زه چې د زده کوونکو له اولیاوو سره د زده کوونکو د درسونو، سلوک او رفتار په اړه خبرې کوم، نو ۸۰٪ اولیاء راته وايي چې زموږ ماشومان سم، سم وهه. له ډېرو سره زه ټوکه وکړم، چې که په وهلو اصلاح کېږي، نو بیا یې ولې موږ ته رالېږئ، خو تاسو یې په کور کې پسې ډبوئ، ان شاءالله چې تاسې به له موږ څخه په وهلو کې تکړه یاست.
نورو ملتونو د ماشوم روزلو ټولې مروجې طریقې تر بحث او تجاربو لاندې ونیولې؛ هغه لارې چې د ماشوم په روزلو کې یې مرسته کوله، لا یې تقویه کړې او هغه تګلارې چې د ماشوم په سلوک او رفتار یې بدې اغېزې کولې، له منځه یوړې او پر نورو مناسبو لارو چارو یې غور وکړ. خو موږ لا هم دا متل زمزمه کوو: چې ډب نه وي، ادب نه وي.
موږ ماشومان ځکه وهو، چې غواړو خپله خبره ورباندې ومنو؛ هغه که د درس زده کولو په اړه وي، که د اخلاقو او سلوکو په اړه وي او که له شوخي څخه د راګرځولو په اړه وي. خو دې ته مو پام نه دی کړی چې دا وهل د ماشوم په ژوند څومره منفي اغېز ښندلی شي؟
په موږ کې تشدد، تېزي او وحشت د نورو ټولنو په نسبت ډېر زیات دی. موږ په ډېرو وړو، وړو خبرو ښکنځل کوو، غوسه کېږو، جنګونه کوو او حتا مړي کوو. دا ټول ولې کوو؟ دا سمه ده چې دلته اوږد جنګ تېر شوی. د دې جنګ په دوران کې ډېر ظلمونه شوي، چې له امله یې دلته تشدد وده کړې. خو د دې ترڅنګ یو لړ نور مهم عاملونه هم شته، چې هغه به د روانپونې په کتابونو کې لټوو. د روانپوهنې علم وايي: که په ماشومتوب کې له ماشومانو سره سخته او له تشدده ډکه رویه وشي، نو هغه سختدریځه او متشدد لویېږي. کله چې هغه لوی شي، نو چلن یې د مینې پر ځای له کرکې او غوسې ډک وي، د مهرباني کچه یې ډېره کمه وي.
که موږ اوس له خپلو ماشومانو سره سخت او له تشدده ډک چلن وکړو، نو ممکن هغوۍ هېڅ ونه وايي او له دې برسیره زموږ د غوښتنو مطابق عمل هم وکړي. خو زموږ دا سخت چلن بې ځوابه نه پاتې کېږي. نن چې د دې ماشوم لاس پر چا بر نه دی، نو ځکه بې ځوابه دی، خو که همدا نن یې هم لاس بر شي، خپل غچ به له هغه چا واخلي، چې بې ګناه دی. هغه ماشوم چې وهل شوی، نو که موقع په لاس ورغله، خپل کشر ورور/ خور وهي، که بل کوچنی په لاس ورشي، په یو نه یو ډول ورته اذیت رسوي. که هېڅ انسان پیدا نکړي، حیوانات هم نه پرېږدي. هغه ماشومان چې له حیواناتو سره له تشدده ډک چلن کوي، په هغوۍ خپله تشدد شوی وي. له ماشومتوب ورهاخوا؛ چې کله لوی شي، هر څوک یې چې تر لاس لاندې شول، سخته او تونده رویه ورسره کوي.
زموږ په ښوونځي کې یو تعداد زده کوونکي شته چې تر ټولو زیات جزايي کېږي، خو هغوۍ تر ټولو زیاتې غلطۍ او نافرمانۍ کوي. له دې څرګندېږي، چې ماشوم ته سزا ورکول، د هغوۍ غلطۍ نه کموي.
ماشومان حتمن غلطۍ او خطاوې کوي. موږ به د خطاوو د لیدو زغم په ځان کې روزو او داسې به هم نه کوو چې د هغوۍ غلطۍ بابیزه وبولو؛ باید هغوۍ په خپلو غلطیو پوه کړو او د بیا ترسره کېدو مخه یې ونیسو. که یو ماشوم د ګاز له نغري سره لوبې کوي، نو په دوو طریقو یې مخه نیولی شو، لومړی دا چې ماشوم وپوهوو چې دا سم کار نه دی، تا ته تاوان رسولی شي او له تا سره داسې کار ښه نه ښکاري. دویم دا چې ماشوم تحقیر کړو او سزا ورکړو. دا دواړه طریقې له یو بل سره توپیر لري. په لومړۍ طریقه کې ماشوم د کار په اړه فکر کوي چې سم نه دی. خو په دویمه طریقه کې ماشوم د کار په اړه نه، د ځان په اړه قضاوت کوي، ځان ورته ناسم او د کرکې وړ ښکاري. دی په خپل نفس باور له لاسه ورکوي؛ کرکجن، ضدي او متشدد لویېږي.
که په ټولنه کې سختدریځي او تشدد ختم شي، نو ورور به له ورور، تره زوی به له تره زوی، ګاونډي به له ګاونډي او کلیوال به له کلیوال سره په خوشالي او مینه ژوند وکړي. خو دا به هغه وخت ختمېږي، چې پر نورو تشدد ختم شي. زموږ په ټولنه کې تر ټولو ډېر تشدد په ماشومانو کېږي. له بده مرغه چې دا تشدد هم د اصلاح په موخه کېږي، چې نتیجه یې برعکس ده. که پر ماشوم تشدد ختم نشي، نو زموږ په ټولنه کې روان وحشت او تشدد نه ختمېدونکی دی.
د ښوونځي مدیر