اسرې بسرې د بابا په مصلې
په تا زه ګران یم که ادې
د څراغ پورته کړه پلیتې
بیډۍ اچومه درې
*****
اسرې بسرې بیډۍ اچومه درې
د بابا په مصلې
په ما ګران دواړه لیمې
هم يي زوی هم ادې
******
ادې بیا کټو کړه باندې
پخې غوښې دي د لاندې
ماته پټه پټه خاندې
ماماراغی له میلې
ترې ګټمه دوه ګولې
اسرې بسرې بیډۍ اچومه درې
******
اسرې بسرې د ادې په مصلې
غواړم غبرګې کڼاوې
سور واسکټ مې د زرتارو
په ټومیلې وي ایینې
بیډۍ اچومه درې
******
اسرې بسرې د انا په مصلې
د کاکا په مصلې
چې به نه کوي ګیلې
له شورا یا قورمې
له کورتو او شکنې
بیډۍ اچومه درې
*****
اسرې بسرې د غزني په دراوزې
د ملانوح بابا په مصلې
هم اييلي هم هورې
په روضه کې په چینې
د بهلول په شنې جنډې
******
اسرې بسرې د سلطان صاحب په روضې
هم په ښکلې منارې
د لایخوار تر مقبرې
د زیبا او ښایستې تر هدیرې
وړمه هیلي مې خوږې
د اوبو په څیر رڼې
اسرې بسرې، درې درې درې.
******
نوټ: *زیبا د غزني ښار کې هغه ناوې چې له انګریزانو سره په جګړه کې شهیده شوه.
*ښایسته ادې/ د قره باغ ولسوالي کې هغه دپاخه عمر میرمن چې روسانو په شهادت ورسوله. نوموړي ډیره دینداره او مجاهده میرمن یاده شوي. *ملانوح بابا – مشهور عرفانی او تصوفي شخصیت چې قبر يي د کابل – کندهار په لویه لاره کې د اندړو ولسوالي کې موقعیت لري. کابو دوه نیم سوه کاله وړاندې يي ژوند کاوه. خلک ورته ډیر درناوی او ارادت لري. *بهلول – د سلطان محمود د واکمنۍ په مهال اوسیدلی، صوفی او عرفانی شخصت دی. چې خلک يي اوس هم زیارت ته ورځي او ارادت ورته لري. *لایخوار – هغه صوفي چې په خپلو لارښوونو سره يي حضرت حکیم سنايي د مجازې سلاطینو له ستاینو څخه د حقیقي سلطان ستاینې ته را وګرځاوه. نوموړی د سنايي استاد بلل کیږي. * ییلي – په سمیه ایز ګړدود کې یعني ( دلته) هوري هم (هلته)