يو وخت په يو لوی ځنګل کې يو وړوکی خرس (یږ) اوسېده. هغه ډېر خوشحاله و او همیشه به یی لوبې کولې، خو کله ناکله به ډېر بې پروا هم و.
يوه ورځ خرس په ځنګل کې روان و، چې يو وړوکې مرغۍ يې وليده. مرغۍ له خپل ځالې څخه لوېدلې وه او نه یی شوای کولای بېرته پورته شي.
مرغۍ په ژړا وويل:
«مهرباني وکړه، مرسته راسره وکړه! زه نه شم الوتلای.»
خرس لږ ودرېد، بيا يې په مهربانۍ سره وويل:
«مه وېرېږه، زه به مرسته درسره وکړم.»
هغه په احتياط سره مرغۍ پورته کړه او د ونې څانګې ته يې بېرته کښېنوله.
مرغۍ ډېره خوشاله شوه او وی ويل:
«مننه، ته ډېر مهربان يې! زه به هېڅکله ستا مرسته هيره نه کړم.»
له هغې ورځې وروسته، خرس پوه شو چې مهرباني کول تل ښه نتيجه لري. هغه د ځنګل ټولو ژوو سره ښه چلند کاوه، او ټول هغه سره مينه لرله.
پیام: مهربانی او له هرچا سره مرسته کول ډیر ښه کار دی
ترجمه: یوه روسی فلکوریکه کیسه چی له یوې انګریزې ویب پانې څخه اخیستل شوې ده.
سمیع الله خالد سهاک
کلیفورنیا، د امریکا متحده ایالات
اپریل، ۲۰۲۶


