شرف الدین عظیمي
كورنۍ (Family) لومړنى ټولنيز بنسټ دى، چې ډېرى انسانان په كې دنيا ته راځي او له دې دنيا سترګې پټوي. كورنۍ د ټولنې یو وړوکی واحد دی، چې د نسل د ډېرولو او د ماشوم له روزنې سره – سره ډېرې نورې دندې هم لكه د اقتصادي بنسټونو لوړوالى، د كلتور او ارزښتونو ساتل او وده او داسې نورمسووليتونه هم لري، نو له همدې امله كورنۍ د وګړي او ټولنې او نورو بنسټونو تر منځ د ټولنېزو ارزښتونو د لېږد دنده سرته رسوي، دا چې كورنۍ او ټولنه ټينګې اړيكې سره لري، نو د وګړي دريځ هم تر ډېره بريده د ټولنې په دريځ پورې اړه لري. د انسان په ژوند كې يو لوى لامل، چې له انسان سره په ټولنيزتوب كې مرسته كولاى شي، هغه په كورنۍ كې د نوموړي د ماشومتوب پړاو او تجربې دي. د كورنۍ فضا له مينې، محبت، ځان تېرېدنې، صميميت او په ورته وخت كې له رخې، دښمنۍ، كينې، كركې او تاوتريخوالي ډكه وي. ماشومان ټولنيزې عاطفې او احساسات له مور او پلار او خويندو او ورونو سره تجربه او زده كوي، د كورنۍ غړي يو پر بل پورې تړلي وي او هر راز فردي ستونزه او ربړه كولاي شي، چې د كورنۍ نورو غړي هم په مستقيم او غير مستقيم ډول له اغېزې لاندې راولي او نورو غړو ته هم ستونزې پيدا كړي. همدا ډول كورنۍ له هغې اغېزې څخه، چې لري يې، كله ناكله د رواني اختلالونه په رغولو كې هم مرسته كولاى شي. كورنۍ يو تر ټولو اړين بنسټ دى، چې ټولنه تغذيه كوي او د ټولنې روغتيا او ناروغتيا هم تر ډېره بريده د كورنۍ په روغتيا او ناروغتيا پورې اړه لري. كورنۍ د ماشوم د روزنې لومړنى ښوونځى دى او بل هيڅ يو لامل هم تر دې حده اغېزمن نه شي برېښېدى. ماشوم خپل لومړني او بنسټيز درسونه له كورنۍ څخه زده كوي، د كورنۍ ډولونه، ضوابط او قوانین ټول په كورنۍ كې په ماشوم اغېزه كوي، له كورنۍ څخه پرته د متعادل ژوند هيله ناشونې ده او د يوه سالم فردي او ټولنېز ژوند لپاره خو د كورنۍ نه شتون يوه نا ممكنه خبره ده، كورنۍ د يوه ماشوم په نيكمرغۍ كې بې سارې ونډه لري، د كلتور، تمدن، ادب او دودونو په لېږد كې كورنۍ د خورا اهميت لرونكې ده، د ټولنې، تمدن، او كلتور د بقا او دوام لپاره له كورنۍ پرته بله ښه وسيله نه شته، كورنۍ ته كه له يوه اړخه وكتل شي نو يو وړوكى واحد دى، خو كه د اهميت له پلوه ورته وكتل شي نو يوه ډېره مهمه او لويه وسيله ده، چې د يوې لوې ټولنې بنسټ ږدي. د كورنۍ د قدر اندازه هله ښه څرګندېږي چې څوك خپله كورنۍ د مرګ، بېلېدو، جګړې او يا هم طلاق له امله له لاسه وركړي.
