لوبې د ماشومانو په وده كې خورا مهمې دي. لوبه هغه بوختيا ده، چې خوندوره وي او د ماشوم له فكري يا جسمي ودې سره مرسته كوي. ځينې لوبې د ماشوم له بدني ودې سره مرسته كوي، لكه خوسى، توپ ډنډه، پټ پټاني، ميرګاټي او نورې داسې لوبې چې بدن په كې خوځېږي. هغه لوبې چې سړى فكر كولو ته اړ باسي، د سړي له ذهني ودې سره مرسته كوي. له نانځكو سره لوبې بيا د ماشوم د تخيل په وده كې اغېزمنې دي.
موږ معمولاً خپلو ماشومانو ته د لوبې شيان يوازې د ساعت تيرۍ لپاره اخلو؛ خو واقعيت دا دى چې د لوبې شيان د ماشوم په روزنه كې مهم نقش لري. كله چې د لوبې شيان اخلو، بايد دې ته فكر وكړو، چې دغه شى ماشوم ته ګټه لري كه تاوان. توپك، تمانچه، ټانك، جنګي الوتكې او داسې نور شيان په ماشوم كې د خشونت او جنګ جګړې روحيه پياوړې كوي. ماشوم چې تمانچه په لاس كې واخلي، د قتل و قتال د هغو پېښو تقليد كوي، چې په فلمونو كې يې ليدلي دي. په غربي هېوادونو كې اكثر ماشومان په ويډيوګېم باندې لوبې كوي. يو وخت كې ارواپوهان متوجه شول، چې د دغو هېوادونو په ځوانانو كې تاوتريخوالى ډېر شوى دى. چې په علت پسې يې وګرځېدل، ورته جوته شوه، چې دوى په ماشومتوب كې پر جنګي ګېمونه ډېر اخته وو. موږ چې هسې هم جګړو ځپلي يو او ان د يوه لوېشت ځمكې پر سر هم خپل وروڼه او د اكا زامن سره وژنو، بايد خپل زامن له داسې شيانو لرې وساتو.
د لوبې ځينې داسې شيان دي، چې د انګليسي ژبې توري او شمېرې ورباندې ليكل شوي دي. دا د ماشوم سترګې له اعدادو او حرفونو سره اشنا كوي او د وړكتون يا ښوونځي لپاره يې چمتو كوي. موږ په خپل وطن كې داسې كارخانې نه لرو، چې د لوبې شيان توليد كړي؛ نو د لوبې داسې شيان چې زموږ د ژبې توري يا شمېرې ولري، نشته.
د لوبې لپاره تر ټولو ګټور سامان داسې سيټونه دي، چې وړې وړې ټوټې لري. له دې ټوټو څخه مختلف څيزونه جوړېداى شي، لكه: مېز، چوكۍ، كور، پول، موټر، بېړۍ، الوتكه، مختلف ژوي او نور شيان. دغه سامان د ماشوم له فكري او ذهني ودې سره ډېره مرسته كوي. البته دا د ماشوم د شخصيت پر تكامل باندې هم مثبت اثر لري. هر ماشوم په طبيعي ډول د نورو په پرتله ځان حقير او كمزورى ګڼي؛ خو كله چې دى پخپله يو شى جوړوي، پر ځان باندې باور پيدا كوي. دى د شخصيت احساس كوي او بيا په لويېنه كې خپلې ستونزې پخپله حل كولاى شي.
ځينې ميندې د خپلو اولادونو د لوبې شيان په الماريو كې ساتي، دوى ته يې نه وركوي، چې ورباندې لوبې وكړي. د دغو ميندو دليل دا وي، چې ماشومان به د خپلې لوبكۍ ماتې كړي. ما پخوا داسې ګومان كاوه، چې زموږ ماشومان ځكه خپل د لوبې سامان ماتوي، چې ورانول او تخريب به له لويانو څخه ورته په ميراث پاتې وي، ځكه چې زموږ لويان هم د ورانولو شوقيان دي؛ خو وروسته چې مې پوښتنه وكړه، راته جوته شوه چې د نورو ملكونو ماشومان هم خپل وسايل ماتوي. دا په حقيقت كې د ماشوم كنجكاوي او ځيركتيا ده، چې هغه د شيانو ماتولو ته هڅوي. په ماشوم كې د پوهېدلو اشتياق قوي وي. دى غواړي پر هر څه پوه شي، هر څه وپېژني او هر څه تجربه كړي. لكه څنګه چې ماشومان د هرڅه په باره كې پوښتنې كوي، همداسې د شيانو د ماهيت د پېژندلو لپاره هم شيان ماتوي. نو په دې حساب دا د اندېښنې وړ خبره نه ده، بلكې ماشوم ته ګټه هم لري.
