په نزد پښتونولي داسې کلمه ده چې په دې کې، هغه ټول شیان پراته دي، چې د دوی دقومي روح او عظمت او ملي روایاتو بېخ ګڼل کیږي؛ وګورئ پښتو ددوی دملي ژبې نوم دی، پښتون د دوي دقوم او پښتونخوا ددوی دوطن نوم دی او دهمدې لفظ څخه دپښتونولۍ مانادار لفظ جوړ شوی دی. ددغو دریو کلمو لفظي تناسب چې په یوه عمیق معنوي او روحي ربط باندې دلالت کوي دنورو قومونو په لغاتو کې هیڅ نه مونده کیږي. دکوچنیانو سندرې دپښتني فولکلور برخه ده چې کوچنیان یې دلوبو پروخت وايي او خپله ساعتیری پرې متداومه ساتي، زما دخپل دلیل له مخې فولکلور دانساني ژوند خوندي کوونکی دی په دې کې ټول هغه څه خوندي دي چې انسانو پېړۍ پېړۍ دخپلو رسومو او عنعناتو په شمول دژوند په نورو برخو او انساني اړتیاوو کې پاللي دي؛ دکوچنیانو ادبیات دنړۍ په ادب کې یو ځانګړی ځای اومقام لري او ددې ادب په مرسته دکوچنیانو ذوقي او رواني اړتیاوي پوره کيږی، ترټولو جالبه داده چې دکوچنیانو په ادب کې لویان کار کوي او د دوی په ژبه یې دوی ته وړاندې کوي، په پښتو ژبه کې داسې ډیرې دکوچنیانو سندرې شته چې په هغې کې دلویانو ځیني فکرونه هم نغښتي دي چې دا له لویانو څخه په ارثي توګه او هم دټولنیز تاثیر له امله را انتقال شوي دي، زه به په خپله دغه مقاله کې هڅه وکړم چې د دلایلو له مخې دا اړیکې ثابتې کړم لومړی دا سندره ګورو
ای شم
بی شم
ونې ته ختی شم
بیرته کوزیدی شم
ونې لاندې مار وو
مار په خوله کې تار وو
تار به ترې راکش کړم میلمنو ته به په کار شي
ډب ډبې سینګار شئ
(دکوچنیانو له خولې)
د مېلمنو پالنه په پښتنو کې یوډیر پخوانی او راسخ عادت دی، مېلمه پالنه هر پښتون دخپل ژوند مهمه برخه ګڼي؛ پښتانه تردې حده میلمه پالنې ته اهمیت ورکوي، چې په کوم حال او کوم ځای کې میلمه نه شي پاللی هغه ځای او مکان هیڅ نه خوښوي او بله دا چې سړی په پښتو ژبه کې لږ هم عمیق شي، نو ورمعلومه به شي چې په پښتو ژبه کې څومره محاورې دمیلمه داستقبال لپاره دي، همدا دپښتنو په مېلمه پالنه باندې ښکاره ثبوت دی، دکندهار خلک وایي:( ښه راغلې خدای دې لره ) دجنوبي او مشرقي پښتانه وایي : (ستړې مه شې په خیر راغلې او په ځواب کې ویل کیږي مه خواریږې سلامت اوسې خدای دې وبښه)
په دې سندره کې تاسو وینئ چې دپښتنو په ریښه کې څومره ژور دمېلمه مقام اومنزلت دی، چې دا کار ددوی ماشومان هم په ناخود اګاه ډول کوي او ددوی هم دشعور برخه ګرځیدلې ده، چې همدې ته داجتماعي شعور نوم ورکولی شو، ځکه دا هغه کړنه ده چې ددوی دلویانو څه چې دپښتو او پښتونوالې په ریښه کې ده او دهمدې ریښې له مخې دا لفظ داکوچنیانو او لویانو ترمنځ مشترک شوی دی
(تار به ترې راکش کړوو مېلمنو ته به په کار شي)
په دې جمله کې تاسو دمېلمه هغه اکرام او عزت وینئ، چې پښتون ماشوم هم په خپلو سندرو کې راوړی دی او دا یې ثابته کړې چې پښتانه ماشومان هم په دې پوهیږي، چې له مېلمه که سر هم ځار شي کمه ده.
