اسدالله بلهارجلالزی
ماهي ووي: ای ماشومه
تل له ما سره را درومه
موږ د سیند رنګین کبان
دلته اوسو خوښ خندان
درته ټول به راولمه
بیا هر یو درپیژنمه
یارمې تور لکه ایرغۍ
بل هم سپین دی لکه پۍ
دریم دی لکه نارنج
بل کټ مټ دی شینتوپۍ
یو وړوکی اسمان رنګه
بل یی برګ لکه کاغۍ
کښته پورته وهو منډي
ښوروو خپلي لکۍ
خو دا واوره غافل نه یوو
کوو ذکر په راستۍ
د معبود دې پاکه مینې
یوو تړلي په رسۍ
په رڼو اوبو کې ناڅو
لکه وراوو کې جنۍ
راشه وخانده ماشومه
په خپل ژوند کې یوه ګړۍ
په ښیښه غوندې قفس کې
موږلرو ښکلي ماڼۍ
په دا لوی نړۍ کې ویر دی
ستاسو ځمکه سره بټۍ
ستاسو کور له غلو ډک
ماړه نه یاست په مړۍ
سر مولوڅ پښی هم لوڅي
نه ټوپۍ نه موکپۍ
غلیمان د یوه اوبل شوئ
وهئ یو د بل غړۍ
له جنت غوندې مکانه
وړئ له ځان سره سپرغۍ
بل کمال هم درسره شته
که د وینو دا لړۍ
ګوره نولس به شل نه شي
بې له مرستې د ادکۍ
قلم واخله علم زده کړه
خلک ولاړل تر سپوږمۍ
له خورکۍ سره جنګ مه کړه
ورته راوړه ښه نتکۍ
بیا قلم او کتابچې
او د رنګ یوه مشواڼۍ
نور د خوب وختونه نه دي
سر را باسه له شړۍ
ستن در واخله ګلالیه
بندي کړه خپلې تڼۍ
لاس په کار شه زما یاره
چې شي ورکه دا کاختۍ
نور زاړه وختونه لاړل
ګوره نوي شوه پیړۍ
ټول همځولي درته خاندي
چې لا ته کوي بیډۍ
په یوه لاس کې دي لینده ده
او په غاړه کې مرۍ
ګوره ټکنده غرمه ده
ځمکه سره لکه تبۍ
کټوي په دیوالو کې
سرې غومبسې او مچۍ
چې په تا شي هم یوه څرخه
بیا نارې کړي د وۍ وۍ
بیا له ځالو نه راواخلي
د مرغۍ خوارې هګۍ
د دالان په تیر کې ګوري
سپینې تورې توتکۍ
کله ولاړ شي تر غنمو
شنه غنم راوړي ګیډۍ
یا هم پرې کړي له څیریو
څوڅوڅانګې اوغوټۍ
کله ورشي کوم پالیز ته
هندواڼه غواړې ګردۍ
کله سپی په لوټه ولي
کله تښتي بیا سپۍ
راشه راشه زما یار شه
نورې مه کوه بدۍ
اول ذکر د باري کړه
له زړه وباسه لټۍ
شریک نه لري رب یو دی
دا وینا ده لرغونۍ
احمد يي ښه استازی
او لارښودی د نړۍ
وسوسې د شیطان پریږده
کوه لوی رب ته زارۍ
په نوم د الله ولوله
ښایسته لیکې نرۍ
که په علم پسي ولاړې
او په سر دې شوه بګړۍ
په وزر د ملایکو
به پښې ږدي هم څپلۍ
که په علم پسې مړ شوي
ته شهید يي په راستۍ
چې پوهیږي او نه پوهیږي
فرق ترمنځ دی د هغوئ
نور راووزه زما یاره
ته شرف یې په نړۍ
ځان څراغ کړه ځان ډیوه کړه
او رڼا کړه دا کوټۍ
زیار و باسه چې عالم شه
یا خادم شه د هغوئ
تر مرګه پورې نه وي
خوب په غیږ کې د ابۍ
د ابۍ مات شوي لاس ته
نور درمان شه او پټۍ
که په زړونوکې ځای غواړي
نور خادم شه د هغوئ
بیا چې زښته ډیر محبوب شي
شه خادم د پرګنۍ
په زغرده درته وایم
يې ولاړ د پاڼ په ژۍ
لوی سفر لري په مخکې
ورته نیسه تیارۍ
وخت درومي نه تم کیږي
نه به ته يي نه ګدۍ
جنګ مه کړه لاس را کاږه
د خوره کې له کوڅۍ
ولاړ شه راوړه له بازاره
ورته ښکلی ښې لښتۍ
خدایزده ولی د اسې کاندي
لټ یې ناست په پلتۍ
تل په لاس کې ستا ډبرې
ژوبلوي ته پې هیلۍ
یا پټي ورته کیږدي
کلک دام لومې کړۍ
بندوي په کې لالیه
ته هم زرکه هم سیسۍ
که ښه کړي ازار يي مه اخله
د ادکۍ او توتکۍ
راشه راشه چې ودانه
کړو د میني دنیاګۍ
******
څه خوږه وینا دې وکړه
باوري یم بیا يې وکړه
نورې نه کوم شوخۍ
نه په کاڼو باندې ولم
زه چرګانې د بوډۍ
نه پریږدمه چې مورکۍ مې
ډیرې ووهي سلګۍ
زه به خپل کلي ته راوړم
د خوښیو یوه ډولۍ
دا همځولي به حیران کړم
د ګلانو په ټوکرۍ
بس واړه کارونه نکړم
سبق وایم په خوښۍ
چې له نورو له پاته نشم
یوه ثانیه هم د ګړۍ
زه سبق وایم په مینه
ای زما یاره رنګینه