كورنۍ يو ټولنيز او طبيعي نظام ده، چې خپل ځانګړي خصوصيتونه لري دا نظام د قانونو او اصولو يوه ټولګه جوړوي او په خپلو غړو يې پلي كوي او هر غړي ته خپله برخه وركوي، كورنۍ ډېر پېچلي صورتونه لري او د خپلو ستونزو لپاره بيلابيلې لارې او طريقې كاروي، په دغه ډول يوه نظام كې وګړي د علاقو، نږدېوالی، عاطفي كړنې تر ډېره بريده يو او په اتفاق وي، كيداى شي په يوه كورنۍ كې اړیکې، علاقې او غوښتنې يوه له بله سره ښې نه وي، خو په هر حالت كې اړیکې وي او يوازې په ښه او بد كې يې توپير ليدل كېږي او دا نسبتي او ذاتي اړیکې د ژوند تر پايه له انسانه سره وي، كېداى شي د كورنۍ غړي لوى شي او خپله كورنۍ جوړه كړي، خو د لومړۍ كورنۍ غړيتوب د عمر تر پايه ورسره پاتې كېږي. د كورنۍ ځواك ترهغې كچې دى، چې كه ان كوم غړى له غرونو هم پناه وي بيا به يې هم كورنۍ په ياد وي، ان كه يو څوك د لنډ مهال لپاره بيل شي يا ان مړ شي بيا هم په خپلې پاتې كورنۍ پورې تړاو لري او هرڅه يې پاتې كورنۍ ته پاتې كېږي. د بېلګې په ډول كه په يوه كورنۍ كې پلار مړشي او بيا يو بل كس كورنۍ ته راځي او د لومړني پلار دنده او مسووليتونه په غاړه اخلي له هڅو سره سره بياهم نه شي كولاى بريالى شي ځكه چې د لومړي كس عاطفي او شخصيتي پيوندونه له منځه نه شي وړلى او ځاى يې نه شي نيولى. يو سوداګريز سازمان كولاى شي، چې خپل يو كاركوونكى يا د كاركوونكو يوه ډله، چې خوښ يې نه وي او يا يې له كارونو رضايت ونه لري له دندې ګوښه او له سازمان څخه لرې كړي يا هم خپلو هغو ارتباطي كسانو سره، چې وړاندې يې سوداګريزې اړیکې ورسره درلودې نور اړیکې پرې كړي، خو يوه كورنۍ داسې نه شي كولاى، كه دا كار وهم كړي، اړیکې يې نه پرې كېږي او ځينې انساني عاطفې او احساسات شته، چې بېرته خپل غړي په كورنيو پورې تړي ان كه ستونزې هم سره ولري او له ولږې هم ومري. بله دا، چې يو سازمان دا هم كولاى شي چې د خپلو پخوانيو غړو پر ځاى نوي غړي او كسان وټاكي خو په كورنۍ كې دغه موضوع هم ناشونې ده، ځكه، چې د كورنۍ غړي په كورنۍ كې له ودې سره – سره خپل ځانګړى هويت هم ترلاسه كوي، له كورنۍ سره تړاو لري او خپل ډله یيز هويت هم ساتي، دغه غړي په ګوښه كې ژوند نه كوي، بلكې په يو بل پورې تړلي او هغه هم يوازې په دې موخه نه، چې د خوړو، سرپناه او پيسو ستونزې او اړتياوې يې هوارې شي، بلكې ددې لپاره، چې ځينو نورو نا ملموسو اړتياوو ته هم لكه مينه، محبت، همكاري، زړه خوږي، ټولنيزيتوب او داسې نوروو ته هم ضرورت لري.
