یو وخت یو کوچنی هلک چې نوم یې عمران و په یوه کوچني ښار کې اوسېده. هغه هره ورځ ښوونځي ته تللو. هغه ښه زړور او مهربان ماشوم و، خو یو عادت یې دا و چې د لوستلو سره یې ډېره علاقه نه لرله.
په ټولګي کې به کله کله ښوونکې د کتاب لوستلو تمرین کاوه، خو عمران به ژر ستړی کېده او له کړکۍ به یې بهر کتل. د هغه ملګرو به ښه لوست کوه، خو عمران به تل تر ټولو شاته پاتې و.
یوه ورځ ښوونکې ورته وویل:
“عمرانه، ته که کتابونه ښه ولولې نو پوه به شې چې کتابونه یوازې لیکنې نه دي، بلکې د پوهې او خیالونو نړۍ ته دروازې دي.”
عمران لږ سوچ وکړ، خو بیا یې هم ډېر جدي ونه ګڼه.
هماغه ورځ ښوونکې ټولګي ته یو ښکلی، رنګه کتاب راوړ. هغې وویل:
“نن به هر ماشوم له دې کتاب څخه لږ څه ولولي.”
کله چې عمران کتاب پرانیست، ناڅاپه یو عجیب احساس یې وکړ. داسې ښکارېده لکه هغه د کتاب دننه تللی وي!
هغه ځان په یوه ښکلي شنه باغ کې ولید، چیرې چې رنګارنګ ګلان وو او مرغانو سندرې ویلې. بیا د کتاب پاڼه واوښته، او هغه په لوړو غرونو کې روان و، واوره یې لیدله او تازه هوا یې احساسوله.
بیا بله پاڼه واوښته، او ناڅاپه د سمندر څپو ته ولاړ. هلته کښتۍ روانې وې او ماهیان له اوبو پورته کېدل.
عمران ډېر حیران شو او په زړه کې یې وویل:
“دا څنګه ممکنه ده؟ زه خو په ښوونځي کې یم!”
یو نرم غږ یې واورېد، لکه د ښوونکې غږ:
“کتابونه ستا خیالونه ژوندي کوي. عمرانه! هره پاڼه نوې نړۍ ده.”
کله چې هغه ورو ورو کتاب وتړه، بیا یی ځان په ټولګي کې ولید. هغه پوه شو چې کتاب یوازې کاغذ نه دی، بلکې د نړۍ د سفر یوه جادويي وسیله ده.
له هغې ورځې وروسته عمران هره ورځ په مینه کتابونه لوستل. هغه نور نه ستړی کېده ، او تل به خوشحال و. هغه په ټولګي کې تر ټولو ښه لوستونکی شو، او ښوونکې پرې ډېره ویاړله.
پای
سمیع الله خالد سهاک
کلیفورنیا، د امریکا متحد ایالات
۲۰۲۶ کال


