په يوۀ کلي کې يوه ښځه وه، نوم يي بيبي نازو و.
بيبي نازو ډيره غريبه وه هغې يوازې يو کوچنی د خټو کور او يو زوړ تنور درلوده.
نازو به هره ورځ سرۀ تنور ته ناسته وه، لۀ سترګو به يي د دود له امله اوښکې روانې وې، لاسونه يي اور سوځولي وو او داسې خط خط داغونه پری جوړ شوي وۀ، په مخ به يي خولې راروانې وې،زړۀ به يي د تنور لمبو سوځاوۀ ، خو بیا به هم ټوله ورځ د دودونو تر منځه سرۀ تنور ته ناسته وه،
ځکه دې يوازې خپل ځان ته ډوډۍ نۀ پخولې نازو د ټول کلي د خلکو ډوډۍ پخولې او کليوالو به د هرې ډوډۍ پۀ بدل کې نازو ته څلور روپۍ ورکولې
خاوند يي نازو ځکه پريښې وه چې ورته ويل يي تۀ ماته زوی نه شې پيدا کولې نو دا سپيرې لورګانې دې هم دما نۀ دي پکار
بيبي نازو زوی نۀ درلوده يوازې يي درې لورګانې درلودې
مشره لور يي حوريه نوميده، دويمه يي عاليه او دريمه يي مريم نوميده
د نازو لورګانې ډيرې هوښيارې او لايقې وې د دوی به لۀ خپلې مور سره ډير زيات زړۀ خوږيده
چې مور به يي د سرۀ تنارۀ تر څنګه ستړې وليده نو ورمڼډه به يي کړه څو مرسته ورسره وکړي
مور به يي په ستړي نفس ورته وويل: «نه نه لورې، ګوره چې وړانډې رانۀشې، زۀ لۀ تاسو کار نۀ غواړم
دا ورځې به پر ما تيرې شي،
تاسې که غواړئ زۀ خوشحاله اوسم نو خپل درسونه ولولئ چې لخيره لويي لويي ښځې شئ تر يوه مقامه ورسيږئ او ما هم له دې سختيو وژغورئ
او که تاسو هم ماسره کينئ، ډوډۍ پخې کړئ نو موږ به دتل لپاره يوازې ډوډۍ پخوونکې پاتې شو
خو که خپل درسونه ښۀ ولولئ نو يوه ورځ به دپاچاهانو په څير ژوند ولرو
خلکو به هم ويل: نازوغريبه خو زوی نه لري چې ورځ به يي ښه شي د سپيرو لورګانو مور ده، آينده کې به يي څوک ساتي څنګه به کوي.
د بيبينازو لورګانو هم د خپلې مور خبره ومنله
او لۀ سلو زامنو هم تکړه شوې،
هغوی ډييير کوښښ وکړ ټوله ورځ به يي خپل درسونه لوستل
پۀ شپه کې به د سپوږمۍ رڼا ته ناستې وې،کتابونه به يي غوړولي وو او په ورځ کې به ديوې ونې لاندې ناستې وې او خپل درسونه به يي لوستل.
دوی به د ښوونځي د درسونو تر څنګه مجلې او اخبارونه هم لوستل.
حتا چې په لاره به يي هم کوم کاغذ پيدا کړ ، تر هغو به يي چی سم ونه لوسته او زده به يی نۀ کړ نو نه به يي پريښودۀ،
مور به يي د تنور په پيسو دوی ته قلمونه او کتابچې اخيستې، خو دا کتابچې به يي ډيرې نه مصرفولې کورکې به يي په تورې تختې او تباشير خط کاوۀ
هر وخت به په ټولګي کې اولنومره اولنومره وې ټول خلک د دوی لياقت ته حيران پاتې وۀ
بلاخره د بيبي نازو درې واړه لورګانې لويي شوې.
مشره لور يي چې حوريه نوميده، لويه ډاکټره شوه د يوې ډیرې لويي شفاخانې ريسه شوه، په ډير ښکلي موټر کې به روغتون ته راتله، چې به روغتون ته راننوته، ټول ډاکټر او نرسان به يي په احترام ودريدل، په سپينې چپن او لوړو بوټانو کې به لکه ښاپيرۍ داسې ښکاريده .
دويمه لور يي مريم د يوه لوی پوهنتون استاده شوه، مارکر به يي په لاس کې وه د تختې مخکې به يي تدريس کاوۀ په سلهاوو شاګردان به ورته غوږ غوږ وۀ او دمريم له خولې وتلې خبرې به يي ژر ژر په خپلو کتابچو کې ليکلې، دهر محصل لاس کې به دمريم کتاب وۀ او هغه دعلم او پوهنتون د سمندر په نوم مشهوره وه، ټولوبه همدا ويل داستاد مريم لۀ خولې اور باديږي اور ؛د ډیر لوړ قدر او احترام خاونده وه.