يو ستر لامل چې د انسان په كړووړو كې ښه اغېزه كوي هغه كورنۍ ده، كورنۍ لومړنى او با دوامه چاپېريال دى، چې د ماشوم په شخصيت پوره اغېز لري، لكه وړاندې مو هم، چې وويل د ماشوم ډېرې ځانګړنې ميراثي وي او په كورنۍ كې مور او پلار بيا هم دنده لري، چې د خپلو ماشومانو ارثي وړتياوو ته زمينه برابره كړي او دا څرګنده ده، چې دمور اوپلار اغېز يوازې په ارثي برخه كې نه محدودېږي، بلكې وروسته له پيدايښته هم پوره اغېز او ونډه لري. د كورنۍ اقتصاد، افكار، ګروهې، اداب او دودونه.، ايډيالونه، هېلې او د روزنې طريقې او سطحه د ماشومانو په كړنو، پوره اغېزه لري، كورنۍ له ټولنيز، اقتصادي، روزنيز، ديني، هنري او ورته نورو برخو كې لكه، جوړښت، اړیکې او غړي يو له بله توپير سره لري او يو ډول نه دي. نو له دې امله د كورنيو اغېز په وګړو كې هم توپير لري، كورنۍ كې د وګړو تر منځ اړیکې داسې وي، چې د ماشومانو د بدني او رواني اړتياوو په پوره كولو كې اسانتياوې رامنځ كړي او ښه روزنه وركړي، په كومه كورنۍ كې، چې د ماشوم اړيتاوو ته پاملرنه كېږي كړه وړه يې نظر هغې كورنۍ ته، چې د ماشوم اړتياوو ته يې پاملرنه نه كېږي توپير لري.
كورنۍ په كلتوري، ټولنيزه، اخلاقي، او عاطفي وده كې ډېره لويه او مهمه اغېزه لري. د ماشوم په روزنه او وده كې د كورنۍ له ونډې څخه انكار نه شو كولاى، كه څه هم ماشوم په ټولنه له همځولو او همدارنګه په ښوونځي كې له خپلو ښوونكو اغېزمنېږي خو له دې هرڅه سره – سره ډېره ونډه بيا هم د كورنۍ په غاړه ده او ماشوم ډېر له كورنۍ څخه وده او روزنه مومي.
كورنۍ د يوې ښځې او سړي له جوړې څخه، چې هوښيار، پوه، فكري او بدني بلوغ ته هم رسېدلي په پوره هوډ او اراده جوړېږي او دغه جوړه د ټولنې يوه مهم بنسټ دى. د كورنۍ نظام په كورنۍ كې دننه د مور، پلار او اولادونو په اړيكو پورې اړه لري څومره، چې دغه اړیکې د غړو ترمنځ خواږه، سالمه او ښه وي په هماغه اندازه د نوموړې كورنۍ ژوند خوښ او هوسا وي او ښه ماشومان په كې روزل كېداى شي، دغه اړیکې بيا نيغ په نيغه د ماشومانو په وده او روزنه اغېز كوي. بې له شكه، چې ماشومان او تنكي زلميان خپلې لومړنۍ تجربې او زده كړې له خپلې كورنۍ څخه لاسته راوړي او هوښيارې ميندې او پلرونه بايد په دې خبره پوه وي، چې ماشوم خپلې ډېرې كړنې او زده كړې له كورنۍ څخه په پېښو (تقليد) زده كوي او د شخصيت لومړنۍ ستنه يې له كورنۍ څخه د پېښو له لارې ايښودل كېږي او ورورو خپل شخصيت جوړوي. له كورنۍ سره د ماشوم اړیکې د ماشوم په ټولنيزتوب كې خورا ونډه لري او ماشوم په كورنۍ كې د وګړو شخصيتونه څېړي، كه يې پلار جدي و، هر كار يې په بېړه سرته تر سره كاوه او تريخ وه او مور يې تل فرمان وړونكې، ګوښه او كمزورې وليده نو دا انګېري، چې د ټولنې ټول نارينه او ښځې همدا شان دي.