په دې خای کې مونږ وینو چې دپښتنو په قانون کې مېلمه ځانګړی ځای لري او دا د دوی ماشومان هم پالي، که عملي نه شي کولی په خپلو سندرو کې یې ځای حتما ورکړی دی.
استاده اجازه راکړه
دوه لښتې اضافه راکړه
پلار ته مې ډوډۍ وړم
پلار مې لس روپۍ راکړې
لاړمه دوکان ته
دکان کې مې مالټه واخیسته
مالټه کې یو چنجی وو
دکانداردخر بچی وو
(د کوچنیانو له خولې)
په دې سندره کې څو نقاط موندلی شو، چې دکوچنیانو شعور ته یې دمذهب او پښتني ارزښتونو له مخې لاره موندلې ده.
لومړی: تاسو داستاد کلمې ته ځیر شئ، چې په کې ماشوم داجازې یادونه کوي دا هسې عبث نه دی یاد شوی بلکې استاد ته دیوه معزز شخص په سترګه لیدل کیږي او دازمونږ او ستاسې مذهبي رسم هم دی، چې دیني عقیده یې بنسټ جوړوي دپیغمبر ع حدیث مبارک دی، چې: (انا بعثت معلما) زه معلم رالیږل شوی یم. دهمدغې مصداق له مخې کوچنیان استاد ته په احترام قایل کیږي.
دویم: څیزچې په دې سندره کې شته هغه دپلار لپاره د دوه لښتو قبلول دي؛ زمونږ په فرهنګ دپلار سره نیکي کول او دهغې له خبرې څخه نه وتل ضرور شته، چې دا کار لویان هم کوي او دکوچنیانو په سندرو کې یې ځای نیولی دی، بله خبره په کې دپلار لپاره قرباني ورکول دي، چې ماشوم دپلار دخدمت لپاره دوه لښتې قبلوي، خو هغه ته ډوډۍ وړي چې دا کار زمونږ دټولنې دشعور برخه جوړه شوې ده او پالو یې.
دریم: په کې د تشدد او تاوتریخوالي هم شته، چې پښتانه کنځلي کوي؛ دا کار د دوی په نسلونو کې همداسې را روان دی که مونږ ځیر شو، اوس هم ډيری پښتانه په خپل کور کې کنځلې کوي او ترټولو بده داده چې دخپلو بچیانو ترمخ یې کوي، چې همدا بیا ددوی کوچنیانو ته انتقالیږي او دا دی تاسو یې په دې سندره کې هم لیدلی شئ.
ای بې بې کڅوړه
دا جوړه په څو ده
دا ماما غریب دی
اوس به پهلوان شي
دغه سکول به وران شي
دغه سکول کې ډلې ډلې ښځې دي
پیر بابا ته تللي دي
سوال یې قبول شوی دی
وا وروره پیداشه
ستا په ډولۍ ډزې دي
ستا په ډولۍ جنګ دی
لاس کې مې قلۍ قلۍ بادرنګ دی
(د ماشومانو له خولې)
که په مجموعي توګه مونږ په دې سندره خبرې کوو نودې پایلې ته رسیږو، چې په دې کې هم ډېر داسې شیان شته چې له لویانوڅخه کوچنیانو ته رارسیدلي دي.