او د بيبي نازو درېيمه لور چې عاليه نوميده،هغه يوه ډیره لويه ژورناليسته شوه په نړيوالو ستيجونو به ولاړه وه په زرهاوو خلک به ورته ناست وه او دې به خبرې کولې،هره ورځ به تلويزيون کې ښکاريده او خبرونه به يي لوستل، عاليي جادوګر ډير ښکلی غږ درلوده، يوه ورځ عاليي د خپل لياقت له امله د سرو زر مډال هم وګاټه،مشران خو لا پريږده حتا ټولو ماشومانو هم عاليه پيژندله او ټولو به د عاليي د مقام او لياقت ارمان کاوۀ.
نازو اوس يوه غريبه ډوډۍ پخوونکې نۀ ده
هغه اوس د درېيو قهرمانو لورګانو مور ده،
هغوی اوس د يوۀ ډير ښکلي باغ په منځ کې ډير ښکلی پېنځۀ منزله کور لري دکور پۀ ښي طرف کې يو ډير لوی د اوبو ډڼډ ده چې هر رقم کبان هم پکې پيدا کيږي
نازو يي هره ورځ په آخر منزل کې په ډير شان و شوکت ناسته وي لۀ طلايي بنګړيو يي لاسونه ډک وي
د شيدو پياله يي په لاس وي رنګارنګ ميوې ورته ايښي وي، او د ډڼډ د څپو له شور نه خوند اخلي،
بله خوا مرغۍ د ونو پر ښاخونو کيني، د چڼ چڼ ښکلي آوازونه يي پر زړونو اغيزه کوي.
نوکرانې يي شاوخوا ورته تاويږي،او دنازو امر ته فرمانبردارې ولاړې وي.
د کلي خلکو به چې مخکې د نازو په حال افسوس کاوۀ چې دا خواره خو زوی نۀ لري بوډۍتوب مې به يي څوک ساتي اوس هر وخت په دې تمه وي چې څۀ وخت به بیا د نازولورګانو د خوراکي شيانو کمک وروليږي، ځکه د نازو لورګانو به هر وخت خپلو کليوالو ته موټر موټر خوراکي توکي ورليږل،او بدل کې به یی فقط دعا ترې غوښته.
دنازو لورګانو ثابته کړه چې لورګانې کمزورې نۀ دي که زيار وباسي او ښۀ درس ولولي تر زامنو هم مخکې کيدلای شي.
همداسې شپې او ورځې په ډيرې خوشحالۍ تيريدې.
يوه ورځ د دوی د کور دروازې ته يو ډير بوډا سړی راشی، ملا يي کړوپه وي ، په رنګ تک تور اووښتی وي، له خيرنو پيوندي کاليو او شکيدلو څپلکو داسی ښکاري لکه ګدايګر چې وي،
سترګه يي شنه اووښتې وي پړسيدلې وي او له سر نه يي وينې په تندي روانې وي.
د نازو او لورګانو يي چې په سړي سترګې ولګيدې ورمڼډه يي کړه، ولې ولې بابا خيرت دی تۀ څوک يي خيرات غواړې؟
سړی په ژړا شو په مخ يي اوښکې راروانې وې د ښکلې ماڼۍ په دروازه کې په کوڼډو شو په ژړا کې ويل:
« خيردئ لورګانو خيرده د ما ښکلې نازو ما وبښئ زۀ مو هماغه پلار يم چې کلونه مخکې مې تاسو پريښودئ او لاړم بل وادۀ مې وکړ
زوی مې هم پيدا کړ خو نا اهله زوی چې کله قمار بايلوي يا يي چرس خلاص شي بیا مانه پيسی غواړي، ما سره چې پيسې نه وي نو ښۀ ډير مې ووهي او نن خو يي پس له ډيرو وهلو له کور نه هم وشړلم»
د بوډا زړۀ ډک شو، وای زوی مې ويل:« تا مردار ډوډۍ خور په مرګ وهو ووځه لۀ کوره چې بیا دې ونۀ ګورم کنه پښې به دې ماتې کړم »
د بوډا ګونځې ډنګر مخ لۀ اوښکو ډک شو بیا يي په ژړاغوني غږ وويل: نو زۀ اوس چيرته لاړ شم!!
دې خبرو سره د ټولو سترګې لۀ اوښکو ډکې شوې درې واړو لورګانو يي ورمڼډه کړه پلار يي له ځمکې راجګ کړ لاسونه يي ورته ښکل کړل او غيږ ته يي ورغلې
بي بي نازو هم چې لرې ولاړه وه ورته موسکۍ شوه او خپلې بهيدلې اوښکې يي پاکې کړي.
پس لۀ هغې ورځې درې واړو قهرمانو لورګانو لۀ خپلې مور او پلار سره پۀ هغې ښکلې شاهانه ماڼۍ کې په ډيرې خوشحالۍ له خندا ډک ژوند تيراوۀ .
پای