نو له همدې امله ويلى شو، چې د ماشوم شخصيت له مور، پلار، ښوونكو، همځولو او لويانو سره په ټولنه، ښوونځي او كورنۍ كې د ماشوم له لومړنيو ليدنو كتنو څخه اغېزمنيږي او جوړښت مومي. هغه ماشومان، چې په كورنۍ كې له مور او پلار سره په اړيكو خوښ نه وي، ښوونځي ته د ناكامۍ او ناخوښۍ له غوټو (عقدو) سره ننوځي او دا احساس كوي، چې ګڼې ښوونكي مو هم د مور او پلار په څېر دي، نو له همدې امله ګوښه توب، رويتوب او ان عصبي كېږي او په ورته وخت كې هغه ماشومان، چې غوښتنو ته يې په كورنۍ كې جدي پاملرنه شوې وي، له مور او پلار سره يې ښه اړیکې درلودلي وي، له مور او پلار څخه يې كومه ترخه خبره نه وي اورېدلې، رټل شوي نه وي، تهديد شوي نه وي او په حقوقو يې تېرى نه وي شوى او له صميميت او خوند څخه ډك ژوند يې تېر كړى وي په ډېره هوسا او ارامه روحيه ښوونځي ته ورننوځي او بيا هم د ورته غوښتنو او كړنو انځور كاږي او په دغه كار كې برياليتوب ته هم رسي او ملګرو او تولګيوالو سره په ښوونځي كې له ښو اړيكو خوښ وي او خوند اخلي. ماشومان د خپلو عاطفي او ټولنيزو اړتياو د پوره كولو(ارضا) تږي وي. له همدې كبله، چې كله ماشوم له مور او پلار سره له ښو اړيكو وروسته ښوونځي ته ننوځي له نورو مخامخ كېدونكو وګړوسره هم ښه او سالم اړیکې جوړوي او دغه كار ښوونځي ته د نويو ننوتونكو ماشومانو په شخصيت خورا حساسه او ټاكونكې اغېزه كوي. ځكه، چې د كورنۍ او ټولنې هوكړې (تعهدونه) د ماشوم د زده كړې په پرمختګ كې نيغ په نيغه اغېز ښندي او له ښوونكي سره د ماشوم په ښوونه او روزنه كې مرسته كولاى شي. هغه ماشومان، چې له مور او پلار، خويندو او ورونو او نورو لويانو سره د اړيكو ناكامې او ناخوښې تجربې لري، كله چې ښوونځي ته وردننه كېږي خپلو ښوونكو او مسوولانو ته د شك او ترديد په سترګه ګوري او تل د بهانو په تمه وي، په دغه حالت كې كه ښوونكى، لارښود، ناظم، د ښوونځي مدير او نور اړوند مسوولين زده كوونكي ماشوم ته له مهر او مينې پرته وګوري، د ماشومانو هيله مندو اداګانو ته پاملرنه ونه كړي او په ښه سترګه ورته ونه ګوري او ښې خبرې ورسره ونه كړي د ماشومو هغو انځورونو او ذهنيتونو ته، چې له ناكامو تجروبو څخه يې لا له وړاندې درلودل يو د ذبات لامل ګرځي او د ټولنيز كړكيچ او د ناروغه شخصيت د ودې لامل هم ګرځېدلى شي. نو له همدې امله اړينه ده، چې ښوونكي او مسوول چارواكي دغه واقعيت ته پوره پاملرنه وكړي او په خپلو دغو عاطفي او منطقي كړنو د خپل ماشوم اعتماد لاسته راوړي. څنګه،چې وړاندې ياده شوه د كومو ماشومانو، چې عاطفي او كلامي اړتياوې په كورنۍ كې پوره نه شي په ښوونځي كې له يوې وړوكې او معمولي ستونزې سره په مخامخ كېدو د ښوونځي چاپېريال يو ناخوښى او ستونزمن چاپېريال انګېري او په ټولنه كې په هوسا توګه ژوند نه شي كولاى او له همدې امله هوښيار، وړ او با استعداده ماشومان له بېلابېلو تحصيلي، رواني او فكري ستونزو سره په ټولنه او ښوونځي كې مخامخ كېږي. كله، چې ماشومان په ناهيلۍ ټولګي او ښوونكي ته ګوري ډېره هڅه