د ماشومانو تر مخه زموږ هر ښه او بد فعل، که هغه خبره/کار وي، د ده په ذهن کې یو پیغام پرېږدي، مستقیم اغېز ورباندې کوي او هڅه کوي، زموږ همدا کارونه پخپل ژوند کې عملي کړي.
ډېری وخت موږ د ماشومانو له چلند شکایت کوو، خو دا هېر کړو چې د هغوی د شخصیت لومړني بنسټونه زموږ په کورونو کې اېښودل کېږي.
نو هڅه وکړئ!
درانه عادتونه، ور زده کړئ!
په منطق ورسره لاړ شئ!
که یو امر ورباندې کوئ او یا یې له کوم کار منع کوی، نو په دواړو حالتونو کې قناعت ورکړئ او بیا کار پرې ترسره کړئ او یا یې منع کړئ!
وخت ورکړئ، ترڅو د ترسره کیدونکي/منع کیدونکي کار لپاره دلایل وپوښتي!
که قانع مو نه کړ، وخت مو ور نه کړ او دا کارونه مو په زور پرې اجرأ کړل، نو دا کار موقتي دی او ستاسو په نشتون کې به له دواړو څخه سرغړونه کوي؛ چې دا د ماشوم د بې لارې او یاغي کیدو غټ لامل هم دی.
هغه ماشوم چې په مینه، منطق، درناوي او مسؤلیت سره وروزل شي، په راتلونکي کې د ټولنې یو سالم، مسؤل او ګټور غړی ګرځي. برعکس، ناسمه روزنه د ټولنې پر امنیت او اخلاقو منفي اغېز کوي.
زموږ اکثره پلارانو خپل ماشومان همداسې عادت کړي، د دوی په مخ کې ملایکه وي، خو په کور، کلي او ګاونډ کې شیطان ترې فنا غواړي. دا یوه ناکامه پالیسي ده او راتلونکی یې خرابیږي، چې مسؤلیت یې ستا خپل دی او له عواقبو یې بیا ټولنه رنځ وړي.
کله چې ماشوم د کوم کار د ترسره کولو یا نه ترسره کولو دلیل درک کړي، هغه په خپله خوښه اصول مني. خو که هر څه په زور ورباندې ومنل شي، د والدینو په نشتون کې د سرغړونې احتمال زیاتېږي او د خپلې خوښې کارونه، که ښه هم نه وي، کوي به یې.
د ماشوم په مخ کې سپک مه غږېږئ، ترڅو سبا همدغه ماشوم ستا ترمخه سپک و نه غږیږي او دغه کار ته دلایل و نه مومي.
ماشوم داسې وروزئ او اموخته کړئ، کوم کارونه چې، ستاسو خوښ دي، ستاسو په نشتون کې هم ترسره کړي او کوم کارونه چې ستاسو خوښ نه دي، ستاسو په نشتون کې یې هم ونه کړي!
تر مخه یې د سخت دریځۍ، جهالت، منفي او ذهن ګډوډوونکې خبرې، زړې، دروغجنې او سولیدلې بابولالې مه غږوئ!
حقایق ور زده کړئ، په حقایقو یې پوه کړئ او ورسره عادت یې کړئ! دا کار زموږ په کردار او عمل پورې ډېر تړلی دی.
د سویس مشهور ارواپوه «ژان پیاژه» ویلي دي:
“ماشومان یوازې د لويانو خبرې اوري، خو د هغوی له کړنو زده کړه کوي.”
ور زده کړئ چې، هر له ځانه مشر ته درناوی کوئ!
په لار ترې مخکې مه ځئ!
د مشرانو په مخکې خبرې کول ورته عادي کړئ، خو ورته ووایئ بې ادبي او په لوړ غږ خبرې مه کوئ!
باجرءته یې اموخته کړئ، خو بې ادبه نه!
د نارینه مشرانو ترڅنګ، د ښځینه وو درناوی هم ور وښیئ، ډېر ماشومان د نارینه احترام کوي، خو ښځو ته سپک نظر کوي او دا موضوع یو کلتوري اړخ هم لري «بدبختانه چې خپله نارینه مشران هم دا ستونزه لري».
ماشوم هېڅکله د همزولو په مخکې مه سپکوئ او تحقیروئ، ځکه سبا ته همدغه همځولي پیغور ورکوي، « خو دلته دا هم باید زده کړو چې پیغور ورکول هم ښه کار نه دی چې نورو ماشومانو زده کړی، باید ور زده نه شي». په تحقیر سره ماشوم سپین سترګی کېږي، اوس به راته څه نشي ویلی، خو چې لوی شي ښه ورځ به ترې و نه وینې!
د ماشوم سپکاوی، په ځانګړي ډول کله ناکله د عقدې، یاغیتوب او ناسالمو ټولنیزو اړیکو لامل هم ګرځي. چې بیا به زموږ له ماشوم ټوله ټولنه بد وړي او د شخصیت په تله به یو سپک انسان جوړ وي.
دروغجنې وعدې هم مه ورسره کوئ، چې دروغجن روږدی کېږي! مثلاً: که دا کار دې وکړ، مازدیګر ته بایسکل درته اخلم، خو چې کار وکړي، نه بایسکل وي او نه یې نوم، دا کار (دروغجنه وعده) ماشوم ته دا ور زده کوي، چې باید نور زموږ د خوښې کار ونه کړي. ځکه هسې هم ګټه نه لري.
موږ به یو اړخ ته ورته وایو چې دروغ مه وایه! بیا پلانی شی درته اخلم، خو چې رښتیا ووایي، بیا هېڅ هم نه وي او موږ خپله ورته دروغجن شو، چې سبا بیا رښتیا هم راته نه وایي.
ماشوم باید په داسې چاپېریال کې وروزل شي چې رښتینولي او پر وعدو وفا پکې عملي ارزښت ولري. دروغجنې وعدې د ماشوم باور کمزوری کوي او هغه د دروغ ویلو پر لور هڅوي.
زموږ په اقتصادي، تعلیمي او علمي غربت ځپلې ټولنه کې دا مسایل عملي کول او د ماشوم په ښه او اړین ډول روزل یو اسان کار نه دی او همدا لامل دی، چې بدبختانه، موږ بې شمېره په معنوي لحاظ نا سالم ماشومان لرو، د نننۍ زمانې د بې ادبه او په ټولنه د بار ځوانانو د شتون لامل هم، همدا حالت دی.
د یو ښه پلار مسؤلیت دی، چې د یو ښه ماشوم د لویولو او روزلو لپاره، لږ تر لږه ټولنیزه او د ارواپوهنې مطالعه وکړي او د غوره ټولنې په رامنځه ته کولو کې برخه واخلي.
درناوی
ژورنالېست
نصیر سنګین


