ټول ماشومان له لوبو سره مينه لري ،خو دحيرانتيا خبره داده ،چې دوی دلوبو کولو ولې ويريږي،دوی دپارکونو او داسې ځايونو،چې هلته دلوبو وسايل وي نه درومي ، دنويو کارونو نوښتونه په ځان کې نه لرې اونه ېې هم بدن حرکت کوي .
په دې اړه ډاکتران دماشوموانو والدينوته توصيه کوي او وايي ،چې په ماشومانو کې دلوبو دنه کولو مينه شايد يوه اروايي ستونزه وي ،او دعمر په تيرو سره داستونزه په ماشومانو کې نوره هم ز ياته شي.
ځينې ماشومان دلوبو هغه وسايل ،چې پيچلي ياسخت دي ز يات ويريږي ،ځينې وخت حتی دکميوټرې لوبو(ګيم) دکولو څخه هم ډډه کوي ،په دې وخت کې مور اوپلار دماشومانو سره ز ياته مرسته کولای شي تر څو دوی وپوي ،چې څنګه دوی لوبو ته ليواله کړي اود دوی مرسته وکړي تر څو دغه ستونزه ېې په پوره ډول حل شي .
له لوبو سره دماشومان دنه علاقې ستونزه بايد جدي ونيول شي،خو بعضې وخت په ماشومانو کې داډول ستونزه دپلار او يا نورو کسانو په ليدو سره رامنځ ته کيږي ،ځينې ماشومان ډير ژر دمور اوپلار او ياهم دښوونکي دتاثير لاندې راځې .
څيړنې ښيي ،چې له لوبوسره دماشومانو نه علاقه او يا له پلار او همزولو څخه ډار ،رواني ستونزه ده ،په دې وخت کې والدينوته ندي پکار ،چې په جبر سره ماشومان لوبو کولو ته اړ کړي په دې وخت کې بايد دوی له ډاکتر سره مشوره وکړي تر څو په راتلونکي کې ماشوم دزياتو رواني ستونزو باندې اخته نشي او په تدريجي ډول له دې ناروغۍ څخه خلاصون ومومي .