كوي، چې له ټولګي څخه د تېښتې لاره وګوري او كه په ټولګي كې پاتې هم شي ذهن يې دې ته تيار نه وي، چې څه جذب كړي او د حافظې له ستونزې سره هم مخامخ كېږي دا ځګه، چې دا ډول ماشومان تل په وېره او ډار كې خپلې شپې او ورځې تېروي او كله، چې ماشوم په وېره او ډار كې وي د دې پر ځاى، چې د ذهني وړتيا، نوښت او زده كړې د اړتيا په اړه فكر وكړي، د خپل رواني تعادل د ساتلو په اړه فكر كوي او ټوله هڅه يې دا وي، چې خپلو ستونزو او شرايطو ته بدلون وركړي. همدارنګه كه د ماشوم كوم ښوونكى نه خوښېږي د هغه درس يې هم نه خوښېږي او ددغسې مينې او كركې بنسټ په كورنۍ كې ايښودل كېږي. په ټوله كې ويلى شو، چې د كورنۍ عاطفي او منطقي روغتيا ټينګښت او ځواك او له ټولنې څخه پوهه او خبرتيا د ماشوم د شخصيت په وده كې د ونډې ضمانت كوي او دوه زړه توب، تضادونه، كږلېچونه او ټولنيز او رواني اختلالونه هم د كورنۍ په روغتيا پورې اړه لري، په بله مانا ويلى شو، چې كورنۍ د ماشوم د ټولنيز توب زمينه برابروي او د استعدادونو او وړتياوو څرګندويه يې همدا كورنۍ ده، چې دى ژوند په كې تېروي. نو كه د يوې سالمې ټولنې غوښتونكي واوسو، چې په هغې كې د بېلابېلو قشرونو وګړي مصوون وي نو اړينه ده، چې د ټولنې دومره اړين او ارزښتمند بنسټ يانې كورنۍ ته جدي پاملرنه وشي. بې له شكه، چې د كورنۍ ژوبل او متزلزل والى ددې لامل ګرځي، چې ټولنه هم ژوبله او متزلزله كړي او كله، چې په يوه ټولنه دا حالت حاكم شي نو د ماشوم د انحراف لامل ګرځي او ټولنه له ېوې لویې ستونزې سره مخامخ كوي. كه په بنسټيز ډول د ټولنې د كږلېچونو د مخنيوي لاره چاره لټوو نو كورنۍ ته بايد پاملرنه وكړو. نن كه د جرمونو كچه ورځ په ورځ پورته روانه ده، كه د شخصيت او كړو وړو اختلالونه ډېر شوي، كه د دنيا نيم ناروغان رواني ناروغۍ لري، كه په نړۍ كه نن له هرو څلورو ودونو څخه يو په طلاق پاي مومي، نو د ددې ټولو ستونزو جرړې، د چاپېریال اغېزې او لاملونه دي. په ځانګړې توګه، كله چې په كورنۍ كې سرغړونې، په ښوونځي كې تاوتريخوالى، ځان وژنې، له كور څخه تېښتې، په نشه يي توكو روږدي كېدل وينو او څېړو، اصلي سرچينه يې له كورنۍ څخه پيل كېږي او كله، چې ماشوم له دې ډول پېښو څخه كورنۍ ته پناه وړي په كورنۍ كې له عواطفو او زړه خوږۍ پرته منفي غبرګونونو سره مخ كېږي او د ناهبلۍ كندې ته لاهو كېږي.
پورتنيو دلايلو ته په كتو سره سلګونه داسې نور لاملونه هم شته چې د كورنۍ اهميت او ارزښت په كې څرګندېږي او ثابتوي، چې كورنۍ د روزنې لومړنى ځاى دى او د ماشوم د شخصيت په سالمه وده كې بنسټيزه ونډه لري، له همدې اړخه كورنۍ د يوه ځانګړې اهميت لرونكې ده اوپه هره اندازه، چې كورنۍ پورې اړوندو موضوګانو باندې څېړنه ، تجزيه ، تحليل او سفيركېږي او په روغتيا او سالمتيا كې يې هڅه كېږي ليكنې او خبرې پرې كېږي د انسانانو او ټولنو د روغتيا ضمانت كوي او هموغومره ګټه ورته رسولى شي.
