په يوۀ کلي کې يو هلک و، نوم يې شيرشاه و. خو مور به يي لۀ نازه شيرو باله؛ هغه ډېر خوږ او هوښيار ماشوم و، خو يو بد عادت يې درلوده؛
مور به يي چې کله ورته ډوډۍ تياره کړه نو دۀ به نۀ خوړله، همدا به يي ويله ماته چپس ماته بسکيټ، د شيرو مور به ډييييره خپه شوه
همداسې به کاسه په لاس پسې ګرده ګرځيده،چې خيرده زويکه يوه مړۍ خو وخوره
خو شيرو به د خپلې مور خبره نۀ منله، يو ځل به يي غږ راوايسته نېنې ماته چپس ماته بسکيټ
بلاخره به يي مور مجبوره شوه، دۀ ته به يي پيسې ورکړې چې ځان ته چپس او بسکيټ واخلي
مور به يې چې هر څۀ ورته ويل: “زويه، چپس او بسکيټ يوازې خوند لري، خو بدن ته ګټه نه لري. اصلي خواړه دې قوي کوي.”
شيرو همداسې هره ورځ چپس او بسکيټ خوړل. لږه موده وروسته:
ژر به ستړی کېده 

سبق به يي نۀ زده کيدۀ 

وچکلک ډنګر پنګر شو
غاښونو يې درد شروع کړ 

رنګ يي تک زيړ واووښته .
يوه ورځ په مکتب کې د منډې سيالۍ وه. شيرو هم ګډون وکړ، خو لږ منډه يې چې ووهله، ستړی شو، په ستميدو شو او لاندې پر ځمکه ولوېد،ټووول ملګري يي ترې مخکې شول.
مور يي ډييره خوابدې شوه، شيرو يي ډاکټر ته بوته.
ډاکټر شيرو ته مخ ورواړاوۀ،
زويه تۀ هره ورځ څۀ شی خورې ؟؟
شيرو سر ټيټ نيولی وه بیا يي ورته ويل: چپس او بسکيټ خورم، هغه ډیره مزه کوي نورمې ټول شيان بد راځي.
ډاکټر ورته وويل: “زويه، ستا بدن ويټامينونو، پروټينونو او اوسپنې ته اړتيا لري، که همداسې چپس او بسکيټ وخورې، نو ټوله وينه به دې وچه شي، بدن به دې نور هم کمزوری شي.”
ډاکټر ورته وويل: شيرو زويه، که ته غواړې چې په ټولګي چې اولنومره شي او مڼډه کې اتل شې نو بايد:
سابه وخورې

مېوې وخورې 

شيدې وڅښې 

کورنۍ ډوډۍ وخورې 

شيرو هم دډاکټر خبره ومنله، نور يي مور په شيرو پسې خواړه نۀ ګرځول او د خوړلو لپاره يي زارۍ ورته نه کولې، هغۀ به پخپله له مور څخه قوي خواړۀ غوښتل،
څو مياشتې پس د شيرو درس ډير ژر زده کيده، په ټولګي کې يي ډيرې ښې نومرې واخيستې،دمڼډې پۀ سيالۍ کې تر ټولو مخکې شو، او په ښوونځي کې يي د اتل لقب واخيسته


