لیکوال: ډاکټر مصطفی تبریزي
ژباړن: طارق وزیر
که اولادونو مو په یادولو او زده کولو کې ستونزې لري، نو لاندې توصیې عملي کړئ!
۱:د یو متخصص پواسطه یې د غوږونو او سترګو له کامل رغون ځانونه ډاډمن کړئ!
۲:په کور کې یوه ارامه او له تشدد خالي فضا رامنځته کړئ!
٣: د لوبو او شوخیو لپاره ماشوم ته وخت ځانګړی کړئ!
۴: ماشوم پارک،سینما،باغ وحش او د سیل نورو ځایونو ته بوځئ!
۵:داسې ترتیب ورته جوړ کړئ،چې د لوبو لپاره پکې وخت ولري.
۶: د دۀ په شخصي چارو،د ښوونځي مسایلو او نور د علاقې اړوند مواردو کې یې تشویق کړئ او په اړه یې وغږېږئ!
۷: له وهلو،ملامتولو او له نصیحت ډډه وکړئ؛ د دې پر ځای چې کله کوم مثبت کار وکړي نو تشویق یې کړئ!
۸: د ماشوم پوښتنو ته ساده،واضح او لنډ ځواب ورکړئ!
۹: د ماشوم د قوت نقطې پیدا کړئ او په درس،لوبو او نورو کارونو کې یې وهڅوئ.
۱۰: ماشوم ته ځینې مسؤلیتونه ورکړئ، چې پر ځان باور پیدا کړي او د ازادۍ احساس وکړي.
۱۱: کوشش وکړئ چې ماشوم له همځولو یا له دۀ د یو دوه کاله مشرانو یا کشرانو سره بازۍ وکړي.
۱۲: په کور کې کتاب یا ورځپاڼه ولولئ او هڅه وکړئ چې اولاد مو له کتاب لوستلو سره ستاسې علاقه وویني.
۱۳: په کافي اندازه د لوبو ساده او ښۀ شیان ورته برابر کړئ!
۱۴: ماشوم ته ور زده کړئ چې د لوستو لپاره فقط کتاب نۀ دی، بلکې د ورځپاڼو، د دوکانونو او نورو ځایونو د لوحو په لوستلو هم تمرین کولی شي.
۱۵: له مدیر او معلم سره د ماشوم اړیکه باید مینه ناکه او تشویقي وي، چې دا د ماشوم په هڅاند کیدو کې کومک کوي.
۱۶: د ماشوم پرمختګ تعقیب کړئ خو پرته له دې چې تل ترې پوښتنې وکړئ.
۱۷: د ماشوم د مطالعې لپاره کوټه،روښنایي،مېز او نور د اړتیا وړ شیان برابر کړئ!
۱۸: هڅه وکړئ چې د ماشوم د مطالعې لپاره ارام ځای وټاکئ!
۱۹: د ماشوم له سلامتۍ د ډاډمنتیا لپاره یې همیشه د یو متخصص تر پاملرنې لاندې وساتئ!
۲۰: که د ماشوم کوچنی پرمختګ هم ووینئ نو ورته یې ووایئ او ستاینه یې وکړئ؛ چې پر ځان یې باور زیات شي.
منبع: د لوستنې د اختلالاتو درملنه