د كورنۍ تعريفونه:
كه څه هم موږ ه ټول د كورنۍ له كليمې سره بلد يو او په خپلو ورځنيو چارو كې يې هم يادوو خو كيداى شي زموږ هر يوه انځور د كورنۍ په اړه توپير ولري دا ځكه، چې د كورنۍ تعريف (پېژندنه) يو ستونزمن كار دى عام وګړي په دې اند دي، چې كورنۍ د يوې واده شوي سړي، ښځې او د هغوى د اولادونو يوه ډله ده، چې يو د بل تر څنګ په يوه ځاى كې ژوند كوي خو پوهانو د كورنۍ په اړه بېلابېل تعريفونه كړي، چې له څو تعريفونه به يې دلته راواخلو.
كورنۍ يو زيستي(بيولوژيكي) واحد دى، چې جوړښت يې د ښځې او مېړه په پيوند پورې اړه لري او غړي يې د سببي او نسبي اړيكو پر بنسټ يو له بله سره خپل وي.
كورنۍ د ماشوم په وده كې تر ټولو اغېزمن او لومړنى لامل دى.
كورنۍ د نړۍ لومړنى بنسټيز، عمومي او له نړيوالو سازمانونو څخه ده، چې د انسان د حياتي او عاطفي اړتياوو د پوره كولو او ټولنې د بقا (پايښت) لپاره ډېر ضرورت ورته لري.
كورنۍ د ټولنې طبيعي او بنسټيز ركن او لومړنى ښونځى او د روزنې اصلي زانګو ده.
كورنۍ د كلتور، تمدن، دود او رواج د لېږد لامل او دايمي اهميت لرونكې ده.
كورنۍ د انساني فرهنګ او تمدن د تاريخ لومړنى ترټولو مهم او له بركتونو ډك ټولنيز بنسټ دى.
كورنۍ هغه بنسټ دى، چې په هغه كې اخلاقي ارزښتونه، ديني باورونه او ټولنيز معيارونه له يوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول كېږي.
كورنۍ د ټولنې ركين ركن او متينه پوړۍ ده.
كارل راجرز وايي: كورنۍ هغه نيم تړلى نظام دى، چې په كورنۍ كې دې دننه اړيكو دنده په غاړه لري او د غړيو لرونكې وي، چې په كورنۍ او ټولنه كې بېلابېل وضعيتونه او دريځونه لري.
مرداك وايي: كورنۍ يوه ټولنيزه ډله (social group) ده، چې غړي يې د نسب، واده ، اولاد او داسې نورو په وسيله پيوندونو سره لري او ځينې يې د ښه ژوند لپاره په اقتصادي چارو او د ماشومانو په ساتنه كې مرسته سره كوي.
د كورنى د ټيپ پېژندنې په اړه بېلابېلو پوهانو څېړنې او شننې كړي، ټولنپوهان كورنۍ په دوه ډوله ويشي يو متحدې كورنۍ او بل پاشلې كورنۍ؛ متحدې كورنۍ هغه كورنۍ دي، چې له يوې ښځې او يوه نارينه او بچیانو څخه جوړه شوي وي او د پاشلې اصطلاح بيا هغې كورنۍ ته كارول كېږي، چې څو نسله تر يوه چتر لاندې ژوند كوي.
د متحدو كورنيو لپاره ښه بيلګه چينايي كورنۍ دي، چې ښځه مېړه او اولادونه په كې راټول وي او د پاشلو كورنيو ښې بيلګې زموږ په هېواد افغانستان كې هم ليدل كيداى شي ډېرې داسې كورنۍ شته، چې په اصطلاح په هغې كورنۍ كې د دوه يا څو ورورنو كورنۍ اوسېږي او سر سره سپينوي. كه دا دوه دوله كورنۍ سره پرتله كړو نو ويلى شو چې پاشلې كورنۍ د انساني اړيكو له پلوه د خپلو غړو ترمنځ ډېر په هوسا ډول كولى شي، چې خپلې فكري او كلتوري لاس ته راوړنې سره وويشي ، چې په دې وسيله د نسلونو په فكري او ټولنيزه وده كې اسانتياوې رامنځ ته كوې او ډېره موده ژوندۍ هم وي، بله دا چې په پاشلې كورنۍ كې نسلونه راځي او ځي خو خپل جمعي مسووليت ساتي، حال دا چې په يوه متحده كورنۍ كې چې مور يا پلار مړ شي د كورنۍ د بيلتون لامل ګرځي او له منځه ځي، بله دا چې په پاشلې كورنۍ كې د پانګې ټولونه او په كار اچونه ډېره شونې ده، ان تر دې چې په ياده كورنۍ كې د كورنۍ هر غړى د كورنيو د نورو غړو په ګټه او تاوان كې ځان شريك بولي ، له اروايي اړخه هم ماشومان ښه وده په كې كوي او نورو سره په ژوند كولو خوښ وي او يو بل سره مرسته هم كوي او ټولينزې وړتياوې هم په كې ځواكمنېږي.
