تاند – په ډنمارک کې روغتیايي او مصرفوونکې ډلې وايي، ځوانان باید د لوړې کچې کافین لرونکو څښاک له رانیولو څخه منع شي.
په روغتیا پورې یو شمیر اړوندو مدافع ډلو په ډنمارک کې د انرژي څښاک په اړه د سختو مقرراتو غوښتنه کړې ده.
د ماشومانو د روغتیا مرکز یو له دې موسسو څخه دی چې له اتلس کالو څخه کم عمر لرونکو کوچنیانو ته د انرژۍ څښاک پلور د منع کولو غوښتنه کوي.
د مورټین ګرونبیک شرکت اجرايي رییس وویل:«ډیر او ډیر هیوادونه ماشومان د انرژۍ له څښاکه ډډې کولو ته هڅوي – موږ هم باید دا کار وکړو.»
ده یورو نیوز ته وویل: «ماشومان د اعلانونو او انفلوینسرانو (نفوذ لرونکو) له لوري د دې زیان رسونکو څښاکونو د تر اغېز لاندې راځي. له بده مرغه خبرداري او د مشروباتو د صنعت ښه نیتونه کافي نه دي.»
ورته غوښتنې د ډنمارک د مصرفوونکو شورا (Forbrugerrådet Tænk) او د ډنمارک د خوړو ادارې (Fødevarestyrelsen) کړي دي.
د مصرفوونکو شورا غواړي تر 16 کالو څخه کم عمر ماشومانو ته د کافین مشروباتو د پلورلو مخه ونیول شي.
د ډنمارک د مصرفوونکو په شورا کې د پالیسۍ رییس کارین بریک وویل:«د ډنمارک د خوړو چارواکو پریکړه کړې چې د انرژۍ څښاک د ماشومانو لپاره مناسب نه دي ځکه چې کافین د دوی پر دماغ او بدن منفي اغیزه کولی شي.»
طبي متخصصان د ماشومانو په منځ کې د انرژۍ څښاک کارول له اضطراب، فشار او د ځان وژنې په اړه له فکر کولو سره بې ارتباطه نه بولي.