له خټو څخه كورګى، كلا يا نور څه جوړول، د ماشومانو د خوښې لوبه ده. دې سره هم د ماشومانو تخيل غښتلى كېږي. البته تر خټو شګې بهترې دي، ځكه چې ميكروب په كې نسبتاً كم وي، خو هر كله چې ماشوم له لوبې خلاصېږي او كور ته راځي، بايد لاسونه يې په صابون باندې پاك پرېمينځو.
لوبكۍ بايد د ماشوم له عمر سره سمې انتخاب كړو. تر هغې پورې چې ماشوم خاپوړې نه وي كړې، د لوبو داسې شيان ورته واخلئ، چې ګڼ رنګونه، مختلف شكلونه او ډول ډول اوازونه ولري لكه شرنګونې، موزيكالې لوبكۍ، د رنګه انځورونو كتابګوټي او داسې نور شيان. په دې عمر كې ماشوم د انسان له څېرې سره هم دلچسپي لري، د لوبو په شيانو كې داسې هندارې هم شته چې نه ماتېږي. كه دغسې هنداره ورته واخلئ، هغه به د خپلې څېرې په ليدلو خوشحالي كوي.
ماشوم چې له شپږو مياشتو واوښت، كرار كرار خاپوړې كوي. دې وخت كې هغه لوبكۍ هم ورته ښې دي چې مخكې يادې شوې، او هم داسې د لوبو شيان بايد ورته واخلو، چې خاپوړو ته يې وهڅوي. لكه د ټيرونو والا لوبكۍ، توپ او نور. ماشوم په دې عمر كې هر څه په خوله كې وهي، نو بايد داسې لوبكۍ ورته واخلو، چې رنګ يې په څټلو لاړ نه شي، ځينې رنګونه زهرجن او خطرناك وي. لوبكۍ بايد د مينځلو وړ وي، چې هر وخت يې پرېمينځو.
ماشوم چې د دريو كلونو شو، د نورو شيانو تر څنګ داسې لوبكۍ هم ورته واخلئ، چې د هغه له فكري ودې سره مرسته وكړي. لكه د مكعبونو يا دايرو داسې سيټونه چې مختلف رنګونه او بېلابېل سايزونه لري. ماشوم ته ورزده كړئ، چې دغه شيان د رنګ يا د اندازې له مخې سره كتار كړي. مثلاً د اندازې په لحاظ اول تر ټولو غټ، بيا تر هغه كوچنى، بيا متوسط… دغسې په اخر كې تر ټولو وړكى شى كېږدي. څو پورې چې ماشوم د ښوونځي د تګ كېږي همداسې لوبكۍ ورته ښې دي. د لوبو هغه سيټونه چې وړې ټوټې لري او هر شى ځنې جوړېږي هم په دې عمر كې مناسب وي.
د ښوونځي ماشومانو ته بيا د نورو لوبكيو تر څنګ داسې شيان هم واخلئ، چې د درسونو په زده كولو كې ورسره مرسته وكړي. لكه هغه مكعبونه چې د الفبې توري په كې ليكل شوي، مختلف هندسي شكلونه، د مختلفو تورو لپاره مناسب رسمونه او داسې نور شيان.
د هر عمر ماشوم ته چې لوبكۍ اخلئ، نو دغو ټكو ته پوره پام وكړئ:
· لوبكۍ بايد تېرې برخې ونه لري.
· په اسانۍ سره ماتې نه شي.
· د پرېمينځلو وړ وي.
· داسې رنګ دې په كې نه وي كار شوى، چې زهرجن وي.
البته د هېواد په عامو بازارونو كې معمولاً چينايي خورا بې كيفيته لوبكۍ خرڅېږي، خو په هغو ځايونو كې چې د ليلام لوبكۍ پلورل كېږي، په كمه بيه ښه شيان پيدا كولاى شو.