د كورنيو ډولونه:
كورنۍ د دروني اړيكو د كيفيت له اړخه په څلور ډوله ويشل كېږي، چې هر ډول يې ځانګړي،كړووړه او اغېزې لري.
الف: پاشلې كورنۍ (Broken Family)
ب: لړزانده كورنۍ (Unbalanced Family)
ج: متعادله كورنۍ (Balanced Family)
د: متعالي كورنۍ (Transcendental Family)
الف: پاشلې كورنۍ هغو كورنيو ته ويل كېږي چې واحد يې مات شوى وي او ونشي كولى خپل ځیني ټولينز مسووليتونه ترسره كړي يا د هغې كورنۍ يو يا څو غړي د ځينو تكليفونو په ترسره كولو كې پاتې راغلي وي او يا هغه څه چې بايد په ښه ډول ترسره كړي وي نه يې وي ترسره كړي. د يادو كورنيو ځينې ځانګړنې دا دي چې ثبات نه لري، بيلتون په كې راځي، طلاق ته ډېره زمينه په كې برابره وي، غړي يې تښتي او كورنۍ پرېږدي، كه څه هم چې غړي يې سره يو ځاى وي خو يو له بل څخه ملاتړ نه كوي، په غيرې ارادي پيښو كې هم كله ناكله له منځه ځي دبېلګې په ډول دمېړه يا ښځې په زندانيكېدو، مرګ، جنګ او كومه بله ستونزه ان كله خو د ځينونورو شخصيتي ستونزوله امله هم له تاوتريخوالي سره لاس او ګرېوان كېږي ان كه دغه ستونزه معيوبيت، روږدتيا، رواني ناروغي او اوږدې ناروغۍ.
ب: لړزانده كورنۍ؛ د ا ډول كورنۍ كله ناكله د ستونزمنو، نابسامانه او نامتعادله كورنيو په نوم هم پېژندل كېږي. د لړ زانده كورنيو ځينې ځانګړنې دا وي چې، له خپلې اصلي موخې څخه پاتې او هوساينه يې له لاسه تللي وي، د غړيو دريځ او ځاى په كې ټاكلى او حفظ نه وي، روښانه او څرګنده لارتلونكې څرك نه په كې وهي، د ژوند كولو لپاره په كې جاذبيت په ډېره ټيټه سطحه كې وي غړي يې د يوه ګډ ژوند له پاره كوه انګېزه نه لري، كارونه په كې په سمه توګه نه ويشل كېږي او غړي يې مسووليت مننوونكي نه يي، په لړزانده كورنيو كې ډېرې وړې ستونزې په كړكېچ (crisis) اوړي، غړي په كې په نېغ په نېغ او نامنصفانه نيوكه كوي، خو له دې هر څه سره سره د يادولو وړ بولو چې په دې ډول كورنۍ كې رغونه او جوړښت راوستلى شو او دا ډول كورنۍ د دې وړتيا لري چې ورغول شي په دې شرط، چې له مسلكي او رغوونكو طريقو كار واخيستل شي.