لومړی: په دې کې تاسو دغربت مسله اونوم ته فکر وکړئ! دا به یوازې زمونږ دفرهنګ ستونزه نه وي، بلکې دا د دنیا په هرګوټ کې غندل شوی دی او غندل کیږي. له غربت شکایت دپښتو شاعرۍ هم یوه اهم مضمون دی او مونږ او تاسو یې ډیرلولو، بې وزلي دانسان دارمانونو هغه قاتل دی چې دروح په شتون کې انسان مړی وي، زه باور لرم چې په یوه داسې ټولنه کې چې بې سوادي په کې ډېره وي نو په هغې ټولنه کې غربت دانساني حیثیت لیلامونکی دی. پښتو ټپه ده چې:
غریبي ورکه کړې خاونده
بې قدره ګرځي نازولي صورتونه
دا پښتوټپه موږ ته ښایي، چې په غربت کې انسان دبې قدرۍ په اخري حد کې وي، په پښتو شاعرۍ کې هم او په ځانګړي ډول په فولکلور کې، پښتنو بالخصوص ښځو له غربته ډیر شکایت کړی دی. یوه بله پښتو ټپه ده:
مرګی خو ښه دی پرده پوښ دی
ورکه نیستي شه چې سړی بربنډوینه
مرګ سره له دې چې یو حقیقت دی، خو بیا هم دومره تریخ دی، چې ډېر کم انسانان هغه هم دنورو لپاره ورته چمتو کیږي، خوپه دې پښتو ټپه کې غریبي له مرګ هم بده بلل شوې ده، نو په دې توګه ویلی شو چې غریبي زمونږ او په ټوله کې دنړۍ په فرهنګ کې غندل شوې ده. ددې سندرې په دغو څو تورو کې هغه مفهوم رانقل دی چې نړۍ ترې هم شکایت لري او لویان یې هم ترې کوي نو ځکه یې کوچنیان هم په خپلو سندرو کې یادوي.
په دې سندره کې دویم لفظ چې توجو جلب کوي هغه دسکول کلمه ده، که څه هم سکول دافغاني پښتو لفظ نه دی او کوز پښتانه یې له انګریزۍ نه په تاثیر وایي، خو دلته هم دکوچنیانو په سندرو کې شته، دسکول ورانول بد کاردی اویوه خبره هم ده، که دښوونځي دروازې پرانستل شي، نو د زندان دروازه به ورسره وتړل شي، نو پښتون کوچنی دڅومره لوړ فلسفي منطق هغه انتها ته رسیدلی دی، دا داسې کوچنیان هم وایي چې هیڅ لا زندان نه پیژني او نه یې کوم عملي تطبیق لیدلی دی، خو په خپلو سندرو کې ځای ورکړی. بله مسله دلته داده چې پښتانه زیارتونه ته عقیدت ښیي که څه هم خرافات دي او اسلام یې سخت مخالفت کړی دی، مګر بیا هم دې څیز دکوچنیانو سندرو ته لاره کړې ده او هغوی یې دخپلو لوبو پر مهال وايي بله مسله دپیر بابا ده، چې دپښتو ادب په کلاسیکه دوره کې له اخوند درویزه سره یادیږي اصلا دا د هغه دمخالف ښوونکی وو او څنګ ،څنګ ته د پیر بابا مرید هم وو، نو دا دوه سببونه دي چې داجتماعي شعور نوم ورکولی شو دا مونږ دې ته هڅوي چې دکوچنیانو په سندرو کې لانور ډير غور وکړو او دقیق شو.
دریم:
وا وروره پیدا شه
په دې کې ماته هغه محرومیت ښکاري چې یوه پښتنه نجلۍ یې د ورور د نه شتون پر وخت له زړه دالفاظو په جامه کې راوباسي،د پښتو په لیکنۍ او هم په شفاهي ادب کې دا ټکی څرګند دی.
