په یوه ښکلي کلي کې یو هلک و چې نوم یې احمد و. احمد ډېر مهربان او زړور و. هغه هره ورځ له خپلې ملګرې زرغونې سره لوبې کولې. زرغونه یوه هوښیاره او خوشحاله نجلۍ وه.
یوه ورځ، احمد او زرغونه د کلي ترڅنګ باغ ته ولاړل. هلته یې یوه کوچنۍ مرغۍ ولیده چې وزر یې ټپي شوی و. مرغۍ الوتلی نه شوه او ډېره وېرېدلې وه.
احمد وویل: “راځه چې له دې مرغۍ سره مرسته وکړو.”
زرغونې وویل:”هو، موږ باید مهربانه واوسو.”
هغوی مرغۍ په احتیاط سره کور ته یوړه. زرغونې د مرغۍ لپاره اوبه راوړې، او احمد ورته لږې دانې کېښودې. څو ورځې وروسته، مرغۍ ښه شوه.
څو ورځې وروسته احمد او زرغونې مرغۍ بېرته باغ ته یوړه. مرغۍ ورو ورو وزرونه وخوځول او اسمان ته والوتله.
زرغونې په خوښۍ وویل: “موږ ښه کار وکړ!”
احمد موسک شو او ویې ویل: “هو، مرسته کول تل ښه وي.”
له هغې ورځې وروسته، احمد او زرغونه پوه شول چې کوچنۍ مهرباني هم لوی بدلون راوستلی شي.
سمیع الله خالد سهاک
کلیفورنیا، د امریکا متحده ایالات