ج: متعادله كورنيو ته كله نا كله نورماله، برابرې او بريالۍ كورنۍ هم وايي او ځانګړنې يې هم نظر د كورنيو نور ډولونو ته توپير او لوړتيا لري او هغه دا چې په دې ډول كورنيو كې هر غړى خپل ځاى لري او د نورو غړو له لوري يې هم په ريښتيني ډول ملاتړ كېږي، عاطفې، مسووليتونه، امتيازونه په عادلانه ډول په ټول غړو ويشل كېږي، د ژوند له پاره پوره علاقه وي او هيڅ بل څېز له كورنۍ څخه لوړ ارزښت نه په كې لري، په متعادله كورنۍ مديريت په انساني اړيكو پورې تړلى وي او د غړو له همغګۍ سره كارونه سرته رسول كېږي، غړي په كې په سم لوري درومي او راتلونكې ته په كې ډېره هيله وي، نيوكه په كې په نامسقيمه توګه او انصاف تر سره كېږي او عاطفې په كې د زړه له تله، په خوله او عمل كې په ښه ډول سرته رسول كېږي.
د: متعالي كورنۍ چې د رسېدلې، ځلېدلې او پوره كورنۍ په نوم هم پېژندل كېږي نظر ټولو ډولونو ته يو ښه بېلګه ده او تر ټولو ډولونو ښه بلل كېږي او ځينې ځانګړنې يې دا دي، چې نه يوازې دا چې ستونزې په كې څېړل كېږي او د حل له پاره يې هڅه كېږي بلكې د غړيو له ظرفيتونو، استعدادونو تر وروستي بريده كار اخيستل كېږي، په دې ډول كورنيو كې راتلونكې ته ډېره پاملرنه كېږي او په يوه موخه ژوند تېروي، په دې ډول كورنيو كې ماشوم له مانا څخه ډك، روڼ او ټول هويت ته رسېږي، په متعالي كورنيو كې نه يوازې دا چې يو غړى وده او پرمختګ كوي بلكې د نورو له پاره هم اندېښنه كوي او هڅه كوي نوې لاره او طريقه ورته پيدا كړي، په دې ډول كورنيو كې مسووليت ژوند مانا وربښي، د موخې هيڅكله هم په دې ډول كورنيو كې نه هېرېږي كه كومې موخې ته رسېږي ژر بله موخه ټاكي او پوره انګېزه ورته لري، غړي په دې كورنيو كې د تجربې له پار يو بل سره مرسته كوي تر څو موخې ته د رسېدلو لارې چارې اسانه كړي او بله دا چې په دې ډول كورنيو كې د پيښو تعبير او تفسير ډېر په خوشبينۍ كېږي او هر ډول ماتې د يوې تجربې په څېر ګڼي او د برياليتوبونو لپاره يې ارزونه ګڼي.
منابع:
- ايرنه، ګلدبزګ- هربرت، ګلدبزګ، مترجمان، حميد رضا، حسين شاهي برواتي- دكتر سيامك، نقشبندي، خانواده درماني، تهران، انتشار ات نشر روان، چاپ چهارم، تابستان ۱۳۸۷، ص ۹و۱۰.
- دکتر علی، شریعتمداری: روانشناسی تربیتی، تهران، انتشارات امیر کبیر، ۱۳۸۷ص ۱۹۳.
- زهير خوشگو، تهراني، چگونه كودك خود را تربيه كنيم؟، تهران، انتشار ات مهر امیرالمومنین، ۱۳۸۷، ص۱۳۳.
- خسروامير، حسينى،خانواده خوشبخت فرزند موفق، تهران، انتشار ات عارف كامل، ۱۳۸۴، ص ۴ الى۱۰.
- خسروامير، حسينى،خانواده خوشبخت فرزند موفق، تهران، انتشار ات عارف كامل، ۱۳۸۴، ص ۳ و ۴.
- حبيب الله، شاملويي،بزرګان چه ګفته اند؟،تهران، انتشارات اميد فردا، چاپ دوم،سال ۱۳۸۳، ص ۱۴۴.
- حسين محموديان و دیګران، دانش خانوده، تهران، انتشارات سازمان مطالعه و تدوين كتب علوم انساني پوهنتون ها (سمت) چاپ هفتم زمستان ۱۳۸۳، ص ۷۷،۷۸،۷۹.