پښتوټپه ده چې:
بې وروره خور په کلي راغله
بیا یې نارې کړې چې له چا کره به ځمه
تاسې دلته دیوې خور هغه درد وګورئ چې دورورپه نشتون کې یې څرګند کړی؛ رښتیا هم ورور نه درلودل یوه لویه تراژیدي ده او دا خبره ښکاره ده چې پښتانه دلور په زیږون نه خوشاله کیږي او ښایي لومړی علت یې هم همدا وي چې خور خو دبل دکور وي او پلار او مور هم ډېروخت ژوندي نه وي، نو که ورور وي دهغه پوښتنه به وکړي، خوکه داسې نه وي نو خور به یې په میدان پاتې او ددې ټپې په څیر الفاظ به یې له خولې وځي، دویمه خبره چې باید یاده یې کړم او هغه دا چې پښتانه په لور ځکه نه خوشالیږي چې دا قوم همیشه غواړي چې غالب واوسي او دا ددوی فطرت دی په دي ټکي بیا دوی دنسل زیاتوالي ته خوشاله وي، له همدې سببه یې نارینه اولادونه خوښیږي او په لور باندې دومره نه خوشالیږي، اګر که دپښتون لور هم دزوی نه کم همته نه وي او همیشه په جنګ او جګړه کې له نارینه وو سره مرسته کوي خو سره له دې هم زوی ته نه رسیږي، نو هغه خوشالي چې په زوی کیږي په لور نه کیږي
په پښتو لیکني ادب کې هم داسې ډیرې بیلګې شته، چې ښایي ورور نه درلودل یوه ستونزه ده محبوب شاه محبوب وایي:
که دچا خور نه وي نو خیر دی څه پروا نه کوي
دا ډیره بده ده چې ګڼې خویندې ورور نه لري
دا یو فکر دی، چې مونږ یې په دې بیت کې ګورو، دا فکر ددې ټولنې تولید دی او په دې ټولنه کې نارینه ته یو خاص امتیاز حاصل دی.
ستا په ډولۍ ډزې دي
ډولۍ مونږ او تاسې ته دپښتون ناموس تداعي کوي او دناموس کلمه عامه ده دقام او ښځې ناموس دې ټولو ته کارول کیږي، مګر دپښتون ناموس یوازې په ښځه اطلاقوي، پښتانه په ناموس کې دومره جدي دي چې وایي (که څوک خپل ناموس نه شی ساتلی دبل هم نه شي ساتلی)دا خبره ښایي چې په دوی کې څومره دمتاقبل احترام قوه بارزه ده او دا دپښتونولۍ مهم رکن ګڼي
حمید بابا وایي:
چې دبل ننګ و ناموس ساتلی نه شي
وبه نه ساتي څوک خپل ننګ اوناموس
پښتون په ناموس هر ډول جنګ او جګړې ته تیار دی، هغه که یې خپله وي او که بله وي، ویل کیږي چې دشیر شاه سوري زوی په سهوه کومې هندوې ښځې ته کتلي وو، چې هغه په یوه ځای کې لوڅه لمبیده، نو هندو عرض پرې وکړ، شیرشاه امروکړ چې دده دزوی ښځه دې لوڅه شي او هندو دې ورته وګوري، نو په پښتنو کې دا دیو عام دود دی چې پردی ناموس هم خپل ګڼي.
اکو بکو
غوا مې راغله په ترپکو
طالب راغی په چکچکو
امریکا لاړه په ترپکو
(دکوچنیانو له خولې)
زمونږ البته په بره پښتونخوا کې دنظامونو بدلون چې لوی سیاسي ناورین بې څه کم یوه پیړۍ جوړ کړی دی، داغیز څخه یې هیڅوک هم سترګې نه شي پټولی اودې څیز دټولو هیوادوالو په ژوند باندې ښه تاثیر نه دی کړی، دا ځکه چې دلته دواک پر سر شخړې شوي دي او په کې ترټولو زیات زیان عامو خلکو لیدلی دی، نو ددې اغیز دکوچنیانو په سندرو کې هم ظاهر شوی دی، چې دا هم له لویانو سره دکوچنیانو دشراکت وجه ده او بلاخره دکوچنیانو شعور ته یې هم لاره کړې ده، دویمه داده چې زمونږ هیواد د دریمې نړۍ دهیوادونو په کتار کې دی او وخت په وخت په کې زبرځواکونه خپلې منګولې ښخوي چې په کې هر یو خپلې موخې لري، لومړی روسانو او په دا وروستیو کې امریکایانو ددې هیواد سیاسي واک ټینګ کړی وو، خو جهاد چې ظاهرا یې مشري طالبانو کوله اونږدې شل کاله یې جګړه وکړه او واک ته ورسیدل، دا یوازې ترلویانو پورې محدود نه شو پاتې او دادی دکوچنیانو سندرو ته یې هم لاره وکړه او دټولنیز شعور بیلګه یې بللی شو.