(لومړۍ برخه)
۱- ته يې کولی شې
د ارواپوهنې له مخې هڅوونکي کلمې د انسان په ذهن مثبت اغېز لري. خو ماشوم ته يوازې په «ته يې کولی شې» بسنه مه کوئ.
تاسو ماشوم بازار ته سودا پسې لېږئ، خو ماشوم ته مو د سودا اخيستنې چل نه وي ور ښودلی، بازار ته مو نه وي بيولی، ګډه خريداري مو نه وي کړې، نو يوازې په «ته يې کولی شې» ماشوم سمه خريداري نه شي کولی.
که ماشوم ستاسې همدا خبره ذهن کې ونيسي، بازار ته لاړ شي، خريداري کې اشتباه وکړي او تاسو ورته شور وکړئ، نو ماشوم سره فکر پيدا کېږي، چې زه د هېڅ کار نه يم او مور او پلار مې دروغ وايي، چې زه يې کولی شم.
ماشوم ته يې ور زده کړئ، بيا به دې ته ضرورت هم نه وي، چې ووايئ، ته يې کولی شې. زدکړه تر هڅونې لوی ځواک دی.
۲- د کارونو اتمام
په خپلو ماشومانو هغه کارونه مه کوئ، چې هغوی يې پای ته نه شي رسولی او د اتمام لپاره يې ستاسې مرستې ته اړتيا لري.
مثلا دروازه وټکېده، تاسو ماشوم ور استوئ، ماشوم دروازه پرانيزي، خو په دې نه پوهېږي چې څه وکړي. بېرته تاسو ته در منډه کوي، تاسو دروازې ته راځئ، د راغلي کس ستونزه ور حل کوئ. ماشوم فکر کوي، چې يوازې د کار لومړني پړاوونه زما مسوولیت دی، پای ته رسول يې زما په غاړه نه دي، يا يې نه شم کولی. دغه ذهنيت ټول عمر ماشوم سره پاتې کېږي.
ماشومانو ته لنډ، لنډ کارونه ور وښيئ، چې بشپړ يې کړي او نتيجه يې ملموسه او ښکاره وي، داسې چې تاسو يې هم ووينئ او ماشوم هم ورته خوشاله شي. مثلا د خپلې بسترې ټولول، د شيانو تنظيم، د سپکو لوښو وينځل او داسې نور.
په دې سره د ماشوم پر ځان باور لوړېږي او د کارونو د اتمام خوی يې پخېږي.
۳- د مجلس اداب
ماشوم ته د مجلس اداب ور زده کړئ، بيا يې مجلس کې درسره کېنوئ، په ډک مجلس کې د مجلس اداب مه ور زده کوئ. ماشوم هم زړه لري، عزت نفس لري، ټپي کېږي او ممکن ژور ټپي شي.
مجلس کې يې غلی مه کېنوئ. له ماشوم نه هغه پوښتنې وکړئ، چې پوهېږئ، سم ځوابونه يې درکولی شي.
ضرور نه ده، خپل زوی مو په زدکړو يا د خپلې خوښې په برخه کې تکړه معرفي کړئ. ممکن ماشوم به مو رياضي کې تکړه نه وي او زړه به يې وي، چې تاسو يې هغه رسامي ياده کړئ، چې استاذ پوره لس نمرې پرې ورکړې.
مجلس کې له خپل ماشوم نه د نمايش توکی هم مه جوړوئ، ستاسې ماشوم انسان دی، ارام او دروند يې کېنوئ، هرې خواته يې مه ځغلوئ. ځينې ماشومان فطرتا دروند خوی لري، ارام ناست وي، په دې حال کې په ماشوم په سپک انداز غږ مه کوئ، چې پاڅېږه پلانی شی راوړه، داسې ډډه دې وهلې، ته وايې خان يې!
پرېږدئ چې ماشوم مو د خانانو خوی وکړي. زموږ ميرويس نيکه ماشومتوب کې لا ميرويس نيکه وو، تاريخ مو يې لوستی؟
۴- لوبې او ماشومان
ماشوم په زوره د لوبو لپاره بيرون مه استوئ، ممکن بيرون به ځورول شوی وي، ترهېدلی به وي، سپکاوی به يې شوی وي.
ماشوم ته خپله وخت ورکړئ، لوبې ورسره وکړئ. د لوبو په جريان کې يې په دې پوه کړئ، چې ولې ښه وي، چې لوبو کې ډېر ملګري وي او د ډېرو کسانو ګټه څه ده.
له ماشوم سره د ساتېري لپاره تر ټولو ښه فعاليت رسامي کول دي. يوه پاڼه ځان ته واخلئ، يوه ماشوم ته ورکړئ. رسامي چې ښه وشي، انسان ته خوند ورکوي او چې ښه ونه شي، د ژورې خندا سبب ګرځي. دا دواړه انسان ته هم ګټه رسوي او له ماشوم سره ستاسې اړيکه هم دوستانه کوي.
ماشومانو ته دا هم وښيئ، چې څنګه مختلف کارونه د لوبو په شکل کولی شي او ولې په هر کار کې جديت ضرور نه دی. موږ او تاسې ډېری وختونه خپلو ماشومانو ته لوبې هم يوه جدي چاره ګرځوو، ځان هم ځوروو، ماشوم هم خرابوو.
۵- ماشوم ته خپل نوم واخلئ
ماشوم ته کدو، لډو او پيړو نومونه مه اخلئ. بله دا ده چې دې کار ته بيا د ناز او ډېرې مينې نوم خو هېڅ مه ورکوئ. چې ماشوم ته مو کدو او لډو ويل، نو نوم مو ولې پرې ايښوده؟
کدو او لډو د خوړو شيان دي، ماشوم مو انسان دی. کله نا کله يې نوم سره ښاغلی او صاحب هم ياد کړئ. د نوم په بېلا بېلو ډولونو يې پوه کړئ. اصلي نوم، پوره نوم، کورنی نوم، تخلص، لقب، خطاب، کنيت او داسې نور.
لومړی په خپل ماشوم معنادار نوم کېږدئ. بيا يې په معنا پوه کړئ. بيا هغه بريالي او تکړه اشخاص ور وپېژنئ، چې همدا نوم يې درلوده.
که مو د زوی نوم ابو بکر وي، ولې دې ابو بکر صديق رض ونه پېژني او چې میرویس وي، نو ولې ميرويس نيکه سره اشنا نه اوسي؟ که کولی شئ، په نورو ژبو کې يې هم د نوم معادل ور وښيئ.
پای
يادونه: دا لړۍ «سل» برخې لري. وخت په وخت به پنځه، پنځه برخې خپروو. بيا به دمه کوو. څو ورځې وروسته به بيا پنځه برخې خپروو.